د مکتب د عصري مضامينو د زده کړې ضرورت څه دی ؟

په مکتب کې د عصري مضامينو د زده کړې اهميت او ضرورت څه دی ؟

د مکتب زیات مضامين د لوړو عصري زده کړو مقدمه او بنسټ دی .

نو د دغه مضامينو د هدف او ضرورت لڼد بیان په لاندې توګه دی :

۱- جغرافيه: جغرافیه لاتيني نوم دی عربي نوم يې «علم الارض»، یا د ځمکې بڼه «صورة الارض» يا د نړۍ نقشه «خريطة العالم» ورته وايي چې د ځمکې له احوالو څخه بحث کوي.

د جعرافيې لومړی فکر له حج څخه اخيستل شوی چې د بيت الله شريف د جهت او لارې معلومولو لپاره يوې نقشې ته ضرورت ليدل کيده، وروسته بیا په صدر اسلام کې چې کله فتوحات پيل شول نو نړيوالې نقشې او د هيوادونو جغرافيوي معلوماتو ته ضرورت پيدا شو او د عباسي خلافت په دور کې دغه علم پراخه شو.

جعرافيه د نړۍ د سترو بحرونو،قارو او د هيوادونو له څلورو طرفونو، مساحت، نفوس، او نورو طبيعي، سياسي او ټولنيزو احوالو څخه بحث کوي چې يو مسلمان ته د هغې څه نا څه پوهه ضرور ده.

۲- علم أحياء (بيولوژي): بيولوژي د ژونديو موجوداتو( انسانانو، حيواناتو…) څخه بحث کوي، د ژونديو موجوداتو له عصبي تنفسي، هضمي او د بدن د نورو فعاليتونو څخه بحث کوي چې د علم طب مقدمه او پيلامه ده.

۳- رياضي: ریاضي عربي لغت دی له رياضت څخه اخيستل شوی چې تمرين او کوښښ کولو ته وايي.

د رياضي لومړۍ برخه له حساب (جمع، منفي، تقسيم او ضرب) څخه بحث کوي چې زده کړه يې د هر مسلمان لپاره لازمه ده، دوهمه برخه يې له کسرونو، تناسب او افادو څخه بحث کوي چې کسرونه د عالي رياضي پرته په علم ميراث کې کاريږي.

او دريمه برخه يې (الجبر) دی چې له فورمولونو او معادلو څخه بحث کوي، د ماشين حساب، کمپيوټر په کارولو او نور لوړ صنعت او تنالوژۍ کې کارول کيږي.

۴- کيميا: د عربي «الکيميا» او «کِيمياء» لغت دی چې کم پيدا او نادر ته وايي، د موادو له خواص، تغيراتو او ترکيباتو څخه بحث کوي.

د درملو جوړولو او نورې تنالوژۍ د زده کړې پيل او بنسټ ګڼل کيږي.

۵- فزيک: فزيک يوناني لفظ دی طبيعت ته وايي د طبيعت يا مادې له قوانينو او حرکت څخه بحث کوي، لکه: سرعت، قوه، انرژي، نور او برق او د پرمختللۍ تنالوژۍ له ابتدايي زده کړې څخه عبارت دی، د انجنيرۍ، صنعت او تنالوژۍ د زده کړې ابتدايي علم دی.

لنډه دا چې د مکتب عصري علوم د لوړو عصري زده کړو لکه: طب، انجنيرۍ، زراعت، صنعت او نورو ابتدايي زده کړه ګڼل کيږي کوم چې د عصر ضرورت دی.

آن لاين اسلامي لارښود- قافله دعوت

Print Friendly, PDF & Email
(Visited 136 times, 1 visits today)