اسلام د عصرې زده کړې ترغيب ورکړی:

لکه څنګه مو چې مخکې مطلب کې اشاره ورته وکړه اسلام د ټولو هغو علومو د زده کړې ترغيب ورکړی چې د امت او مسلمانان مصلحت پکې وي او ټولنه هغه ته ضرورت لري، د مثال په توګه اسلام د طب د علم په زده کړه او همدارنګه درملنه باندې ټينګار کړی دی.

انس رضی الله عنه وايي چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي : «إِنَّ اللَّهَ عَزَّ وَجَلَّ حَيْثُ خَلَقَ الدَّاءَ خَلَقَ الدَّوَاءَ فَتَدَاوَوْا »[1]  .

ژباړه : يقيناً الله تعالی چې څنګه ناروغي او درد پيدا کړی نو همداسې د هغه لپاره يې درمل هم پيدا کړي دي نو تاسې د هغه درملنه وکړئ .

امام شافعي رحمه الله وايي: “لا أعلم علما بعد الحلال والحرام أنبل من الطب، إلا أن أهل الكتاب قد غلبونا عليه”.

ژباړه : زه د حلال او حرام د علم څخه وروسته د طب څخه لوړ علم نه پيژنم کوم چې اهل کتاب له مونږ نه پکې مخکې شوي دي .

اسلام طب او درملنه کول يو ستر مسئوليت بللی دی .

رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي :«من تطبّب ولم يُعلَم منه طبّ فهو ضامن» .

 ژباړه: که چا د طبابت له پوهې پرته د چا درملنه وکړه نو هغه ضامن دی (د ضرر په صورت کې د هغه د زيان او خسارې ضامن دی).

د معاصرو ناروغيو لپاره معاصرې درملنې ته ضرورت دی او ددې درملنې لپاره د هغه زده کړي ته ضرورت دی .

همدارنګه جناب رسول الله صلی الله عليه وسلم د هغه شي د تعليم او کوښښ حکم ورکړی چې خلکو کټه رسوي« احرِصْ على ما يَنْفَعُكَ، واستَعِنْ بالله »[2].

حضرت عمرفاروق رضی الله عنه خپلو ټولو واليانو ته وليکل: چې خپلو اطفالو ته د تعليم تر څنګ ګټور شيان ور زده کړئ[3].

لکه د انجنيرۍ علم د عصر ضرورت دی ځکه د موټرونو او الوتګو لپاره د سړک، پل ، هوايي ميدان جوړل ضرورت دی، په ځنو برخو کې چې نفوس زيات وي د لوړپيزو ودانيو جوړول د عصر ضرورت دی، د برق او اوبو رسول د عصر ضرورت دی، د کرهنې لپاره د بندونو او کانالونو جوړول د عصر ضرورت دی.

همداسې نورې پوهنځۍ لکه : د درملو جوړول، د معدن او پتطرول د کانونو پيژندل او استخراج ، د زراعت او مالدارۍ د تنظيم پوهه د عصر ضرورت دی .

او اسلام ددې ټولو د زده کړې ترغيب او تينګار کړی دی.

آن لاين اسلامي لارښود – قافله دعوت

———————–

[1] – مجمع الزوائد:۵/۸۷ .

[2] – رواه صحيح مسلم .

[3] – عمر بن الخطاب – رضي الله عنه- قد كتب إلى ولاة الأمصار أن يكون تعليم الأطفال مشتملاً على السباحة واستعمال السهم والفروسية والأمثال وأحسن الأشعار، وقال أيضاً: أرووا من الشعر أعفه ، ومن الحديث أحسنه ، ومن النسب ماتواصلون عليه ، وتعرفون به (اسلام اونلاین).

(Visited 135 times, 1 visits today)