د فلسطین د غزې جګړې څه پر ډاګه کړل

د کوچنۍ غزې چې اوسط عرض یې تقريباً ۸ کيلو متره او اوږدوالی يې تقريباً ۴۱ کليومتره کيږي د امريکا او ځنو صليبي هيوادونو په مستقيم نظامي ملاتړ د اسرائیلي اشغالګر رژيم لخوا محاصره ښځې، ماشومان، زخميان، په خيمو کې ميشت بې کوره کسان، جوماتونه، روغتونونه ټول له یوه سره بمبارت او شهيدان کيږي او د فلسطین غیور ولس یې پر وړاندې جهادی مقاومت کوي دغه جهادی بهیر څه پر ډاګه کړل؟

۱- حتماً به حق پر باطل باندې بری مومي:

 اسرائيلي او امريکايي ټلوالې فکر کولو چې په یوه اونۍ کې به د غزې جهادي مقاومت له منځه یوسي مګر نن پوره (۷۶) ورځې تيريږي د اشغالګرو تقريباً (۷۲۰) ټانګونه او ځمکني جنګي وسايل له منځه تللي، په زرګونو فوځيان یې وژل شوي، ړانده شوی او ژوبل شوي دي او جهادي بهیر په پوره جوش سره روان دی.

۲- د امريکايي رژیم تګلاره :

د امريکايي رژیم وحشي تګلاره چې ظاهراً ځان د بشر د حقوقو او په اصطلاح ديموکراسۍ مدعی ګني خو عملاً د اسرائيلو د هر ډول ظلم، وحشت او قتل عام څخه په کلکه دفاع کوي، په عامه خلکو او حتی روغتونونو یې خوراکي مواد، درمل او نور بند کړي دي او هره ورځ پر ملکي کورونو او روغتونو او عامه ځايونو ظالمانه بمبارت کوي او غواړي ټول له یو سره قتل عام کړي.

۳- د ديموکراسۍ شرميدل:

د غربي ديموکراسۍ د دراغجني ډرامي شرميدل کوم چې ظاهراً ادعی کوي ديموکراسي ولسواکي ده او د ولس غوښتنو ته درناوی کوي خو اوس ليدل کيږي چې ولسونه یې مظاهري کوي، د جنګ او وحشت او ظلم بندول غواړي خو ظالم ديکتاتور حاکمان يې د هغه خلاف عمل کوي یا دا چې دا د طاغوتي ديموکراسۍ ادعا غلطه ده او يا دا چې دغه ديموکراسي به یوازې د کفري ملتونو لپاره وي، د مسلمان ولسونو لپاره یې يوازې يوه تلبيغاني ډرامه جوړه کړې ده .

۴- پر غربي ديموکراسۍ او الحاد باندې کډ شوی فکري طوفان:

د اسلامي اخلاقو تأثير پر غربي ولسونو باندې، که له یوې خوا نړۍ د امريکايي اسرائيلي رژیم وحشت، ظلم، قتل عام او د بنديانو سره ډير ناوړه او غير انساني چلن ګوري خو له بلې مخې د فلسطین د مظلوم ولس صبر استقامت او پر رب العالمين باندې توکل او د دوښمن له بنديانو سره د مجاهدينو نيک چلن ګورئ چې ددې عامل شوی دی څو په غرب کې زيات کسان د اسلام دين مطالعه او د اسلام پر دين باندې مشرف شي، چې په نتيجه کې پرغربي ديموکراسۍ او کفري الحاد باندې یو لوی فکري طوفان جوړ شوی دی.

۵- د اسرائيلو طاغوتي پروژه :

اسرائيل دولت نه دی بلکي د اسلام او مسلمانانو پر ضد یو غربي طاغوتي پروژه ده کچیرې يې غرب له ملاتړ څخه لاس واخلي یوه میاشت هم خپل ژريم نشی ساتلی، او دا مو عملاً وليدل، کله چې اسرائيل د اقصی تر طوفات لاندې راغلل امريکې او صليبی هيوادونو یې نظامي ملاتړ ته را منډې کړل.

۶- د ملل متحد ډرامه :

ملل متحد د امريکا او صليبي هيوادونو يوه تبليغاتي پروژه ده، داسې پروژه ده چې د اسلام پر ضد باندې د کفري ټلوالې د انسجام اداره ده چې هيڅکله یې د مظلومو مسلمانانو لپاره عملاً څه نه دي کړي…. په ملل متحد کې د افغانستان چوکۍ (غړيتوب) اوس هم پخواني نسکور شوي رژيم ته سپارل شوې ده دا ځکه چې هغوی د مسلمانانو په وژلو او اشغال کې مرسته ورسره کړی وه خو هغه حکومت چې خپلواکي يې ګټلې، امنیت يې را وستلی او خپلو خلکو ته خدمت کوي هغه ته خپل حق نه ورکوي چې داسې کول د ځنګل په قانون کې هم نشته، همداسې د فلسطین ولس د قتل عام په اړه یې هيڅ عملي اقدام نه دی کړی.

۷- په امت باندې الهي امتحان دی:

پر ټول اسلامي امت او مسلمانانو باندې يو امتحان دی، د ځنو اسلامي هيوادونو د حاکمانو منافقت پکې څرګند شو، او هغه اسلامي هيوادونه چې د پوره طاقت او توان سره سره يوازې د مظلومو مؤمنانو د وينو تويدو ننداره کوي او بس، که هغوی شهيدان شول نو لوی بری یې نصيب شو ځکه مونږ ټول فناء کيدونکي يو او د شهادت په لوړ مقام بناء کيدل واقعاً چې لوی بری دی، او څوک چې پاتې شول هغه به د ټول امت افتخار وي، او تاسې به د هغوی بری په پر خپلو ټيټو او ذليلو سترګو داسې ووينئ لکه: د افغانستان مو وليدلو.

د غزې امتحان په امت باندې ډیر لوی امتحان چې ډیر لږو یې پر وړاندې خپل مسئوليت ادا کړی.

۸- پایله د مؤمنانو ده:

د کفري طاغوتي اشغال او د ظالم له منګلو څخه د مظلومانو د خلاصون لپاره یوازې جهاد دی، همدا جهاد وو چې په افغانستان کې یې د نړۍ کفري ټواله په ګونډو کړه، د اشغال د تور ښامار څخه يې مظلوم مؤمنان خلاص او د طاغوت پر ځای اسلامي نظام حاکم شو، همدا جهاد دی چې په فلسطین کې يې اسرائيلي اشغالګر ته داسې سختې ضربې ورکړې چې پر (۷۵) کلونو کې یې نه ليدلې وې او نه یې د هغه تصور کولو.

د فلسطین او په خاصه توګه د غزې ولس صبر، استقامت، کله مبارزه او جهاد ته زمونږ سلام دی، د خپل وس موافق په هر درد او غم کې درسره شريک یو، شپه او ورځ ستاسې لپاره د استقامت او بري دعاوې کوو.

ان شآء الله د طاغوتي اشغال او ظلم څخه د نجات او خپلواکۍ ورځې را لنډې دي.

قال الله سبحانه و تعالى: ((وكان حقا علينا نصر المؤمنين)) (الروم، الآية: 47)

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email
(Visited 40 times, 1 visits today)