سلامونه اونیکې هیلې مې ومنئ
زما پوښتنه داده چې ایا د افغانستان بانک چې دهیواد مرکزي بانک دی ورسره کارکول روادي او کنه؟ او که څوک يې په یو داسې برخه کې کارکوي چې سودي معاملو سره سروکارنه لري نو ورته روا دي چې خپل کارته ادامه ورکړي او کنه؟
هیله ده چې تفصیلي او قانع کوونکی ځواب راکړئ!
په پوره درنښت او اسلامي مینه – تاج محمد تمکين
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
ځواب
بسم الله الرحمن الرحيم
اول دا چې : افغانستان بانک چې د سود خورو مور بلل کيږي او همدارنګه کابل بانک او عزيزي بانک په ملي سطحه هغه بانکونه دي چې د لومړي ځل د پاره يې زمونږ په هيواد کې شيطاني بازار (د سود او قمار معاملات) رواج کړل او زمونږ هيواد ته يې دغه نړيوال خطرناک اقتصادي سرطان وارد کړ .
په سودي بانک کې کار او دنده هيڅ جواز نه لري .
اصلاً خو د ټولو نارواوو سره مرسته او مدد کول حرام دي قوله تعالی :
[ وَتَعَاوَنُوا عَلَى الْبِرِّ وَالتَّقْوَى وَلا تَعَاوَنُوا عَلَى الإثْمِ وَالْعُدْوَانِ] په نيکی او پرهيزکاری يو له بله مرسته وکړئ او (هيچکله ) د ګناه او نافرمانی په کار کې يو له بله مرسته مه کوئ .
دا چې د سود ګناه ډيره سخته ده نو رسول الله صلی الله عليه وسلم په خاص ډول د سود په معامله کې مرسته کول هم د سود سره برابر بللې دي .
جناب نبی کريم صلی الله عليه وسلم فرمايي :
[لَعَنَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَآلِهِ وَسَلَّمَ آكِلَ الرِّبَا وَمُؤْكِلَهُ وَكَاتِبَهُ وَشَاهِدَيْهِ وَ قَالَ: هُمْ سَوَاءٌ] (مسلم 1598) . رسول الله صلی الله عليه وسلم د سود خوړونکي ،ورکوونکي ،ليکونکي او شاهدان لعنت کړي دی ،اوويی فرمايل چه دوی ټول په اصل د ګناه کی سره برابر دی .
په پخوا وخت کې د سودې معاملې د پاره همدا کاتب او شاهد کافي بلل کيدل ، که څه هم چې کاتب او شاهد د سود د ورکړې او راکړې په معامله لاس نه لري خو د سودخور سره د مدد او مرستې په نسبت هغوی هم د سود په جرم کې شامل ګڼل کيږي .
نن عصر د سود معاملات د بانک له لارې په عصري ډول تر سره کيږي چې سودي بانک ټول پرسنل هغه که په هر څانګه کې وي د ليکونکو ، شاهدانو او مدد کارانو حيثيت لري او ټول د سود په جرم کې شامل دي او په داسې بانک د دندې تر سره کول هيڅ جواز نه لري .
حتی د بانک د چوکارۍ دنده چې په ليکلو او شهادت کې سهم نه لري نا جايزه ده ځکه د سودي بانک سره مدد کول دي :
جاء في فتاوى اللجنة الدائمة 15/41 :
لا يجوز لمسلم أن يعمل في بنك تعامله بالربا ، ولو كان العمل الذي يتولاه ذلك المسلم غير ربوي ؛ لتوفيره لموظفيه الذين يعملون في الربويات ما يحتاجونه ويستعينون به على أعمالهم الربوية ، وقد قال تعالى : وَلا تَعَاوَنُوا عَلَى الأِثْمِ وَالْعُدْوَان ) المائدة / 2 .
وسئلت اللجنة الدائمة (15/38) : ما حكم العمل في البنوك الحالية ؟
فأجابت :
أكثر المعاملات المصرفية الحالية يشتمل على الربا ، وهو حرام بالكتاب والسنة وإجماع الأمة ، وقد حكم النبي صلى الله عليه وسلم بأن من أعان آكل الربا وموكله بكتابة له ، أو شهادة عليه وما أشبه ذلك؛ كان شريكا لآكله وموكله في اللعنة والطرد من رحمة الله ، ففي صحيح مسلم وغيره من حديث جابر رضي الله عنه : ” لعن رسول الله صلى الله عليه وسلم آكل الربا وموكله وكاتبه وشاهديه ” وقال : “هم سواء” .
والذين يعملون في البنوك المصرفية أعوان لأرباب البنوك في إدارة أعمالها : كتابة أو تقييدا أو شهادة ، أو نقلا للأوراق أو تسليما للنقود ، أو تسلما لها إلى غير ذلك مما فيه “إعانة للمرابين ، وبهذا يعرف أن عمل الإنسان بالمصارف الحالية حرام ، فعلى المسلم أن يتجنب ذلك ، وأن يبتغي الكسب من الطرق التي أحلها الله ، وهي كثيرة ، وليتق الله ربه ، ولا يعرض نفسه للعنة الله ورسوله .
وسئلت اللجنة الدائمة (15/55) :
جاء في الفقه اسلامية عالمي :
العمل فيها محرم لأنها إما إعانة على الربا، فإذا كان إعانة على الربا فإنه يكون داخلاً في لعنة المعين، حيث صح عن النبي «أنه لعن آكل الربا، وموكله، وشاهديه، وكاتبه، وقال هم سواء».
وإن لم يكن إعانة فهو رضا بهذا العمل، وإقرارٌ له، ولا يجوز التوظف في البنوك التي تتعامل بالربا.
وأما وضع الفلوس عندهم للحاجة فلا بأس إذا لم نجد مأمناً سوى هذه البنوك، فإنه لا بأس به بشرط أن لا يأخذ الإنسان منه الربا، فإن أخذ الربا فهو حرام .
دوهم : سود او قمار په نن عصر کې ستر اقتصادي سرطان دی ، هغه کسان چې سودې ادارو ته د سود يا ګټې تر لاسه کولو لپاره پېسي ورکوي يا له هغوی نه په سود باندې پيسې اخلي او دوی ظاهرً دا فکر کوي چې زه به ګټه وکړم ، په دې باندې ښه پوه شئ چې د ګټې پر ځای به تاوان وکړئ د الله د لعنت مستحق به وګرځئ او په آخرت کې د سخت دردونکي غذاب سره مخ شئ .
ځکه الله جل جلا له فرمايي : يَمْحَقُ اللّهُ الْرِّبَا وَيُرْبِي الصَّدَقَاتِ (البقره ۲۷۶ ) . الله ( پانګه ) د سود په وجه له مينځه وړي او خيراتونه زياتوي .
تاسې وليدل چې څه وخت وړاندې کابل بانک څنګه نسکور شو ، خو دې سقوط کافران وارخطا کړل چې که چيرې د سود معاملات ناکام شي د دوی د اقتصادي انحصار او استعمار ځنځير به کټ شي کوم ځنځير چې پر هغه باندې يې ډير بې وزله هيوادونه کلک تړلی دي ، نو ځکه دغو اسلام دوښمنو په موجوده فاسق او فاجر حکومت فشار وارد کړ چې دغه بانک بيرته تقويه کړي او هغوی د بيت المال څخه دغه سودي بانک بيرته تقويه کړ . هغې بل سودخور (عزيزي بانک ) هم څه موده وړاندې سقوط وکړ او خلکو د پيسو اخسيتلو د پاره مراجع وکړه هغه يې هم بيرته حمايه کړ ، دا حمايه کول به تر څه وخته پورې دوام وکړي او بيا به ان شاء الله په مکمل ډول نسکور شي .
نصيحت : د مسلمان د پاره دا قطعاً جواز نه لري چې په سودي بانک کې دنده تر سره کړي ، هر چا چې د الله د ويرې نه کوم حرام کار پريښود الله جل جلا له هغه ته غوره دنده ، غوره عوض ور کړي
وَمَن يَتَّقِ اللَّهَ يَجْعَل لَّهُ مَخْرَجًا ، وَيَرْزُقْهُ مِنْ حَيْثُ لاَ يَحْتَسِبُ وَمَن يَتَوَكَّلْ عَلَى اللَّهِ فَهُوَ حَسْبُهُ (الطلاق ۲-۳ ) .
او څوک چې د الله څخه ووېرېږي (الله ) ور ته (د ستونزو څخه ) د وتلو لار جوړوي ، او هغه ته د داسې لارې نه رزق ورکوي چې (په خپله ) ګمان نه کوي ، او څوک چې پر الله جل جلا له توکل وکړي ده د پاره همدا (الله ) کافي دی.
و الله سبحانه وتعالی اعلم
آن لاين اسلامې لارښود