د مهدي آخر زمان په اړه معلومات را کړئ

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاة الله پاک دی اجر در کړی که د مهدی اخر زمان په باره کی معلومات راکړی چی کله به راځی او کوم کارونه به کوی لطفاً که معلومات راکړی مننه

تواب رحيمی

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

حضرت مهدي به په آخر زمان کې په داسې يوه زمانه کې چې د خلکو تر مينځ به ډير اختلافات وي او زلزلې به ډيرې وي پيدا (تولد ) کيږي او د نورو انسان په شان به دنيا ته راځي نوم يې احمد يا محمد او د پلار نوم به يې عبدالله وي د بې بي فاطمه رضی الله عنها له نسل څخه به وي او دده ظهور به د دين د قيام او نصرت باعث وګرځي دی به اوه کاله حکومت وکړي د ځمکې له مخ څخه به ظلم او بې عدالتي له مينځه يوسي ، عدل به قايم کړي او په دې دوره کې به بې انتها نعمتونه وي ځمکه ښه زرغونه او حاصل خيزه وي خلک به ډير مالونه او نعمتونه لاس ته راوړي .

له ابوسعيد خدري نه روايت دی چې پيغمبر صلى الله عليه وسلم- فرمايلي :

يخرج في آخر أمتي المهدي، يسقيه الله الغيث وتخرج الأرض نباتها ويعطي المال صحاحاً وتکثر الماشية، وتعظم الأمة، يعيش سبعاً أو ثمانياً» (يعني: حججاً) («مستدرک حاکم» (4/557 – 558) او «سلسلة الأحاديث الصحيحة» (م 2 / ص 336) (حديث 711)

(زما د امت په آخره زمانه کې به مهدي ظهور وکړي الله تعالی به هغه ته ډير بارانونه او حاصل خيزه ځمکې وبخښي ، دارايی به زياتې شي اهلي حيوانات به زيات شي او اسلامې امت به لوی شي هغه به د ظهور څخه وروسته اوه يا اته کاله ژوند وکړي )

ابن کثير وايي: « د هغه په زمانه کې به کرهنيز پيداوار او موه جات ډير شي همدارنګه ډير مال ، قوي پاچا ، استوار دين ، ذليل دوښمن او خير برکت به د هغه په زمانه کې بر قرار وي » (النهاية / الفتن و الملاحم (1/31)

همدارنګه رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي :

«أبشرکم بالمهدي يبعث على اختلاف من الناس و زلازل، فيملأ الأرض قسطا وعدلا کما ملئت جوراً و ظلماً يرضي عنه ساکن السماء وساکن الأرض يقسم المال صحاحاً».

(تاسې ته د مهدي د ظهور زيرې در کوم په داسې زمانه کې چې خلک به په خپل مينځ کې اختلافات لري او زلزلې به ډيرې زياته وي په دغه وخت کې به دی ظهور کوي چې د ځمکې څخه به ظلم ورک کړي او پر ځای به يې عدل قائم کړي د ځمکې او آسمان اوسيدونکي به د ده د عملکرد نه راضې او خوښ وي او د خلکو په مينځ به مالونه په ښه شان تقسيموي ، يو کس وويل د صحاحا معنی څه ده ؟ رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل : «عادلانه تقسيم » او وروسته زياتوي : غني او بې نيازه الله تعالی به دی په ټولنه کې پيدا کوي او هر لوری ته به عدل خور شي تر دې چې يو کس به نارې وهي چې څوک مال ته ضرورت لري پرته له يو کس څخه به بل هيڅ څوک اواز نه کوي . مهدي به هغه کس ته ووايي ځه ګودام واله ته ورشه او هغه ته ووايه چې مهدي ويل چې ما ته مال را کړه  »

زخيرې واله به ور ته ووايي : هر څومره مال چې غواړې هغه واخله او خپل کور ته يې يوسه ، هغه کس چې کله مال خپل کور ته ورسوي له خپل ځان سره به وايي زه د محمد صلی الله عليه وسلم په امت کې له حريصو کسان څخه وم . ايا د هغه فضل او احسان به زما د پاره کفايت و نه کړي ..

راوي وايي : هغه مال به دوباره واخلي اوګوډام واله ته به يې وړاندې کړي هغه به ورته وايي ما چې څه بخشش کړ هغه واپس نه اخلم . دا دوره به اوه يا اته يا نه کاله ادامه لري او د هغه د دورې نه پس بيا سختي او تکليفونه پيل شي ( مسند احمد (3/37 ) «مجمع الزوائد» (7/313 – 314) او «عقيدة أهل السنة والاثر في المهدي المنتظر» (ص 177) شيخ عبدالمحسن عباد .

د حضرت مهدي له سترو نښانو څخه يوه نښانه دا ده چې کله د دوښمن لښکر د هغې د ماتي د پاره د مکې په لورې روان شي ،مګر کله چې يوې هوارې دښتې او صحرا ته ورسيږي د لښر اوله حصه او آخره حصه به په ځمکه کې ډوب شي ، خلک چې کله ددې حادثې نه خبر شي نو وروسته به پوه شي چې هغه حقيقي مهدي دي .

جناب نبی کريم صلی الله عليه وسلم فرمايي :

” … فاذا كانوا ببيداء من الارض خسف بهم … ” (صحيح مسلم)

” … تر هغه چې د ځمکې يوې بيديا ته رسيږي او هلته دوبيږي “

آن لاين اسلامې لارښود

Print Friendly, PDF & Email
(Visited 41 times, 1 visits today)

اترك تعليقاً