پر مسلمانانو باندې د آفاتو او يا ابتلاوو د نزول عامل يا د بنده ګانو ګناهونونه وي چې د هغه په وسيله يې ګناهونه بښل کيږي او يا په کوچني آفت او بلاء سره لوی آفت دفع کيږي.
او يا د بنده ګانو مينه له مادياتو سره دومره زيات شي چې خپل رب العالمين هير کړي نو د ابتلاوو او آفاتو د نزول په وجه سره غافله زړونه بيداريږي او د الله پاک طرف ته متوجه کيږي .
او يا کومو بنده ګانو ته چې الله تعالی د درجو اوچتول غواړي خو اعمال يې کمزوري وي نو د ابتلاوو او بلاوو په راتلو او صبر کولو سره يې درجې لوړيږي .
په پورته ټولو حالاتو کې علماوو، د جوماتونو امامانو او خطيبانو ته په کار ده چې ټولنه د الله تعالی طرف ته متوجه کړي، هغوی ته د اللهي فيصلو باندې د تسليت، صبر او استقامت درس ورکړي، د ښو کارونو طرف ته يې ترغيب او د ناوړه کارونو څخه يې منع کړي.
الله تعالی د امت لپاره علماء په تيارو کې د لارښوونې منارونه ګرځولي.
خو مستأسفانه په نن عصر کې په اطرافي سيمو کې د ډيرو امامانو وعظ يوازې د جنازې پر مهال او په ښارونو کې يوازې د جمعې تر خطبې پورې محدود دی او په عامو حالاتو کې د مسئوليت چندان احساس نه کوي.
نو آیا خلکو ته به دا دين پيريان رسوي او که ملايکې او يا کوم به بل مخلوق راځي؟ دا خو زمونږ مسؤليت دی.
و اما علينا الا البلاغ