د وباء او بلاوو د نزول پر مهال پر کومو عباداتو اهتمام په کار دی

۱- ډير ډير نفلي لمونځ :

کله چې به جناب رسول الله صلی الله وسلم له يو مشکل او غم سره مخ شو نو لمانځه ته به يې مخ کړه او د صحابه کرامو هم همدا عادت وو .

مسلمانانو ته پکار ده چې په دغو ورځو کې نفلي لمونځونه وکړي ، د ځان خپلې کورنۍ او عامو مسلمانانو لپاره دعا وکړې .

۲- توبه او پښيمانتيا :

الله تعالی خپل بنده ګان ازمايي او پر هغوی باندې کله کله مشکلات ورولي او دا يې هم پر بنده ګانو يو رحم دی څو هغوی له غفلت څخه بيدار شي ، توبه وباسي او پر خپلو کړو باندې پښيمانه شي .

ابليس وايي: د آدم اولاد مې په ګناهونو سره تباه کړ مګر زما ملا يې په توبه او استغفار سره را ماته کړه .

ځنې کسان دا ګمان کوي چې توبه او استغفار به يوازې د ګناه کار لپاره وي خو داسې نه ده توبه او استغفار د اعمالو د کمال لپاره وي ، د درجې د لوړوالی لپاره وي او دا د صالحان عادت دی .

۳- د قرآنکريم سره د مؤمن اړيکه :

قرآنکريم د مؤمنانو د زړه ډاډ دی ، په قرآن سره زړه تازه کيږي او قرآن د هغو امراضو لپاره درملنه ده چې په طبيعت کې يې درمل نشته لکه : ويره او ډار ، د زړه تنګوالی ، غم او پريشاني او نور.

څوک چې قرآن لولي نو دا پکې مومي چې الله تعالی د مخلوق تقديرات ليکلي چې څه تغير پکې نه راځي ، نو په دې سره يې زړه ډاډه کيږي او په دې باندې يې یقين نور هم ټینګيږي چې کله الله تعالی خپل بنده ته د څه شي اداره کوي نو په هغه کې د بنده خير وي .

 په ظاهره ډير څه شر او ضرر څرګنديږي او خلک د هغو څخه بد وړي مګر په هغه کې لوی خير وي .

۴- د الله تعالی ډير ډير ذکر کول :

د ذکر په وجه سره سکينه ، ډاډ او اطمنان ناليږي او ډار ، ويره او تشويش له منځه ځي .
د مکي کفار د نبی صلی الله عليه وسلم او صحابه کرامو پر وړاندې را ټول شول ، ځنو متذلذلو کسانو مؤمنانو ته وويل : خلک ستاسې پر وړاندې را ټول شوي نو د هغوی څخه ويريدل پکار دي ، مؤمنانو یې په ځواب کې وويل : حَسْبُنَا اللَّهُ وَنِعْمَ الْوَكِيلُ ” (زما لپاره الله کافي دی چې ډير ښه کار جوړونکی او ساتونکی دی) .

د زړه په حضور سره ذکر او عبادت کول په زړه کې ډاډ او اطمنان را منځته کوي .

الله تعالی فرمايي : :[الَّذِينَ آمَنُواْ وَتَطْمَئِنُّ قُلُوبُهُم بِذِكْرِ اللّهِ أَلاَ بِذِكْرِ اللّهِ تَطْمَئِنُّ الْقُلُوبُ] (سوره الانفال :۴۵)  .

ژباړه: هغه کسان چې ايمان يي راوړی او زړونه يي د الله پاک په ياد آراميږي ،خبر شئ چې د الله تعالی په يادښت زړونه ډاډمن کيږي .

الله سبحانه وتعالی فرمايي: [ وَمَنْ أَعْرَضَ عَنْ ذِكْرِي فَإِنَّ لَهُ مَعِيشَةً ضَنْكًا ] (سوره طه :۱۲۴).  .

ژباړه : او چا چې زما له (ياد، عبادت ، او أمر) څخه مخ واړاوه ، نو بې شکه چې د هغه ژوند به تنګ وي.

څوک چې په هره اندازه تقوی داره وي په هماغه اندازه به يې زړه مطمئن وي او په هر اندازه چې د دين څخه لرې وي په هماغه اندازه به نا آرامه او د زړه ډاډ به يې له لاسه ورکړی وي.

۵- د علماوو وعظ او بيانونه :

الله تعالی د امت لپاره علماء په  تيارو کې د لارښوونې منارونه ګرځولي ، امت او عامو مسلمانانو ته پکار ده چې په هره واقعه او حادثه کې رښتيني علماء خپله مرجع او خپل پيشوايان وګرځوي او د هغوی د نيکو اسلامي تعاليمات پيروي وکړي .

۶- يوازې پر خپل رب توکل وکړئ :

غالباً ضعيف زړونه پر مادياتو باندې تکيه کوي او موجوده انسانانو او نورو ته ميلان لري ، مګر که د مؤمن زړه د خپل رب لوی شان او عظمت وپيژني نو په هغه به خپل زړه وتړي نو خپل زړه پر هغه رب العالمين باندې وتړئ چې هم مرضونه نازلوي او هم يې پورته کوي … او هغه ذات چې په هر څه باندې قادر دی (فإنّه على كلِّ شيء قدير)

۷- په ضعيفو او محتاجو خلکو باندې رحم وکړه :

ځکه څوک چې د ضعيف او ناتوانه مرسته او مدد کوي الله تعالی پر هعوی خپل رحم نازلوي او د هغوی مرسته کوي ، نبی صلی الله عليه وسلم فرمايلي :
” ابغوني في ضعفائكم ، فإنما ترزقون – أو تنصرون – بضعفائكم ” رواه أبو داود .

ژباړه : ما د تاسې د ضعيفانو او ناتوانو خلکو په منځ کې لټوئ ، ځکه تاسې ته د هغوی په برکت روزي درکول کيږي او د تاسې مرسته او مدد د ضعيفو خلکو په برکت تر سره کيږي .

۸- ډير ډير دعا :

والله چې الله پاک ته تر دعا بل عزتمند شی نشته ، او تر الله پاک بل مهربانه څوک پر خپل مخلوق باندې نشته ، او د الله تعالی پرته بل څوک د ضرر قوي دفع کوونکی نشته .

بس کله کله پر خپلو بندګانو باندې سختي راولي تر څو د غافله خلکو لپاره خبر شي او د مادیاتو سره هغه ژور تعلق چې خپل رب يې ورباندې هير کړی وو ور ختم او د خپل رب لورې ته يې متوجه کړي ، او خپل بنده ګان په دې باندې ښه پوه کړي چې د تاسې حاجت پوره کوونکی يوازې الله دی .
نو بنده ته پکار ده چې د سختۍ او حاجت پر وخت کې خپل رب ته لاسونه پورته کړي .

من مقادله: عادل بن عبدالعزيز المحلاوي

آن لاين اسلامي لارښود

(Visited 76 times, 1 visits today)