آيا د ږېرې په خريلو سره روژه ماتيږي ؟

السلام علیکم!
زما بوشتنه داده چی د ژیری کمول او خریل خو لویه گناه ده نو سوک چی به روژه کی ژیره کمه او یا وخریی نو ایا روژه یی ماتیژی او که نه؟

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

د ږېرې پريښودل واجب دي خريل يې حرام دي تفصيل دلته وګورئ :

https://dawat610.com/archives/5795

د ږېرې په خريلو يا کمولو سره روژه نه فاسديږي بلکي د روژې ثواب مه کيږي ځکه د روژې يو هدف د تقوی اختيارول او د ګناه څخه ځان ساتل دي لقوله سبحانه و تعالی :يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا كُتِبَ عَلَيْكُمُ الصِّيَامُ كَمَا كُتِبَ عَلَى الَّذِينَ مِنْ قَبْلِكُمْ لَعَلَّكُمْ تَتَّقُونَ ) البقرة/183) .

ژباړه :ای مؤمنانو ! فرض کړی شوي ده په تاسې باندې روژه لکه چغ فرض کړی شوی ده په هغو کسانو چغ پخوا له تاسې څخه وو ، لپاره ددې چې تاسې ځان وساتي (پرهيزګاران شئ ) .

و الله سبحانه وتعالی

آن لاين اسلامي لارښود

(Visited 46 times, 1 visits today)

2 تبصرې

  1. ګرانه په مهربانی سره خواهش لرم نوموړی پوښتینی په اول سر کی ستا سو د خضور څخه د املا لږ څه غلته دی ورسته له بسم الله څخه تاسی لیکلی دی چی د ږیر پریښودل حرام دی بکله دغه باید ولیکل شی چی د ږیری خریل حرام دی مهربانی

اترك تعليقاً