آيا پر اسلام او شريعت باندې استهزاء او مسخرې کول کفر دی ؟

اسلام علیکم
آیا د داسی چا مرګ روا دی چی صحابوو رضی الله عنهم ته ښکنځل کوی او یا پر الله جل جلا له مسخری کوی او وایی چی دا کار الله جل جلا له نه شی کولای

احمد

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

اول : په الله تعالی ، رسولانو ، آسماني کتابونو او شريعت باندې ټوکې ، مسخرې او سپکاوی کول او داسې نور کفري اعتقاداتو ، افغالو او سپکاوي باندې مسلمان د اسلام له دايري څخه وځي .

وَلَئِن سَأَلْتَهُمْ لَيَقُولُنَّ إِنَّمَا كُنَّا نَخُوضُ وَنَلْعَبُ قُلْ أَبِاللّهِ وَآيَاتِهِ وَرَسُولِهِ كُنتُمْ تَسْتَهْزِؤُونَ 65 لاَ تَعْتَذِرُواْ قَدْ كَفَرْتُم بَعْدَ إِيمَانِكُمْ (۶۴-۶۵ التوبه ) .

( او قسم دی که پوښتنه وکړی له دوی څخه چې تاسې ولې استهزا کوﺉ نو دوی به وايي چه يقيناً مونږ خو لوبې او ټوکې کولې ، ووايه (ای محمده ! دوی ته چه ) آيا پر الله او د الله په آيتونو او د الله په رسولانو باندې مو استهزا او مسخرې کولې ، عذرونه مه کوﺉ تاسې (مونږ ته په دروغو سره ) يقيناً کافران شوې يئ تاسې وروسته له ايمان راوړلو ) .

 جاء في الموسوعة الفقهية (هيئت کبار علماء عالم اسلام ) :

التّكفير بالقول : اتّفق العلماء على تكفير من صدر منه قول مكفّر ، سواء أقاله استهزاء ، أم عنادا ، أم اعتقادا لقوله تعالى : { قُلْ أَبِاللَّهِ وَآيَاتِهِ وَرَسُولِهِ كنُتْمُْ تَسْتَهْزِئونَ لا تَعْتَذِرُوا قد كَفَرْتُمْ بَعْدَ إيمَانِكُمْ } . وهذه الألفاظ المكفّرة قد تكون صريحة كقوله : أشرك أو أكفر باللّه ، أو غير صريحة كقوله : اللّه جسم متحيّز أو عيسى ابن اللّه ، أو جحد حكما علم من الدّين بالضّرورة ، كوجوب الصّلاة وحرمة الزّنى . وأمّا من سبق لسانه إلى الكفر من غير قصد لشدّة فرح أو دهش أو غير ذلك (موسوعة الفقهية ) .

دوهم : صحابه کرامو رضی الله عنهم ته استهزاء او ښکنځل کول په څو قسم دی چې د ځنې د کفر په وجه وي او ځنې د بخل په وجه وي چې په دې اړه د فقهاؤ تر مينځ اختلاف نظر دی ، ځنې کفر او ځنې فسق بولې .

دريم : د مرتد د مرګ فيصله د مسلمانانو په امير او اسلامې نظام پورې اړه لري تفصيل دلته وګورئ

و الله سبحانه و تعالی اعلم

آن لاين اسلامې لارښود

(Visited 86 times, 1 visits today)