انداختن ادويه درچشم به روزه دار چه حكم دارد ؟

محترم استاد: انداختن جكك يعني ادويه درجشم به روزه دار جه حكم دارد همجنان استفاده شستن دهن توسط دوا دررمضان جه حكم دارد

ډاکتر عمر

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

په لاندې درملو او تداوی باندې روژه نه ماتيږي :

۱- د ستوګو قطره ، د غوږ قطره ، د غوږ مينځل ، د پوزې قطره په شرط ددې چې تر حلق لاړ نه شي .

۲- د غاښ برمه کول ، ډکول او د غاښ ايستل په شرط ددې چې وينه يا دوا تر حلق تيره نه شي .

۴- د خولې د علاج د پاره د دوا مضمضه کول يعنې په خوله کې دوا اچول په شرط ددې چې تر حلق لاړ نه شي .

۵- د تنفسي مريضانو د پاره د اکسجين کارول .

۶- د جلد تداوي په مرهم يا کومه بله کيمياوي ماده باندې د پوستکي غړول .

۶- د زړه يا سيني او دا ډول مريضانو ته د علاج د پاره شراينو ته د لولې يا پايپ داخلول .

۷- د زخمونو درملنه ، پاسمان و غيره .

مسلمان طبيب ته لازمه ده چې لومړی مريض ته د صبر توصه وکړي تر څو خپله درملنه د روژه ماتې وروسته کړي خو که ضرورت وي نو بيا په پورته صورتونه د مريض علاج کولای شي .

خلاصه الفتاوي ج ۱ ص ۲۵۴ – فتاوی هنديه ج ۱ ص ۱۰۴ – مجمع الفقه الإسلامي ص 213 او الفتاوي الشرعية

و الله سبحانه وتعالی اعلم

آن لاين اسلامي لارښود

(Visited 42 times, 1 visits today)

اترك تعليقاً