که په روژه کې د شهوت پر مهال مني ووځي روژه ماتوي ؟

د پاڼې محترمو مینه والو ته د زړه له تله سلامونه وړاندې کوم.

پوښتنه مې داده چې په دې خو پوهیږو چې په روژه کې له میرمنې سره لوبې کول او ترینه مچو اخستل په دې شرط چې د جماع لامل نه شي کوم باک نلري که لږ راته په واضح ډول جواب راکړئ څه ډول لوبې؟؟
هدف مې دادې که چیرته په دې لوبو کې د سړي یا میرمنې څخه مذي ووځي کوم حکم لري یادونه کوم چې مني نه بلکې یوازې مذي

او دلوبو په هکله لږ وضاحت راکړئ

په احترام – احمد

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

په دې مسئله باندې د جمهورو فقهاؤ اتفاق دی چې که د شهوت بارولو وېره نه وي په روژه کې د زوجينو يو ځای چملاستل ، مچي کول باک نه لري ، مګر که د شهوت پارولو ويره وي په روژه کې داسې کول مکروه دي .

عَنْ عَائِشَةَ رَضِي اللَّه عَنْهَا قَالَتْ: كَانَ النَّبِيُّ صلی الله عليه وسلم يُقَبِّلُ وَيُبَاشِرُ وَهُوَ صَائِمٌ وَكَانَ أَمْلَكَكُمْ لإِرْبِهِ. (بخارى:1927)

د عايشې رضی الله عنها نه روايت دی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم  به په روژه کې د خپلو ميرمنو سره څملاستلو ، ور تر غاړه کيدل او د روژې په حال به يې هغوی مچې کولې ، عايشه رضی الله عنها زياتوي :آنحضرت صلی الله عليه وسلم د خپل شهوت په کنترول کې له ټولو څخه قوي وو .

که چيرې د ښکلولو په حالت مني ووځي ، د روژې قضا لازميږي کفاره نه لازميږي ( فتاوی دارالعلوم ديوبند ج ۶ ص ۲۹۴ ) .

او بل دا چې د پيشلمې کولو وروسته غسل کول باندې روژې ته څه نقصان نه رسيږي ( ردالمختار باب ما يفسد الصوم و ما لا يفسد الصوم ج ۲ ص ۱۳۸ ) .

و الله سبحانه و تعالی اعلم

آن لاين اسلامي لارښود

(Visited 138 times, 1 visits today)

یو څرګندون یا تبصره

  1. mohammad sadiq

    السلام علیکم و رحمة الله وبرکاته
    په مننی له آن لاین اسلامی لارښود
    زما پوښتنه داده که چیرته په روژه کښی څوک د لاس نه په استفادی منی ورڅخه ووځی او دا عمل یی قصدی وی نو د داسی کس باره کښی شرعی فتوی څه ده؟

    ډیره مننه بیا هم له آنلاین اسلامی لارښود کارکوونکو نه

اترك تعليقاً