د مخلوق د فنا په وخت کې اسرافيل هم وفات مومي ؟

زما پوښتنه  دآنلاین اسلامی لارښودهمکارانوڅخه داده :
څرنګه جی د لومړی شپیلی دپوکی سره ټول ذیروح موجودات له منځه ځی آیا خپله اسرافیل علیه سلام به هم مړکیږی اوکه جواب موهووی نودوهمه شپیلی څوک پوکوی .
مننه  – محمد سميع عماد

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

الله جل جلا له  فرمايي :

وَنُفِخَ فِي الصُّورِ فَصَعِقَ مَنْ فِي السَّمَاوَاتِ وَمَنْ فِي الْأَرْضِ إِلَّا مَنْ شَاءَ اللَّهُ ثُمَّ نُفِخَ فِيهِ أُخْرَى فَإِذَا هُمْ قِيَامٌ يَنْظُرُونَ (68) الرمز

تفسير انوار القرآن (تفسير ابن کثير ، فتح القدير او تفسير منير ) ددې آيت په تفسير کې ليکي : دا همغه دوهمه (صعق ) شپلۍ ده .صعق عبارت له فوري مرګ څخه دی کوم چې اسرافيل په هغه کې پوکی کوي او د هغې په وجه د ځمکې او آسمان ټول اهل مړه کيږي ، بغير له هغو چې الله غوښتي وي .

(إِلَّا مَنْ شَاءَ اللَّهُ ) په باره کې د مفسرينو څو قولونه دي اول :او هغه چې د دغه مرګ څخه استثنا دي خپله اسرافيل عليه سلام دی چې وروسته به وفات مومي ، او په بل قول : دغه استثنا شوي عبارت له جبرئيل ، ميکائيل اسرافيل او عزارئيل عليهم السلام څخه دي په دليل د دغه حديث : عن أنس بن مالك قال: قرأ رسول الله صَلَّى الله عَلَيْهِ وَسَلَّم: ( وَنُفِخَ فِي الصُّورِ فَصَعِقَ مَنْ فِي السَّمَاوَاتِ وَمَنْ فِي الأرْضِ إِلا مَنْ شَاءَ اللَّهُ ) فقيل: من هؤلاء الذين استثنى الله يا رسول الله؟ قال: ” جبرائيلَ وميكائيلَ, ومَلكَ المَوْتِ (انس رضی الله عنه وايي : جناب نبي کريم صلی الله عليه وسلم دغه ايت تلاوت کړ ، وروسته اصحابو و پوښتل : يارسول الله هغه کسان چې الله استثنا کړي څوک دي ؟ و يې فرمايل : هغوی جبرئيل‌، ميكائيل‌، اسرافيل‌ و ملك‌الموت‌ دي) .

او داسې روايت نقل شوی دی چې : وروسته به جبرئيل د دريو فريښتو اسرافيل ، مکائيل او ملک الموت د روح په اخيستلو مأمور شي وروسته به د جبرائيل عليه سلام روح خپله الله جل جلا له قبض کړي او رب (جل جلا له ) به تنها چې قايم او دائم ذات دی پاتې شي او دغه وخت به دری ځله ووايي : لمن‌ الملك‌ اليوم‌؟ چا لره ده نن ورځ پاچاهي .

او خپله به ځواب وفرمايي : لله ‌الواحد القهار (الله لره ده چې قهار دی ) .

بيا به تر ټولو لومړی اسرافيل عليه السلام ژوندی کړي او هغه ته به د شپلې پوکولو امر وکړي چې دا دريمه شپلې يا د بعث شپلې ده .

بل قول دا دي چې د استثنا څخه مراد شهيدان دي . (تفسير انوار القرآن )

و الله سبحانه و تعالی اعلم

آن لاين اسلامې لارښود

 

Print Friendly, PDF & Email