اسلامي شريعت د خاوند او ښځې د ښه او نيکمرغه ژوند تيرولو د پاره په نکاح کې د نورو قيدونو سربېره دا قيد هم لګولی دی چې په نکاح او رشته قايمولو کې د ديني معاشرې او معاشرتي مناسبت هم په پام کې ونيول شي دې مناسبت او برابرۍ ته په اسلامي شريعت کې کفائت وايي .
کفائت : په لغت کې برابری ته وايي د فقهاؤ په اصطلاح کې د ميړه او ښځې تر مينځ په خاصو حالاتو کې مناسبت او برابرۍ ته کفائت وايي .
د کفائت شرطونه :
دينداري او تقوی ، آزادي ، نسب ، مال او کسب او کار بار .
دينداري او تقوی:
ددې څخه مطلب د دين پر أحکامو باندې استقامت دی ، نو هيڅکله يو ښکاره فاسق او فاجر د يوې صالحې او عفيفې ښځې او د صالح او عفيف سړي د لور سره برابر نه دی ، يو پاکه او صالحه ښځه د يو غله او زاني سره برابره نه ده ځکه چې ښکاره فاسق سلب عدالت دی شهادت يې نه قبليږي او پر ښځه باندې د هغه د ناوړه عمل اثر پرېوځي.
آزادي:
آزاد به وي غلام به نه وي ، آزاده ښځه د غلام سيال نشي کيدای .
نسب : پلار او اجداد به يې اصيل او با وقاره او معلوم وي يعنې نسب به يې څرګند وي .
مال :يعنې چې دومره مال ولري چې د ښځې د نفقې او مهر د ادا کولو توان ولري.
کسب او حرفه : چې د کسب او کار واله سړی وي باګل نه وي[1] .
د کفائت حکم :
د امام ابوحنيفه او امام احمد په نزد د ښځې نکاح کول د هغه کفاء سره واجب ده ، د ولي د پاره حرام دی چې ښځه د غير کفاء سره نکاح کړي :
فَذَهَبَ الْحَنَفِيَّةُ وَالْحَنَابِلَةُ إِلَى أَنَّهُ يَجِبُ اعْتِبَارُهَا فَيَجِبُ تَزْوِيجُ الْمَرْأَةِ مِنَ الأَكْفَاءِ ، وَيَحْرُمُ عَلَى وَلِيِّ الْمَرْأَةِ تَزْوِيجُهَا بِغَيْرِ كُفْءٍ ( الموسوعة الفقهية ) .
کفائت د ځنو فقهاؤ په نزد شرط الزام او د ځنو متأخرينو فقهاؤ په نزد په ځنو حالاتو کې د نکاح شرط بلل کيږي لکه :
کچېرې کومه بالغه او عاقله ښځه د غير کفء سره د هغې د ولي د طرف څخه په زور او جبر نکاح شي او د نکاح د تړون څخه مخکې رضا نه وي دا نکاح اصلاً نه صحي کيږي .
کچېرې د نجلی ولي يا وکيل غير اهل وي ليونی او يا نابالغ وي او نجلی د غير کفء سره نکاح کړي نکاح نه صحي کيږي .
او يا کچېرې يو غير اهل ولي يو صالحه ښځه له يو شراب خور او يا کوم مشهور غله او فاسق سره نکاح کړي نو د غير کفء په وجه د نکاح د فسخې حق لري[2] .
آن لاين اسلامي لارښود
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
[1] – فقه الاسلامي و ادلته ، البدائع: ۳۱۸-۳۲۰/۲، الدر المختار ورد المحتار: ۴۳۷-۴۴۵/۲، فتح القدير: ۴۱۹-۴۲۴/۲.
[2] – فقه الاسلامي وادلته ، الدر المختار ورد المحتار: ۴۱۸/۲-۴۲۰، ۴۳۶ .