په مسلمانو خوندو أمر بالمعروف او نهی عن المنکر فرض دی

په مسلمانو خوندو باندې امر بالمعروف او نهی عن المنکر ( په ښو کارونو باندې امر کول او له بدو کارونو څخه 851منع کول ) فرض دي ، لقوله سبحانه وتعالی : وَالْمُؤْمِنُونَ وَالْمُؤْمِنَاتُ بَعْضُهُمْ أَوْلِيَاء بَعْضٍ يَأْمُرُونَ بِالْمَعْرُوفِ وَيَنْهَوْنَ عَنِ الْمُنكَرِ وَيُقِيمُونَ الصَّلاَةَ وَيُؤْتُونَ الزَّكَاةَ وَيُطِيعُونَ اللّهَ وَرَسُولَهُ أُوْلَـئِكَ سَيَرْحَمُهُمُ اللّهُ إِنَّ اللّهَ عَزِيزٌ حَكِيمٌ (التوبه ۷۱ )

ژباړه : او مؤمنان سړي او مؤمنانې ښځې ځينې د ځينو نورو دوستان دي امر کوي په نيکی او له بدليو نه خلک منع کوي لمونځ ودروي زکات ورکوي او د الله او د هغه د رسول الله اطاعت کوي پر همدغو خلکو به الله ډير ژر مهرباني وکړي .

امر بالمعروف او نهی عن المنکر د مؤمنانو له مهمو صفاتو څخه ستر صفت بلل کيږي چې د همدې صفت په وجه له منافقانو څخه جلا کيږي .

التَّائِبُونَ الْعَابِدُونَ الْحَامِدُونَ السَّائِحُونَ الرَّاكِعُونَ السَّاجِدونَ الآمِرُونَ بِالْمَعْرُوفِ وَالنَّاهُونَ عَنِ الْمُنكَرِ وَالْحَافِظُونَ لِحُدُودِ اللّهِ وَبَشِّرِ الْمُؤْمِنِينَ (التوبه ۱۱۲ ) .

ژباړه : هغوی توبه کوونکي ،عبادت کوونکي ، ثناويونکي ، د الله په ليار کې وتوونکي ، رکوع او سجده کوونکي ، د نيکيو په لور بلونکي او له بديو منع کوونکي او د الله د حدودو ساتونکي دي (ای پيغمبره !) زېری ورکړه مؤمنانو ته .

الْمُنَافِقُونَ وَالْمُنَافِقَاتُ بَعْضُهُم مِّن بَعْضٍ يَأْمُرُونَ بِالْمُنكَرِ وَيَنْهَوْنَ عَنِ الْمَعْرُوفِ وَيَقْبِضُونَ أَيْدِيَهُمْ نَسُواْ اللّهَ فَنَسِيَهُمْ إِنَّ الْمُنَافِقِينَ هُمُ الْفَاسِقُونَ (التوبه ۶۷ ) .

 ژباړه : منافقان سړي او منافقانې ښځې ځينې له ځينو نورو نه دي هغوی د بدۍ په لور بلنه او له نيکۍ نه منع کوي ، خپل لاسونه له نېکيو نه تړي الله يې هير کړ نو الله هم هغوی هير کړل په رښتيا چې همدا منافقان فاسقان دي .

ځينې مسلمانې خوندې دا فکر کوي چې د امربالمعروف او نهي عن المنکر دنده او مسئوليت يوازې د نارينه دی ، خو داسې بالکل نه ده بلکي دا مسئوليت د امت هر کس ته د خپل وس موافق که نارينه وي يا ښځينه متوجه دی ، فقط دومره خبره ده چې په دې کار کې د ښځې په نسبت سره د نارينه دائره او مسئوليت پراخه او ستر دی ، لکن مسلمانه بې بې د ښځو په مجالسو او محافلو کې ، د خپلوالو ، کورنۍ او اولادونو پر وړاندې پوره مسئوليت لري او هغوی ته امر بالمعروف او نهی عن المنکر کوي .

لقوله رسول الله صلی الله عليه وسلم : كُلُّكُمْ رَاعٍ وَكُلُّكُمْ مَسْئُولٌ  (هر يو د تاسې راعی (شپون ) دی او هر يو د تاسې د خپل رعيت (لاس لاندې کسانو ) په برخه کې مسئول دي .

دا حکم د اسلامي امت ټولو کسانو ته که نارينه دي او که ښځې علماء دي او که عوام متوجه دی .

همدارنګه جناب رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي : وَالْمَرْأَةُ رَاعِيَةٌ فِي بَيْتِ زَوْجِهَا وَمَسْئُولَةٌ عَنْ رَعِيَّتِهَا… (بخارى:853)

يعنې : ښځه د خاوند په کور کې شپونکۍ ده هغه د خپل لاس لاندې کسان په باره کې مسئوله ده .

 مسلمانې بې بې !

د اسلام قدردانې مورې !

د اسلام نازوليې ، با وقاره او پاکدامنه خورې !

ته هم سر له نن څخه دغه ستر مسئوليت ته چې د پيغمبرانو عليهم السلام دنده ده متوجه شه ، که الله تعالی د ستا په لاس باندې يوازې يوې ښځې ته او خپل اولاد ته دې هدايت وکړي هغه د ستا د پاره تر هر څه غوره دي .

جناب رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي : لأَنْ يَهْدِيَ اللَّهُ عَزَّ وَجَلَّ عَلَى يَدَيْكَ رَجُلا خَيْرٌ لَكَ مِمَّا طَلَعَتْ عَلَيْهِ الشَّمْسُ وَغَرَبَتْ.(الطبراني 925 )

له ابی نافع نه روايت چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي : که الله ستاسو د لاس څخه يو بنده ته هدايت وکړي ستاسو دپاره د ټولو کائيناتو نه چې پری لمر راخيږي او پرېوزی غوره دی ( طبرانی ) .

او فرمايي : عَنْ سَهْلِ بن سعد، رضي اللَّه عنْه، أنَّ النبي صَلّى اللهُ عَلَيْهِ وسَلَّم قَالَ لِعَلي، رضي اللَّه عنْه: « فو اللَّهِ لأنْ يهْدِيَ اللَّه بِكَ رجُلاً واحِداً خَيْرٌ لكَ من حُمْرِ النَّعم » متفقٌ عليهِ.

له سهل بن سعيد رضی الله عنه نه روايت چې رسول الله صلی الله عليه وسلم حضرت علی رضی الله عنه ته وفرمايل :

په الله سوګند دی که چيرې ستا په لاس الله تعالی يو کس ته هدايت وکړي ستا د پاره تر سورو اوښانو بهتر دی .

 عن أبي هريرة؛ أن رسول الله صلى الله عليه وسلم قال “من دعا إلى هدى، كان له من الأجر مثل أجور من تبعه، لا ينقص ذلك من أجورهم شيئا.  (مسلم 2674 ) .

له ابی هريرة نه روايت دی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي :کوم بنده چې د نيکی طرف ته خلقو ته دعوت ورکړو نو ده لره به د هغو ټولو خلقو هومره اجر او ثواب وي څوک چه د ده د دعوت سره يې نيک عمل شروع کړی وي .او ددې نيک عمل کونکو له عمله به هيڅ نه کميږي .

مسلمانې بې بې !

د اسلام با وقاره غزمندې خورې !

د پورته شرعي نصوصو څخه څرګنده شوه چې د اولاد اسلامي او اخلاقي تربيه ستا مسئوليت شو او په خاص توګه چې کله مو خاوند غالب وي .

نن زمونږ د ټولنې د فساد يو وجه همدا ده چې د خپلو اولادو اسلامي تربیې او روزنې ته مو پام نه دی شوی ، کچيرې د کور اهل اصلاح شي کوچه ، کلی او بلاخره ټولنه به خامخا اصلاح وي .

 مسلمانې خورې نن څو ورځې له خپل اولاد سره تکليف او زحمت تير کړه ، هغوی له بدو کارونو څخه په کلکه منع او ښو کارونو ته يې تشويق کړه ، جومات ته يې د قرآن او د دين د زده کړي د پاره وليږه ، اسلامي تربيه ور وښيه ، د اطاعات په حصه يې کلک وڅاره ، کوچه کشتۍ ، د فاسدو خلکو له ملګرۍ ، د فلمونو ، سريالونو څخه يې وژغره ، د څو ورځو د تکليف په وجه به ټول عمر آرامه سرلوړې او په دنيا او آخرت کې ور باندې خوشحاله او افتخار کوونکي وې .

او که نن ورځ دې غفلت او سستي وکړه چې زما د سر څخه چپ وي ، زه آرام ومه ، ولو که په کوڅو کې ګرځي ، ولو که ګيم  وکړي ولو که سريال او فلم ته کينې ولو که جومات ته نه ځي ولو که د دين څخه بالکل ناخبره وي خو چې زما د سر نه چپ وي او زه آرامه وم او ماته شور او غالمغال ونه کړي ، نو پوه شه چې دا د څو ورځو غفلت او سستي به د ټول عمر غم وګرځي .

يو دا چې د الله تعالی پر وړاندې به مسئوله وې او بل دا چې د اولاد څخه به دې داسې لنډغر جوړ شي چې والدين ، کور خو څه کوې چې د ټولې کوڅې ، ټول کلې او ولس د پاره به غم او تکليف وي .

قدرمنې او غزتمندې بې بې مورئ !

مور په انسانو کې د تخم حيثيت لري که تخم سالم وي نباتات به هم سالم وي او که تخم خراب شو نباتات او د هغه حاصلات به ټول خراب شي ، د ټولنې ټول کسان په لومړې دور کې د مور د زانګو له مدرسې څخه فارغ شوي دي ، که دا مدرسه سالمه شوه ټولنه به خامخا سالمه وي .

و ما توفيقي الا بالله عليه توکلت واليه انيب

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email

اترك تعليقاً