دآنلاین اسلامی لارښود محترموکارکوونکوته د زړه له کومی سلامونه اواحترامات وړاندی کوم هیله ده چی روغ اوجوړاود صحت په جاموباندی پټ یی .دهر څه نه وروسته زما پوښنته دا ده چی که یو څوک د خارجیانو په میلمستون کی(بیدون له فحاشی چی وی فقط ډوډی او داوسیدوځای ورته مهیاکړی ) په کوم دفتری بخش کار وکړی لکه مالی بخش نو ددی څه حکم دی. وسلام په ډیر درنښت
شاهين علی – کابل
ځواب
بسم الله الرحمن الرحيم
هغه کافران چې د مسلمانانو سره د جنګ په حال وي يا يې د اسلام په خاوره يرغل کړی وي حربي کافران بلل کيږي د حربي کافرانو سره معاملات حرام دي ، د هغوی مزوري کول اصلاً د هغوی تقويه کول ، خدمت کول او موالات بلل کيږي .
يقوله سبحانه وتعالی : [ إِنَّمَا يَنْهَاكُمُ اللَّهُ عَنِ الَّذِينَ قَاتَلُوكُمْ فِي الدِّينِ وَأَخْرَجُوكُم مِّن دِيَارِكُمْ وَظَاهَرُوا عَلَى إِخْرَاجِكُمْ أَن تَوَلَّوْهُمْ وَمَن يَتَوَلَّهُمْ فَأُوْلَئِكَ هُمُ الظَّالِمُونَ ] [الممتحنة:9] .
پوره تفصيل په لاندې لينکونو کې وګورئ
https://dawat610.com/archives/2500
https://dawat610.com/archives/4721
و الله سبحانه وتعالی اعلم