د نکاح انحرافات
۲۴- د واده وروسته کول چې د ځنو سن داسې سرحد ته ورسيږي چې بيا د واده او کورواله هيڅ رغبت او شوق نه لري .
۲۵- د داسې خاوند انتخابول چې دين او اخلاق يې په نظر کې نه نيسي يوازې ظاهري شکل او قيافې ته ګورې ، جناب رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي : (إذا أتاكم من ترضون خلقه ودينه فزوجوه) إن لا تفعلوا تكن فتنة في الأرض وفساد عريض) الترمذي .
يعنې : کله چې راشي تاته د خواستګارۍ د پاره داسې څوک چې دين اخلاق يې د رضايت وړ وي نو هغه ته يې په نکاح ورکړئ ، او که داسې ونه کړئ نو فتنه او فساد به په ځمکه کې زيات شي .
۲۶- لوړ مهر تعينول او په ودونو کې ډير اسراف کول په حديث شريف راغلي دي چې : قال النبي صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ : (خير النكاح أيسره) رواه ابن حبان – صحيح الجامع
وقال صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ : ( خير الصداق أيسره ) رواه الحاكم والبيهقي.
يعنی : غوره نکاح او غوره مهر هغه دی چې په هغه کې آساني وي .
۲۷- اکثره د نن عصر په بدعاتو اخته دي ، لکه د خاوند مجبورول د سرو زرو په سيټ اخيستلو ولو که د هغه د اخيستلو وس ونه لري خو لازمي به يې اخلي ، د ناوي د پاره د کفارو په څير جامې اغوستل لکه جالي په سر کول او مخصوص نيمه لغړ بې حجابه لباس اغوستل .
۲۸- د ښځو تلل آرايشکاه ته ( آرايشګاه ته تلل مطلق حرام دي ) ، لقوله رسول الله صلی الله عليه وسلم :
لعن الله الواشمات والمستوشمات والنامصات والمتنمصات …. (رواه بخاری ) .
يعنې : الله تعالی لعنت کړی څوک چه خال وهی او هغه چه د خال وهلو خيال وکړي ،او هغه څوک چه وروځی نري جوړوي او هغه چې د وروځو د نری جوړولو خيال کوي .
وقال صلى الله عليه وسلم (لعن الله الواصلة والمستوصلة) .، يعنې : الله تعالی لعنت کړی دی د ويښتانو په وصلونکو او هغه چې د ويښتانو د وصلول غواړي ، په وصلولو کې د سترګو د باڼو او د سر د ويښتانو وصلول دواړه شامل دي .
۲۹- زوم او ناوې په مخصوص تخت د نامحرمو ښځو په مينځ کې کيښنول ، موسيقي ، د ښځو رقص ، د زوم او ناوې او نامحرمو ښځو تصويرونه فلمبرداري کول، او بې حده ډير اسراف کول .
د سفر او کور نه د وتلو انحرافات :
۳۰- ځنې ښځې چې کله له کور څخه وځي عطر استعمالوي چې د عطرو بوی پر بيګانه خلکو لګيږي ، رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي دي : (أيهما امرأة استعطرت ثم خرجت فمرت على قوم ليجدوا ريحها فهي زانية) أبو داود والنسائي.
يعنې : کله چه ښځه خوشبويي ووهي او د سړيو له ډلې تيريږي تر څو د هغې دغه ښه بوی خلک حس کړي، پس هغه داسې او هغسی ده ، ډيره سخته او شديده وينا او په بل لفظ پس هغه زناکاره ده .
همدارنګه فرمايي : «ويل للنساء من الأحمرين الذهب والمعصفر» (أخرجه ابن حبان والبيهقي في شعب الإيمان).
يعنې : زيان او هلاکت دی هغو ښځو لره چې (دوه سره څيزونه ) لکه : زيورات او خوشبويي بيګانه خلکو ته ښکاره کوي.
۳۱- په ټيکسي و غير کې بغير د نامحرم څخه سفر کول ، په علمي مراکزو ، دفترونو او بازارنو او نورو ځايونو کې د نارينه سره اختلاط او کډون چې دا کار عظيم فساد او د کفارو له سترو صفاتو څخه يو صفت دی .
رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي :
لا يَخْلُوَنَّ رَجُلٌ بِامْرَأَةٍ وَلا تُسَافِرَنَّ امْرَأَةٌ إِلا وَمَعَهَا مَحْرَمٌ (۳۰۰۶ بخاری ).
ژباړه : هيڅ بيګانه سړی به د بيګانه ښځې سره خلوت نه کوي او هيڅ ښځه دې بدون له محرم څخه سفر نه کوي .
من كان يؤمن بالله واليوم الآخر فلا يخلون بامرأة ليس معها ذو محرم منها ، فإن ثالثهما الشيطان ) رواه أحمد وصححه الحاكم ووافقه الذهبي ، وصححه الألباني في غاية المرام (180 )
(څوک چې پر الله او ورځ د آخرت ايمان لري هغه دې د ښځې سره چې محرم يې نه وي ورسره کډون نه کوي ځکه چې دريم يې شيطان دی) .
۳۲- د کور څخه زيات زيات د باندې وتل او بازارونو ته تلل ، حال دا چې الله سبحانه وتعالی فرمايي : وَقَرْنَ فِي بُيُوتِكُنَّ وَلاَ تَبَرَّجْنَ تَبَرُّجَ الْجَاهِلِيَّةِ (الاحزاب ۳۳ ) .
ژباړه : او پخپلو کورونو کې اوسئ او د تير جاهلي دور په شان ځانونه مه بربنډوئ .
۳۳- د علاج د پاره بغير له محرم څخه طبيب ته ورتلل او همدارنګه د علاج په وخت طبيبانو ته د هغه څه ښکارول چې ضرورت نه وي .
عام انحرافات :
-۳۴ د امر بالمعروف او نهی عن المنکر ترک کول ، چې د ښځو په مينځ او نه هم پخپل کور کې خپلو اولادونو ته د دغه ستر مسئوليت په باره هيڅ توجه نه کوي او ځنې داسې فکر کوي چې دعوت به يوازې د نارينه کار وي حال دا چې الله سبحانه وتعالی فرمايي : وَالْمُؤْمِنُونَ وَالْمُؤْمِنَاتُ بَعْضُهُمْ أَوْلِيَاء بَعْضٍ يَأْمُرُونَ بِالْمَعْرُوفِ وَيَنْهَوْنَ عَنِ الْمُنكَرِ وَيُقِيمُونَ الصَّلاَةَ وَيُؤْتُونَ الزَّكَاةَ وَيُطِيعُونَ اللّهَ وَرَسُولَهُ أُوْلَـئِكَ سَيَرْحَمُهُمُ اللّهُ إِنَّ اللّهَ عَزِيزٌ حَكِيمٌ (التوبه ۷۱ ) .
ژباړه : او مؤمنان سړي او مؤمنانې ښځې ځينې د ځينو نورو دوستان دي امر کوي په نيکی او له بدليو نه خلک منع کوي لمونځ ودروي زکات ورکوي او د الله او د هغه د رسول الله اطاعت کوي پر همدغو خلکو به الله ډير ژر مهرباني وکړي .
۳۵- د مور او پلار حقوق نه پر ځای کول او د هغوی پر وړاندې د آواز پورته کول حال داچې الله سبحانه وتعالی: فَلاَ تَقُل لَّهُمَآ أُفٍّ وَلاَ تَنْهَرْهُمَا وَقُل لَّهُمَا قَوْلاً كَرِيمًا (اسراء ۲۳)
نو اف هم مه ورته وايه او مه يې رټئ او خورا نرمې او مهربانه خبرې ورته کوه ، داسې خبره نه چې پرې وزورېږي آن که د اف غوندې وړه خبره هم وي .
۳۶- د ژبې ګناوي ، لکه غيبت ، بهتان ، دروغ وغيره .
۳۷- د نارينه څخه د سترګو د نظر ساتل ، لقوله تعالی : وَقُل لِّلْمُؤْمِنَاتِ يَغْضُضْنَ مِنْ أَبْصَارِهِنَّ وَيَحْفَظْنَ فُرُوجَهُنَّ و(النور ۳۱ )
ژباړه : او مؤمنانو ښځو ته ووايه چې خپلې سترګې ټيټې او خپل شرم ځايونه پټ وساتي .
۳۸- ښځه به د ښځې عورت ته نه ګورئ او نه به لوڅې په يوه جامه کې څملي ، عبدالله بن مسعود رضي الله عنه روايت کوي چه رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمايي: «لا تباشر المرأة المرأة فتنعتها لزوجها، كأنَّه ينظر إليها» ( البخاري ) .
ښځه به د بلې ښځې سره لوڅ بدن يا کوم اندام نه نښلوي او د هغې صفت به خپل خاوند ته نه بيانوي ګواکې دا داسې دی لکه خاوند يې چې د هغې ښځې طرف ته نظر کوي .
همدارنګه مسلم شريف داسې روايت نقل کړی دی :
لا ينظر الرجل إلى عورة الرجل . ولا المرأة إلى عورة المرأة . ولا يفضي الرجل إلى الرجل في ثوب واحد . ولا تفضي المرأة إلى المرأة في الثوب الواحد .
يعنې : سړي به د بل سړي عورت ته نه ګوري او ښځه به د بلې ښځې عورت ته نه ګوري او نه به يو سړی له بل سړي سره په يو لباس کې څملي ، نه به ښځه له بلې ښځې سره په يو لباس کې څملي .
۳۹- د بيګانو خلکو سره بې ضرورت خبرې کول تعلق ساتل حرام دي ، رسول الله صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ : ( إِنَّ اللَّهَ كَتَبَ عَلَى ابْنِ آدَمَ حَظَّهُ مِنْ الزِّنَا أَدْرَكَ ذَلِكَ لا مَحَالَةَ فَزِنَا الْعَيْنَيْنِ النَّظَرُ وَزِنَا اللِّسَانِ النُّطْقُ وَالنَّفْسُ تَمَنَّى وَتَشْتَهِي وَالْفَرْجُ يُصَدِّقُ ذَلِكَ أَوْ يُكَذِّبُهُ ) رواه البخاري (6243) ومسلم (2657)
ژباړه : ابن عباس روايت کوي چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي : الله تعالی د هر چا د پاره د زنا يو حصه تعين کړی ده ، پس د سترګو زنا نا محرم ته کتل دي ، د ژبه زنا خبرې کول دي او د نفس زنا د هغه هيله او آرزو کول او غوښتل دي ، دا شرمګا ده چې بيا د هغه يا تصديق کوي او يا تکذيب .
۴۰- غرور او کبر کول ، ځنې ښځې چې د لوړ قيمت لباس اغوندې او زېورات اچوي نو بيا په نورو ښځو خپل ځان اوچپ ګڼې ، رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي : (لا يدخل الجنة من كان في قلبه مثقال ذرة من كبر) مسلم. يعنې : د چا په زړه کې چې د مثقال د زرې په اندازه کبر وي حنت ته به داخل نشي .
۴۱- نفلو او سنتو کې سستي کول ، ځنې ښځې يوازې په رمضان کې د قرآنکريم تلاوت کوي او بس ، نفلونه نه کوي او ځنې يوازې فرض ادا کوي له سستی څخه سنت لمونځ نه ادا کوي .
حال داچې د قيامت په ورځ کچيرې په فرض لمانځه کې کمی راشي الله تعالی يې پخپل فضل له نفلي لمونځونو څخه پوره کوي ، او دا چې فرض هم ناقص وي او سنت او نفل هم نه وي نو بيا به يې په څه پوره کوې .
۴۲- ځنې ښځې خپل نوکان د ځناورو په شان لوی پريږدي چې دا کار د سنتو خلاف د کافر قوم او حيواناتو سره مشابهت دی او همدارنګه په نوکانو باندې داسې رنګ وهي چې د ابو د رسيدلو مخ نيسي چې نه يې غسل او نه هم اودس صحي کيږي .
۴۳- د بدو او فاسقو ښځو سره ناسته ولاړه کول ، چې دا تعلق په ديني او اخلاقي تربيه هم اثر کوي او همدارنګه د هغې عزت او کرامت ته هم تاوان رسوي ، الله تعالی حکم کړی دی چې د رښتنې مؤمنانو او صادقانو سره تعلق وساتئ ، لقوله سبحانه وتعالی : : يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ اتَّقُواْ اللّهَ وَكُونُواْ مَعَ الصَّادِقِينَ (التوبه ۱۱۹)
(ای مؤمنان له الله څخه وويريږی او له صالحانو خلکو سره ملګري شی ).
۴۴- په مړي باندې د دريو ورځو زيات غم او وير کول مګر بغیر له خپل خاوند څخه ، رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي : لا يحل لامرأة تؤمن بالله واليوم الآخر أن تحد على ميت فوق ثلاث , إلا على زوج : أربعة أشهر وعشرا (البخاري ۱۲۸۰
( څوک چې په الله او ورځ د آخرت ايمان لري هغه ته رواه نه چې د دريو ورځو زيات ( د غم د اظهار د پاره جمع شي ) ، مګر د خاوند په مرګ څلور مياشتې او لس ورځې ) .
والله نسأل أن يصلح نيتنا وأعمالنا .
خاتمة
آن لاين اسلامي لارښود