په هوټلونو کې پاتې ميراثوانه

الحمدلله د اسلامي امارت په راتګ سره د ودونو په هوټلونو او صالونونو کې د پام وړ اصلاحات راغلي دي مګر اوس مهال هم د مخکې وخت ځنې ناوړه دودونه او رواجونه په میراث پاتې دي چې بايد د اصلاح لپاره یې جدي هڅه وشي چې ځنې يې په لاندې ټوګه دي:

۱- اسراف :

د هوټلونو په خوراک او طعام کې اسراف دی کچیرې فرضاً د واده د وليمې مصرف په يو کور کې یو لک کيږي دلته دری او څلور لکه کيږي او هغه کسان چې اقتصادي توان لري له لسو څخه تر پنځه لسو لکو افغانۍ مصرف کوي چې دا مصرف د بې وسه او ناتوانه کسانو لپاره لوی مشکل دی او په يو غريب او فقير هیواد کې دا ډول مصرف کول د تعجب وړ دی.

اسلامي شريعت د مال له بې ځایه مصرف او اسراف څخه منع فرمایلي، الله سبحانه وتعالی فرمايي: :[ وَكُلُوا وَاشْرَبُوا وَلَا تُسْرِفُوا] (خورئ او څښئ او اسراف مه کوئ ) .

جناب رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي:«إنَّ اللَّهَ كَرِهَ لَكُمْ ثَلَاثًا: قيلَ وَقالَ، وإضَاعَةَ المَالِ، وَكَثْرَةَ السُّؤَالِ»(رواه مسلم و البخاری).

ژباړه : يقيناً الله تعالی ستاسې دری شیان نه خوښوي: ډیرې خبرې، د مال ضايع کول او ډیر سوال کول.

نو د دغه اسراف د مخنيوي لپاره د مېلمنو د شمير محدودول، د غذا د مقدار او قيمت محدوديت لازم دی څو له یو اړخ څخه د اسراف مخنيوی وشي او له بل اړخ څخه هر څوک ورباندې وتوانيږي.

۲- بې حجابي :

که څه هم د نارينه صالون په برخه کې اوس الحمدلله ساز او موسیقي نشته ولی د ښځو په برخه کې بې حجابي، موسیقي او د زوم سره د يو ډله ځوانانو تلل د نامحرمو ښځو منځ ته او داسې نور منکرات شتون لري چې باید د ښځينه امر بالمعروف او نهی عن المنکر لخوا بیان ورته وشي او د اصول دعوت په رڼا کې یې مخنيوی وشي .

۳- عکاسي او فلمبرداري :

د نکاح په محافلو کې خصوصاً د ښځو په برخه کې ښځو او د نچا او رقص تصويرونه او فلمبردارۍ تر سره کيږي چې دا عمل يې تر ټولو ستر منکر دی ځکه ددې فلمونو څوک ضمانت کولای شي؟ چې نورو خلکو ته به نه رسيږي چې وروسته دا د يوه فلم په حيث کارول کيږي، د نامحرمو نارينه او ښځو سيل به پکې کيږي، په داسې شان چې يو کس به يې له خپل ناموس نه خبر نه وي خو د ده د ښځې فلمونه به په نورو کورونو کې کتل کيږي .

۴- په هوټل کې د جامو او لباس بدلول :

او همدارنګه د ودونو په هوټلونو کې ځنې ښځې د يو جوړه جامو پر ځای دوه یا دری جوړه جامې له ځانه سره وړي او هغه په هوټل کې بدلوي چې له یوې خوا اسراف او له بلې خوا د دغه ګناه او بې شرمۍ په اړه سخت وعید راغلی دی :

 جناب رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمايلي دي: « أَيُّمَا امرَأَةٍ وَضَعَت ثِيَابَهَا فِي غَيرِ بَيتِ زَوجِهَا فَقَد ‏هَتَكَت ‏سِترَ مَا بَينَهَا وَبَينَ اللَّه »[2] .

يعنې: هرې ښځې چې د خاوند د کور نه بغير بل ځای خپلې جامې ويستلې يقيناً هغې د خپل ځان او الله پاک تر منځ پرده څيرې کړی ده.

۵- د اسلامي شريعت د عظيم حکم پيمالول :

څرنګه چې په هوټل کې د واده محفل د شپې تر دوو او دریو بجو پورې دوام مومي ډیر کسانو چې اکثره یې خويندي وي د رب العالمين له ياده څخه غافله د ماسختن لمونځ قضا کوي او بيا چې کله خپلو کورونو ته لاړ شي د خوب د غلبې له وجې ډیر کم د سهار لمونځ ادا کوي…. نو د دغو منکراتو د مخنوي لپاره کوښښ کول په کار دی څو د الله تعالی د بنده ګانو د بدبختۍ او تباهۍ مخنيوی وشي .

آن لاين اسلامي لارښود- قافله دعوت الی الله

Print Friendly, PDF & Email
(Visited 38 times, 1 visits today)