د ښځو انحرافات (نا رواه کارونه ) لومړی برخه

الحمد لله رب العالمين، والصلاة والسلام على أشرف الأنبياء والمرسلين، وبعد ..

الله سبحانه وتعالی مونږ ته داسې شريعت راستولي دي چې هغه په دنيا او آخرت کې د انسان د سعادت ضامن دی ، د اسلامي شريعت د حدودو ساتل د شخص ، کورنې او ټولنې د سعادت ، امن ، ثبات ، پاکدامنۍ ، عدالت ، رحم او ښه سلوک سبب ګرځې او اشخاص ، کورنۍ او ټولنه له رذائلو ، فتنو او فساد ، ظلم ، فحشاء او بې شرمۍ څخه ساتي .

لاندې د انحرافاتو څه صورتونه دي چې په اکثرو ښځو کې وجود لري دا چې ښځه د اسلامي ټولنې نيمايي برخه تشکليوي دغه مطلب مو ددې لپاره وليکلو تر څو مسلمانې خوندې په دغو انحرافاتو پوه او ځان ورڅخه وساتي .

په ښځو کې موجود انحرافات (نارواه کارونه ) :

اول عقدوي انحرافات :

۱- ځنې د دوی ساحرانو او کاهنانو ته ورځې ، د ګوډو يا سحر ، نظر و غيره امراض دپاره چې دا عمل سخته ګناه ده .

رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي : (مَن أتَي عَرَّافَاً فَسَألَهُ عَن شَئٍ فَصَدَّقَهُ لمَ تُقبَل لَهُ صَلاةٌ أربَعِينَ يَوماً)

((څوک چه عرافی ته (هغه کس چې په غيبو باندې د پوهېدلو دعوی لري) ورشې او ديوه شی په اړه له هغه څخه پوښتنه وکړی اوهغه رښتيا وبولې دڅلويښتو ورځو لمونځ يې نه قبليږي )).  (رواه المسلم ) .

حتی د کوډګر ، ساحر او کاهن خبرې صديق کفر دی ، لقوله رسول الله صلی الله عليه وسلم : «مَن أتَي كاهِنَاً فَصَدَّقَهَ بمَا يَقُولُ فَقَد كفَر بمَا أنزَلَ عَلَي مُحَمَّدٍ صَلَّي الله عَلَيهِ وَ سَلَّم»

(هر څوک چه فالګير (هغه کس چه دعلم غيب دعوا کوی) ته ورشی او د هغه خبري رښتيا وګڼی دا کس په هغه څه کافرشو کوم چه په محمد صلی الله عليه وسلم  نازل شوي) . مسند أحمد – (4 / 68) سنن الترمذي (1 / 242) سنن ابن ماجة (1 / 404)

۲- د قبرونو زيارت کوي او په خاص ډول د جناب رسول الله صلی الله عليه وسلم زيارت کوي حال دا چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي دي : [لعن الله زورات القبور] مسند أحمد ، يعنې : د الله تعالی لغنت دی په زيارت کوونکو ښځو باندې .

۳- د غم او په خاصه توګه په مړو باندې په زوره زوره ژړل ، خپل مخ وهي ويښتان او جامې څيروي ، جناب رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي : :«لعن النائحة والمستمعة». (صحيح المسلم) .

همدارنګه د صحيحينو په کتاب کې راغلي چې رسول صلی الله عليه وسلم فرمايي :: «بريء من الصالقة والحالقة والشاقة». (دری ډلې زما څخه جلا دي ،يو هغه چې د مصبت په وخت خپل آواز اوچت کړي ،دوهم هغه کس چې د مصيبت له وجې خپل سر وخريي او دريم هغه کس چې د مصيبت په وخت کې خپلې جامي څيرې کړي)

۴- ځنې ښځې له خپل ميړه څخه خادمان غواړي چې د غه خادمان ځنې غير مسلم وي او حتی د نکاح په وخت کې دا شرط ورباندې ږدې چې خادم به نيسي ، او بيا په دغه خادم باندې خپل اولادونه تربيه کوي ، پام چې داسې کول خطرناک عواقب لري د اولادونو په عقدتي او اخلاقي تربیه باندې لوی اثر کوي .

نوت : له نيکه مرغه دا رسم په افغانستان کې نشته .

۵- پر ځنو د دوی چې کله لږ غم او پريشاني غلبه وکړي بیا د مرګ غوښتنه کوي ، چېغې او نارې وهي چې ای خدايه ! ما مړه کړي زه نور ژوند نه غواړم ، جناب رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي دي : (لا يتمنين أحدكم الموت لضر نزل به، فإن كان لابد متمنياً ، فليقل: الهم أحيني ما كانت الحياة خيرا لي وتوفني إذا كانت الوفاة خيرا لي) متفق عليه. يعنې : د تاسې نه به څوک د مرګ تمنا نه کوي ، که بغير له تمنا چاره نه وه نو بيا دې داسې وايي : الهي که مې په ژوند کې خير وي ژوند راکړې او که مې په وفات کې خير وي وفات مې کړې .

د اسلام د ارکانو انحرافات (مخالفتونه ) :

۶- لمونځ پخپل وخت نه کوي او په خاصه توګه کله چې د کور څخه ووځي او د شپې تر ډيره وخته ناستې وي او بيا د سهار لمانځه ته نشی پاڅيدلای ، ځنې د لمر ختلو سره سم لمونځ کوي ،

له ابن مسعود رضی الله عنه نه روايت چه ما له رسول الله صلی الله عليه وسلم  نه پوښتنه وکړه چه کوم اعمال بهتر دی – نبی صلی الله عليه وسلم وفرمايل :

(( الصَّلاَةُ عَلَى وَقْتِهَا )) قلتُ : ثُمَّ أيٌّ ؟ قَالَ : (( بِرُّ الوَالِدَيْنِ )) قلتُ : ثُمَّ أيٌّ ؟ قَالَ : (( الجِهَادُ في سَبِيلِ اللهِ )) متفقٌ عَلَيهِ

 ژباړه : په خپل وخت لمونځ کول ،ماوويل ددی نه ورسته ؟ نبی صلی الله عليه وسلم وفرمايل دموراوپلار سره ښه سلوک !ماپوښتنه وکړه ددی نه ورسته کوم؟ هغوی صلی الله عليه وسلم وفرمايل دالله جل جلا له  په لار کی جهاد (بخاری اومسلم).

لکن په لمانځه کې سستي کول او د هغه ناوخته ادا کول د منافق صفت دی ، لقوله سبحانه وتعالی : إِنَّ الْمُنَافِقِينَ يُخَادِعُونَ اللَّهَ وَهُوَ خَادِعُهُمْ وَإِذَا قَامُوا إِلَى الصَّلَاةِ قَامُوا كُسَالَى يُرَاءُونَ النَّاسَ وَلَا يَذْكُرُونَ اللَّهَ إِلَّا قَلِيلًا[142]}[سورة النساء] .
ژباړه : بې شکه منافقان (فکر کوي چې دوی ) الله تيرباسي ، حال دا چې الله دوی ته د دوی د تېر ايستلو (سزا) ورکوي . او کله چې دوی لمانځه ته پاڅيږي بې له رغبته پاڅيږي دوی د خلکو په وړاندې ځان ښودنه کوي او الله نه يادوي خو لږ .

همدارنګه رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي :  “تلك صلاة المنافق، تلك صلاة المنافق، تلك صلاة المنافق، يرقب الشمس حتى إذا كانت بين قرني شيطان قام فنقر أربعاً لايذكر فيها إلا قليلا” رواه مسلم.

يعنې : دا د منافق لمونځ دی ، دا د منافق لمونځ دی ، دا د منافق لمونځ دی چه سړی ناست وي د لمر انتظار کوي تر څو ښه زيړ شي او د شيطان د دوه ښکرو په منځ کې راشي – نو پاڅي څلور تونګې ووهي او په دې کې الله ډير کم ياد کړي .

۷- ځنې ښځې د خپل زېوراتو او مال زکات نه ورکوي حال داچې هغه به د زکات نصاب ته رسيدلي او کال ورباندې تير شوی وي ، د زکات نه ورکوونکو په باره کې سخت وعيدونه راغلی دي : …. وَالَّذِينَ يَكْنِزُونَ الذَّهَبَ وَالْفِضَّةَ وَلاَ يُنفِقُونَهَا فِي سَبِيلِ اللّهِ فَبَشِّرْهُم بِعَذَابٍ أَلِيمٍ (التوبه ۳۴ ) .

يباړه : او هغه کسان چه خزانه کوي سره زر او سپين زر (مال او دولت ) او هغه د الله جل جلاله په لار کې نه لګوي نو دوی ته په دردناک عذاب زيری ورکړه.

همدارنګه رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي : مانع الزكاة يوم القيامة في النار ( طبرانی او الترغيب والترهيب )

څوک چه د زکات له ورکړی منعه کوی نو د قيامت په ورځ  يی ځای دوذخ دی .

 ۸- ځنې ښځې د خپل اولاد د واجباتو څخه ناخبره وي ، اولاد يې په لمانځه باندې اهتمام نه کوي ، د لورګانو د حيض و غيره احکامو څخه ناخبره وي د لمونځ او روژې د فرضيت د سن څخه ناخبره وي او خپلو اولادونه د فرائض ادا کولو ته نه متوجه کوي او په دې ستر مسئوليت کې بې پروايي کوي .

۹- په حج او عمره کې بې ستره جامې اغوندې ، د بيګانه خلکو څخه د حجاب او پردې خيال نه کوي ، ښځه بايد يوازې د احرام په حالت کې خپل مخ لوڅ او له مخ څخه به نقاب لرې کوي ، ، رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي : (لا تنتقب المرأة المحرمة، ولا تلبس القفازين) البخاري، يعنې : ښځه به د احرام په حالت کې نقاب او دسکش نه اچوي .

د احرام نه بغير د حج او عمرې په سفر او هلته اوسيدلو په وخت کې به پوره حجاب مراعاتوي .

په حجاب او جامه کې انحرافات (نارواه کارونه) :

۱۰- ځنې ښځې د کور څخه د وتلو پر مهال اسلامي حجاب صحي نه مراعاتوي ، مخ يې لوڅ وي ، تنګې جامې اغوندې ، او داسې پرده او حجاب اغوندې چې د هغه په وسيله يې زينت نه پټيږي ، او د نامحرمو او بېګانه خلکو څخه خپل زېورات نه پټوي لکه ګوټې ، د غاړې عامل و غيره .

۱۱- ځنې ښځې فقط خپل زينت او ښايست ، نوي نوي لباس اغوستلو او غوښتلو باندې ډير اهتمام کوي ، چې دا کار يې بیا د سترو مسئوليتونو په لاره کې کله خنډ هم کيږي .

د خاوند سره د کور په ژوند کې انحرافات :

۱۲- د سرو او سپينو زرو په لوښي کې خوراک او څښاک کول او بيا په هغه باندې افتخار کول ، او د فقيرانو زړونه ماتول ، حال چې رسول الله صلی الله عليه وسلم له دې کار څخه منع فرمايلي ده : (لا تشربوا في آنية الذهب والفضة) متفق عليه ، يعنې : د سرو او سپينو زرو په لوښو کې څښاک مه کوئ .

۱۳- پخپلو الباريو او د کور په ديوالونو تصويرونه ځړوي ، د حيواناتو مجسمې ساتي لکه : نانځکې ، پلاستيکي مرغان او حيوانات او داسې نور چې داسې کول حرام دي ،

عايشه رضی الله عنه وايي : پيغمبر صلی الله عليه وسلم له سفر څخه راغی او ما په طاق باندې يوه پرده ځړولې وه چې په هغه باندې تصوير ؤ ، کله چې پيغمبر صلی الله عليه وسلم هغه وليده د مخ مبارک رنګ يې بدل شو او ويې فرمايل :

« يَا عَائِشَةُ، أَشَدُّ النَّاسِ عَذَابًا يَوْمَ الْقِيَامَةِ الَّذِينَ يُضَاهُئونَ بِخَلْقِ اللَّهِ ( بخاري (ای عايشې ! د قيامت په ورځ له خلکو څخه سخترين عذاب هغو کسانو ته ورکول کيږي چې دوی کوښښ کوي د الله تعالی د خلقت په مثل شی جوړ کړي ) .

په يو بل حديث شريف کې راغلي دي چې په کوم کور کې ذی روح تصويرونه او مجسمې وي هغه کور ته ملائکي ننوځي .

په يو بل حديث شريف کې راغلي دي چې په کوم کور ذی روح تصويرونه او مجسمې وي هغه کور ته ملائکي ننوځي .

۱۴ – د که ضرورت او شرایطو په صورت کې خاوند د دوهم واده کولو تصميم ونيسي نو ښځه يې سخت مخالفت کوي او جنګ ورسره کوي ، او الله سبحانه وتعالی فرمايي : وَمَا كَانَ لِمُؤْمِنٍ وَلاَ مُؤْمِنَةٍ إِذَا قَضَى اللَّهُ وَرَسُولُهُ أَمْرًا أَن يَكُونَ لَهُمُ الْخِيَرَةُ مِنْ أَمْرِهِمْ وَمَن يَعْصِ اللَّهَ وَرَسُولَهُ فَقَدْ ضَلَّ ضَلاَلاً مُّبِينًا (الاحزاب ۳۶ ) .

ژباړه : نه دې روا هيڅ مؤمن سړي او مؤمنې ښځې ته چې کله فيصله وکړي الله او رسول الله صلی الله عليه وسلم  په يو کار کې چې وي دوی ته اختيار په هغه کار کې ، هر څوک چې نافرماني کوي د الله او د هغه د رسول يقيناً ګمراه شو په ګمراهۍ ښکاره .

۱۵- ځنې د خپل خاوند اطاعت نه کوي ، د هغه سره دعوي وهي خپل آواز پورته کوي او هميشه بغير له کوم سبب له خپل خاوند څخه شکايت کوي ، پيغمبر صلي الله عليه وسلم  فرمايي : (إذا صلت المرأة خمسها، و صامت شهرها، و حفظت فرجها، و أطاعت زوجها، قيل لها ادخلي الجنة من أي أبوابها شئت) ( الأباني في صحيح الجامع بااسناد صحيح )

يعنې : کله چې ښځه پنځه وخته لمونځ وکړي ، د رمضان روژه ونيسي د شرمګاه ساتنه وګړي او د ميړه اطاعت وکړي هغې ويل کيږي له هرې دروازې دې خوښه وي جنت ته داخله شه .

۱۶- بې ضرورته د اولاد د زيادت مانع ګرځي چې دا د اسلامي امت په لوی نفص تماميږي ، اوس مهال کفر او الحاد کوښښ کوي تر څو د مسلمانانو د نسل د زيادت مخ ونيسي ، حال دا چې رسول الله صلی الله عليه وسلم د خپل امت په زياتوالي فخر کوي ، تزوجوا الودود الولود فإني مكاثر بكم الأمم) أبو داود والنسائي.

۱۷- د خپل اولاد اسلامي تربيې ته صحي پام نه کوي ، لکه د نوروز او عيد ملاد چې د کفارو اخترونه دي ، خپل اولادنه سينګاروي او هغوی ته نوې جامې ور اغوندې چې دا عمل د کفارو د اخترونو لمانځنه ده ، خپلو اولادونو ته داسې جامې اخلي چې په هغه باندې د ذی روح تصويرونه وي او يا د لوبو د پاره خپل اولاد ته د انسانانو او حيواناتو پلاستيکي مجسمې اخلي ، او يا خپل اولاد په موسيقي کراروي ، د بله اړخه هغه د قرآن او دين زده کولو ته نه هڅوي ، جومات ته يې نه ليږي ، هغه ته امر په نيکی او منع له بدو کارونو نه کوي حال دا چې ښځه د خپل کور او اولاد پر وړاندې پوره مسئوله ده ، رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي : … والمرأة راعية في بيت زوجها ومسئولة عن رعيتها) ، يعنې : ښځه د خاوند په کور کې شپونکۍ ده هغه د خپل لاس لاندې کسان په باره کې مسئوله ده .

کچيرې کور اصلاح شي کوچه ، کلی او ټولنه به خامخا اصلاح کيږي ، نن کور نه دی اصلاح ، نو ځکه مو کوچه او کلي له لنډغرو ډک دي .

۱۸- ځنې ښځې د کور په پاکۍ او نظافت کې کوتاهي کوي او د خپل خاوند د پاره زينت او ښايست نه کوي ، حال دا چې کله له کور نه وځي د خپلوانو کره ځې نو بیا په سينګار او ښايست باندې ساعتونه تيروي .

۱۹- ځنې ښځې بې ضرورته له خپل خاوند څخه جلاوالی او طلاق غواړي ، رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي : ( أيما امرأة سألت زوجها الطلاق من غير بأس فحرام عليها رائحة الجنة) أبو داود وابن ماجة، يعنې : کومه ښځه چې بغير له ضرورت له خاوند څخه طلاق غواړي په هغې باندې د جنت بوی حرام دی .

۲۰- خپل خاوند په قيمتي لباس اخيستلو او قميتي سوغات اخيستلو باندې کړوي کوم چې لازم نه وي .

۲۱- د کور خبري ، پټ رازونه له نورو سره شريکوي ، حتې د ښځو سره د کورواله زار شريکوي .

۲۲- د خاوند د اجازې بغير نفلي روژې نيسي ، رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي : عن أبي هريرة رضي الله عنه أن رسول الله صلى الله عليه وسلم قال : ” لا يحل للمرأة أن تصوم وزوجها شاهد إلا بإذنه ، ولا تأذن في بيته إلا بإذنه ، ….” . رواه البخاري ( 4899 ) ومسلم ( 1026 ) .

يعنې : د ښځي د پاره رواه نه ده چې خاوند يې په کور کې وي او د خاوند د اجازې پرته نفلي روژه ونيسي ، همدارنګه د ښځې د پاره جايز نه ده چې د خاوند د اجازې پرته څوک کور ته ننباسي .

۲۳- بې ضرورته (حيض ، نفاس ، ناروغي او ستړيا ) له خپل خاوند څخه مخ اړوي ، رسول الله صلی الله عليه وسلم  فرمايي : : ” إذا دعا الرجل امرأته إلى فراشه فأبت فبات غضبان عليها لعنتها الملائكة حتى تصبح ” رواه البخاري ( 3065 ) ومسلم ( 1436 ) .

يعنې : کله چې ميړه خپله ښځه د کورواله (جماع) د پاره و بولي او هغه ور نه شي او خاوند په عصه کې شپه سبا کړي ، ملائکي تر سبا پورې پر هغې باندې لعنت وايي .

موقع : لنسآء فقط

ژباړه : آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email

اترك تعليقاً