د عصري علومو د زده کړې حکم

د نن زمانې عصري علوم او تنالوژي کوم چې د اسلامي امت او مسلمانانو لپاره ضرورت دی زده کړه او د اسلام د دوښمنانو د اقتصادي، فکري او نظامي مقابلې لپاره چمتووالی پر مسلمانانو باندې واجب دی، الله سبحانه وتعالی فرمايي: [وَأَعِدُّواْ لَهُم مَّا ٱسْتَطَعْتُم مِّن قُوَّةٍۢ….][1].

شيخ عبدالرحمن بن ناصر سعدي رحمه الله په شرح د دغه آيت شريف کې وايي:

او همدارنګه د عسکري، حربي او د اسلحو جوړول او د هغو نور مربوطه فنونو زده کړه ضروري ده او همداسې د بحري، وچې او هوايي سورليو او نور کوم چې د بنده ګانو د دين او دنيا ګټه پکې ده زده کړه يې ضرور ده[2].

او الله سبحانه وتعالی فرمايي: [يا أَيُّهَا الَّذينَ آمَنُوا خُذُوا حِذْرَکُمْ….][3]

شيخ سعدي رحمه الله په شرح د دغه آیت کريمه کې وايي:

دا امر په دې باندې دلالت کوي چې د خپل توان په اندازه عقلي، سياسي، مادي او معنوي قوت برابر کړئ، او د دوښمن د مقابلې لپاره په هره وسيله او هره طريقه چې وي ځانونه برابر کړئ[4].

ښکاره خبره ده چې په نن زمانې کې د اسلام دوښمنو اقتصادي او نظامي مقابله د عصري علومو او معاصرې تنالوژۍ پرته ناشونې ده.

ځکه د نبوت په زمانه کې چې کوم نظامي وسائل په هغه عصر کې موجود وو صحابه کرامو رضی الله عنهم د خپل وس موافق برابر کړي وو، خو نن زمان د آسونو، تورو او غيشو پر ځای الوتګو،ټانګونو، راکټونو او الکتروني او ريموټي اسلحو ته ضرورت دی چې د معاصرې تنالوژۍ د زده کړې پرته يې جوړول او برابرول نا شوني دي.

امام نووي رحمه الله وايي: او هر چې عقلي علوم دي لکه: طب، حساب او نور چې د ټولنې لپاره ضرور دي زده کړه يې فرض کفايي ده[5].

اسلام ويب ليکي :

هغه دنيوي علوم چې د خلکو مصالح ورباندې تړلي او ټولنه ورباندې ولاړه وي زده کړه يې فرض کفايي ده، او زده کوونکی يې په عبادت کې دی په هغه صورت کې چې د ده نيت د دغه فرضو په تر سره کولو سره د ټولنې خدمت وي[6].

علماء الجنة الدائمة ليکي:

هر عصري او دنيوي علم چې هغې ته امت احتياج لري او په هغې باندې يي ژوند ولاړ دی لکه طب، زراعت، انجنيري او داسې نور که د زده کړې څخه اراده او نيت دا وي چې اسلامې امت ته مې ګټه ورسيږي، د امت شان لوړ شي، او مسلمانان د کفري هيوادونو څخه بې نيازه شي نو دا همغه درجات دي چې په قرانکريم ورته اشاره شوې ده مګر په درجات کې فرق دی نظر منفعت او دفع حاجت ته[7] .

و بالله توفيق

آن لاين اسلامي لارښود- قافله دعوت

——————————————————–

[1] – سوره الانفال :۶۰.

[2] – و ذلک يقتضي تعلم الفنون العسکرية و الحربية و صناعة الأسلة و توابعا، و المراکب البحریة و البرية و الهوائية و غير ذالک مما ينتفع به العباد في دينهم و دنياهم (الدلائل القرانية في أن العصرية داخله في دين الاسلامي/ شيخ عبدالرحمن بن ناصر سعدي).

[3] – سوره النسآء :۷۱.

[4] – فهذا یتناول الأمر باعداد المستطاع من القوة العقلية والسياسية و المادية المعنوية ، و أخذ الحذر من الأعداء بکل وسيلة و بکل طريق (الدلائل القرانية في أن العصرية داخله في دين الاسلامي/ شيخ عبدالرحمن بن ناصر سعدي ص ۱۸).

[5] – قال لإمام_النووي : قال النووي رحمه الله:(وأما العلوم العقلية فمنها ما هو فرض كفاية كالطب والحساب المحتاج إليه)- روضة الطالبين (10/ 223).

[6] – فإن العلوم الدنيوية التي تقوم عليها مصالح الناس وبنية المجتمع تعتبر فرض كفاية، وصاحبها في عبادة إذا نوى بعمله القيام بهذا الفرض وخدمة المجتمع (اسلام ويب رقم الفتاوی: ۹۹۶۹۶ .

[7] – وكل علم دنيوي تحتاجه الأمة ، وتتوقف عليه حياتها ، كالطب والزراعة والصناعة ونحوها ، داخل أيضا إذا حسنت النية ، وأراد به متعلمه والعامل به نفع الأمة الإسلامية ودعمها ، ورفع شأنها ، وإغنائها عن دول الكفر والضلال ، لكن بالقصد الثاني التابع ، ودرجات كل متفاوتة تبعا لمنزلة ذلك من الدين ، وقوته في النفع ودفع الحاجة ” انتهى .“فتاوى اللجنة الدائمة” (12 / 77) .

Print Friendly, PDF & Email