په رنجو باندې سترګې تورول او د سر د ويښتانو غوړل په روژه کې

د آنلاین لارښود ټولو کارکوونکو ته سلامونه وایم ، پس له سلامه زه یو دوه شیانو په باره کی پښتنی لرم
– په رنجو لګولو باندی روژه ماتیږی او که نه ؟
– د سر د ویښتانو غوړول په ډول ډول تیلو باندی روژه ماتیږی او که نه ؟
که ځواب مو راکړ نو ډیر به خوشحاله شم .
په پښتنه مینه
دیدارالحق دیدار
ننګرهار همیشه بهار

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

د سر ويښتان په تيلو باندې غوړول او همدارنګه په رنجو باندې سترګې تورول روژې ته هيڅ نقصان نه لري (فقه مُيسر حنفي ص ۲۱۷ ) .

و الله سبحانه وتعالی اعلم

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email

یو څرګندون یا تبصره

  1. ډیره مننه د آنلاین اسلامی لارښود څخه چی مونږ ته هر ډول پوښتنی ځوابوی الله ددی کارکوونکی او چلونګی همیشه لپاره کامیابه لری
    په پښتنه مینه
    دیدار

اترك تعليقاً