ښځه به په جنت کې د کوم خاوند سره وي ؟

اسلام علیکم ورحمت الله وبر کاته!

بسیار افتخار دارم که به همچون سایتی که ما را در حل مسائل اسلامی و عقیدوی رهنمای میکند دسترسی دارم، از بارگاه خداوند منان موٍفقیت بیشتر را در این کار نیکو به تمامی شما کارکنان این سایت خواهانم، سوالم این است که هفت ماه از نامزدی خواهرم گذشته بود و سه روز پیش از قرار نکاح و عروسی او، نامزد خواهرم در حملۀ انتحاری شهید گردید، فعلا خواهرم با کسی دیگری ازدواج نموده،سوالم اینست که در زنده گی ابدی بهشت همسر وی نامزد اولش میباشد یا شوهر فعلی وی و یا در انتخاب این دو اختیار دارد؟ به جوابم چشم براه هستم لطفاً

سعيد افضلی

الجواب

بسم الله الرحمن الرحيم

په دې مسئله کې دوه قولونه دي :

اول قول : داسې ښځې ته اختيار ور کول کيږي چې کوم يو خاوند انتخابوي او هغه ښځه به هغه خاوند انتخابوي د کوم چې اخلاق ښه وي .

«‌یروی  ان  السیدة  الجلیلة  ام  المؤمنین  ام  سلمة  -‌رضی  الله  عنها  –  سألت  سیدنا  رسول  الله عليه السلام مثل  هذا  السؤال‌،  فقالت  له  ما  معناه‌:  یا  رسول الله‌؟  المرأة  الـسلمة  تتزوج  مسلمـاً ‌ثم  یموت  عنها  ثم  تتزوج  مسلماً آخر  ثم  یموت و تموت  و  یدخل  الثلاثة  الجنة  فمن  الذی  تتزوجه  منهما؟  فقال  سیدنا  رسول  الله  (‌صلو‌ات  الله و سلامه  علیه‌)‌:  «‌یا  ام  سلمة  ان الله  تعالی  یخیر  هذه  المرأ‌ة بین  زوجیها  لتختار  احدهما  زوجاً لهـا  فی  الجنة  فتختار  احسنهما  خلقاً»‌.

ثم  اضاف‌ صلي الله عليه و سلم قوله‌:  «‌یا  ام  سلمة  ذهب  حسن  الخلق  بخیری  الدنیا  و  الآخرة‌»‌.(يسئلونك في الدين و الحياة:5/134. غمز عيون البصائرشرح الأشباه و النظائر:2/103نقلاً عن الطبراني في الكبير و الوسط عن ام سلمة(رضي الله عنهما).كذا في رد المحتار:1/644)    

يعنې ام  المؤمنین  ام  سلمة  -‌رضی  الله  عنها په همدې شان سوال له جناب نبی کريم صلی الله عليه وسلم څخه وکړ چې دې کومې مسلمانې ښځې خاوند مړ شي بيا د بل کس سره واده وکړي بيا هغه مړ شي بيا د دريم سره نکاح وکړي نو په آخرت کې به له کوم يو سره يو ځای وي ؟

رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل : اي ام سلمة ! الله تعالی هغې ته اختيار ورکوي چې کوم يو انتخابوي او هغه ښځه به هغه خاوند انتخابوي د کوم چې اخلاق ښه وي .

 نبی کريم صلی الله عليه وسلم ورسته وفرمايل : ای ام سلمة ! ښه اخلاق د دنيا او آخرت په خير تماميږي .

دوهم قول : ښځه به په جنت کې د آخري خاوند سره وي په دليل د دغه حديث شريف :

« المرأة لآخر أزواجها »( سلسلة الأحادیث الصحیحة )

ځنو معاصرو فقها‌ؤ دوهم قول راجح بللی دی .

او ځنو فقهاؤ دريم قول هم بيان کړی دی : هغه دا چې ښځې ته اختيار ور کول کيږي چې د کوم سره يې خوښه وي مګر د دريم قول دليل مو پيدا نه کړ

و  الله  اعلم  بالصواب

آن لاين اسلامې لارښود

Print Friendly, PDF & Email

اترك تعليقاً