په خارجي هيوادونو کې د غوښو خوړل څه حکم لري ؟

 اسلام علیکم ورحمت الله وبرکاته هیله دی سی ټول د دین او عقید ی وروڼه جوړ او روغ یاست الله مو تل بریالی لره او الله ج دی نور هم درته د دی ستر خدمت توانایی درکړی
زما پښتنه دادي :په خارجې ملکونو کی خو مسلمانان ډیر کم دی دغوښی ( پسه ، غوایی ،چرګه ….) خوړل څنګه ده څکه حالته خو غیر مسلمانان داحلالوی .
مننه
صمیم

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

اول : هغه هيوادونه چې کمونېست ، دهرين او مشرکين وي د هغوی ذبحې مردارې دي لکه : روسيه ، هند ، چين او نور دا ډول هيوادونه .

ځکه د ذبحې د پاره لاندې شرطونه دي

۱-  د ذبحې په وخت کې د الله جل جلا له  نوم يادول : وَلاَتَاْکُلُوا مِمَّالَمْ يُذْکَرَاِسْمُ الله عَلَيْه

ژباړه : داسې څاروي مه خوری چې په هغی باندې د الله نوم نه وي اخستل شوی .

۲- ذبح په شرعی طريقه سره کول .

قوله تعالی : حُرِّمَتْ عَلَيْكُمُ الْمَيْتَةُ وَالْدَّمُ وَلَحْمُ الْخِنْزِيرِ وَمَا أُهِلَّ لِغَيْرِ اللّهِ بِهِ وَالْمُنْخَنِقَةُ وَالْمَوْقُوذَةُ وَالْمُتَرَدِّيَةُ وَالنَّطِيحَةُ وَمَا أَكَلَ السَّبُعُ إِلاَّ مَا ذَكَّيْتُم ( ۳ المايده)

ژباړه : پرتاسې باندې حرامه کړشوی ده مرداره او وينه او دخنځير غوښه او کوم څاروی چې د غيرالله په نوم حلال شوی وي اوکوم چې د مری په زندی کولو مړ شي او کوم چې په وهلو مړشي او کوم چې د ويری نه په پريوتلو مړ شی او کوم چې د يوبل سره په لګيدلو مړشی اوهغه چې کوم درينده يې مات کړی لکن هغه چې ذبح کړشی .

يعنې حيوان به په شرعي طريقه ذبح کيږي د حيوان مرئ به پرې کيږي .

۳-  ذبح کونکی به مسلمان يا اهل کتاب وي .

قوله تعالی : وَطَعَامُ الَّذِينَ أُوتُواْ الْكِتَابَ حِلٌّ لَّكُمْ وَطَعَامُكُمْ حِلُّ لَّهُمْ ( ۵ المائذه)

ژباړه :او کومو خلکو ته چې کتاب ورکړشوی دی د هغې ذبحه تاسې ته حلاله ده او د تاسې ذبح د هغوی لپاره حلاله ده .

يعنې د مسلمان او اهل کتاب نه علاوه د مشرک او دهريي د لاس ذبح مرداره ده .

دوهم : هغه هيوادونه چې اهل کتاب دي لکه امريکا ، اروپا او نور ….. اصلاً د اهل کتاب ذبح حلاله ده مګر اوس خبره دا ده چې اهل کتاب اوس اکثره پخپل دين عقيده نه لري دهرين دي او بل دا چې د کفارو په ملکونو کې اکثراً ذبحې په شرعي طريقه نه تر سره کيږي بلکي اکثراً د لوړ برقي چارچ په وسيله وژل کيږي .

نو که په خارجي هيوادونو کې د شرعي ذبحي پوره يقني ځای پيدا نه شي د هغوی د غوښو خوړل مسلمان ته جايز نه دي .

و الله سبحانه وتعالی اعلم

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email
(Visited 104 times, 1 visits today)

اترك تعليقاً