د عصري علوم بنسټ د چا لخوا ايښودل شوی ؟

د امت اوسنی ځوان نسل فکر کوي چې مسلمانان به له پيل څخه په سياسي، اقتصادي او علمي ډګر کې همداسې شاته پاتې وو لکه په نن زمان کې خو داسې نه ده بلکي پېړۍ وړاندې مسلمانان په سياسي، اقتصادي او علمي ډکر له ټولې نړۍ څخه وړاندې وو.

مسلمانانو په جنوبي اورپا (اسپانيا او پرتغال) باندې تقريباً ۸۰۰ کاله حکومت وکړ او په اورپا کې يې د علم، انسانيت، سړيتوب او پرمختګ ډيوه بله کړه.

په پيل کې د عصري علومو بنسټ په بغداد او اندلس (اسپانیه) کې د مسلمانانو لخوا ايښودل شوی دی په اندلس کې د مسلمانان د ستر علمي تمدن په وجه ټوله اورپا روښانه شوه او دغه علم په اورپا کې خپور او پراخه شوی دی، د دليل لپاره دلته د څو اورپايي علماوو او مشرانو اعترافات را اخلو :

انګلیسي مستشرق «لاين پل» وايي: اسپانيا ۸ پيړۍ د مسلمانان په لاس کې وه او د تمدن رڼا يې ټوله اورپا رڼا کړله♠♠ .

د مشهور تاريخ (A Short History of Civilizations) ♠♠ليکوال «هنری لوکاس» ليکي په اسپانيا کې د مسلمانانو علمي او کلتوري لاس ته راوړنې د اورپا لپاره خاص اهميت لري چې هلته يې د علم او کلتور دروازې پرانستې.

♠♠همدارنګه «زیفريد هونک» ليکي: مسلمانانو د اورپا د تمدن په پرمختګ کې برخه لرله او د اندلس اسلامي تمدن د اروپا د تمدن او فکري حرکت لپاره يو پل وو.

♠♠د انګليس پاچا جورج په اندلس کې د مسلمانانو خليفه دريم هشام ته په کال د (۱۰۲۸) کې يو ليک د يوه لوړرتبه هئيت په لاس ليږلی وو چې په هغه کې يې د مسلمانانو له خليفه څخه غوښتنه کړې څو د دوی ځنو شاهي کسانو ته د هسپانيا د قرطبه په پوهنتون کې کوم چې د مسلمانانو لخوا جوړ شوی وو د درس د زده کړې اجازت ورکړي[1].

هغه وخت د د اندلس د قرطبه په کتابخانه کې څلور لکه کتابونه موجود وو په داسې حال کې چې هغه مهال په اروپا کې له څو سوو زيات کتابونه موجود نه وو.

استاد دوکتور علي جريشه ليکي: اورپايانو له مختلفو عربي فنونو او علومو لکه : ديني، طبي، انجنيري، علم فلک او نورو څخه خپلو ژبو ته وژباړل او وروسته مطبعه او چاپ اختراع شول او په اورپا کې زيات شمير مطبعې جوړې عربي کتابونه او د هغه ژباړې پکې چاپ او د اورپا په مکاتبو او پوهنتونونو کې د هغه تدريس پيل شو[2] .

نو واضح شوه چې د اکثره عصري علومو بنسټ په اسلامي اندلس کې ايښودل شوی دی چې وروسته اورپايي ژبو ته ژباړل شوي او په اورپا کې خپور او پراخه شوی دی.

آن لاين اسلامي لارښود – قافله دعوت

———————-

[1] – أساليب الغزوه الفکري للعالم الاسلامي/ ژباړه حمدالله شاکري.

[2] – أساليب الغزوه الفکري/ دوکتور علي جريشه/ ژباړه: حمدالله شاکري.

(Visited 253 times, 1 visits today)