بار بار د سفر دعا او نور ته ويل چې دعا د خير ؟

سلامونه او مینه د انلاین اسلامی لارښود ټولو مخلصه ورونو ته !

پوښتنه لرم په رابطه د سفر دعا

ځینی دوستان چې کله یو ځای ته سفر کوی نو د سفر دعا وایی که د لاری په اوږدو کې موټر  وان موټر چېرته ودروې نو موټر وان یا یو سورلۍ واله به غږ وکړي یوه دعا د خیر.

پوشتنه مې دغه د بار بار دعا غوښتلو په رابطه ده چې دا دوهم ځل او یا بار بار دعا کول شته او که بداعت دی .

په ټول درنښت

امرالله دولتزی د ننګرهار څخه

ځواب

الحمد لله والصلاة والسلام على رسول الله وعلى آله وصحبه، أما بعـد:

کله چې سړی سورلۍ ته پورته کيږي نو سنت ده چې دری ځله «الله أکبر» او دغه مسنونه دعا ووايي[1] : «سُبْحانَ الَّذِي سَخَّرَ لَنَا هَذَا وَمَا كُنَّا لَهُ مُقْرِنِينَ * وَإِنَّا إِلَى رَبِّنَا لَمُنقَلِبُونَ»

ژباړه : ژباړه : پاک دی هغه ذات چې مونږ ته يې دا (سورلۍ) تابع کړې ده ، او مونږ د هغه مهاروونکي نه يو ، او يقيناً چې مونږ خپل رب ته بيرته ورتلونکي يو .

اصل دا دی چې پورته دعا د سفر د پيل پر مهال لوستل کيږي داسې چې هر کس به يې له خپله ځانه سره وايي ، په لوړ آوزار او اجتماعي توګه به نه وي مګر تکرار يې باک نلري او کچيرې يو کس د سورلۍ نورو سفر کوونکو ته ووايي چې د خير دعا وکړئ نو کچيرې يې نيت تعليم وي تر څو نور کسان د سفر دعا ته متوجه کړي نو دا کار جواز لري مګر که نيت يې عبادت وي داسې کول جواز نه لري ځکه چې په سنتو کې ددې ډول عمل څه ثبوت نشته [2].

و الله سبحانه وتعالی اعلم

آن لاين اسلامي لارښود

_____________________________________

[1] – وجاء في الموسوعة الفقهية الكويتية ما نصه: يسن للراكب إذا استوى على دابته أن يكبر ثلاثا ثم يقرأ آية: سُبْحانَ الَّذِي سَخَّرَ لَنَا هَذَا وَمَا كُنَّا لَهُ مُقْرِنِينَ * وَإِنَّا إِلَى رَبِّنَا لَمُنقَلِبُونَ. ويدعو بالدعاء المأثور (الموسوعة الفقهية ۲۳/۱۲۴).

[2] – جاء في فتاوی الاسلام ويب : وأما قوله لهذه الأذكار بصوت مرتفع بحيث يرددون وراءه فلا حرج في ذلك إن كان بقصد التعليم، وأما إن كان بقصد التعبد فلا يجوز، فالذكر بصوت جماعي لم يرد عن سلف هذه الأمة الصالح، ولو كان خيراً لسبقونا إليه، وراجع في ذلك الفتوى رقم: 131253.

(Visited 56 times, 1 visits today)