صله رحمي (د خپلوانو پالل )

د خپلولی پر پاللو اسلام ډير زيات ټينګار کړی دی

د صلة الرحم معنی :

صلة په معنی د پیوسته کولو ، اړيکو ساتلو ده . يعنې د خپلوانو سره د خپلوي پالل .

الرحم په معنې د بخشش او شفقت . يعنې د خپلوانو او اقرابو سره احسان کول هغوی ته ضرر نه رسول .
د صله رحم حکم :
صله رحم د امت په اتفاق واجب دی او قطع کول کبيره ګناه ده ، په اسلامې شريعت کې د خپلوی پر پاللو ډير ډينګار شوی دی :

الله د خپلوانو سره د احسان کولو او د هغوی سره د خپلولې پاللو حکم کړی دی :

قوله تعالی :لا تَعْبُدُونَ إِلَّا اللَّهَ وَبِالْوَالِدَيْنِ إِحْسَاناً وَذِي الْقُرْبَى وَالْيَتَامَى وَالْمَسَاكِينِ وَقُولُوا لِلنَّاسِ حُسْناً وَأَقِيمُوا الصَّلاةَ وَآتُوا الزَّكَاةَ ….) (البقرة:83) .

ژباړه : بې له الله به د بل څه عبادت مه کوئ او له مور او پلار ، خپلو خپلوانو ، يتيمانو ، او مسکينانو سره به ښېګڼه کوئ او خلکو ته به ښې خبرې کوئ او لمونځ به کوئ زکات به ورکوئ .

وقال الله تعالى : ( لَيْسَ الْبِرَّ أَنْ تُوَلُّوا وُجُوهَكُمْ قِبَلَ الْمَشْرِقِ وَالْمَغْرِبِ وَلَكِنَّ الْبِرَّ مَنْ آمَنَ بِاللَّهِ وَالْيَوْمِ الْآخِرِ وَالْمَلائِكَةِ وَالْكِتَابِ وَالنَّبِيِّينَ وَآتَى الْمَالَ عَلَى حُبِّهِ ذَوِي الْقُرْبَى وَالْيَتَامَى وَالْمَسَاكِينَ وَابْنَ السَّبِيلِ وَالسَّائِلِينَ وَفِي الرِّقَابِ وَأَقَامَ الصَّلاةَ وَآتَى الزَّكَاةَ ….) (البقرة:177) .

ژباړه : نيکې (يوازې) دا نه ده چې مخونه لوېديځ او ختيځ ته واړوئ مګر (غوره) نيکې د هغو کسانو ده چې پر الله او د قيامت پر ورځ او پريښتو او کتاب او نبيانو يې ايمان راوړی دی او خپله شتمني يې د هغې مينې سره سره چې ور سره لري يې خپلوانو او يتيمانو او مسکينانو او سوالګرو او د (مرييو) په آزادولو کې ورکړه او لمونځ په بشپړه توګه وکړ او زکات يې ورکړ.

وقال الله تعالى : ( يَسْأَلونَكَ مَاذَا يُنْفِقُونَ قُلْ مَا أَنْفَقْتُمْ مِنْ خَيْرٍ فَلِلْوَالِدَيْنِ وَالْأَقْرَبِينَ وَالْيَتَامَى وَالْمَسَاكِينِ وَابْنِ السَّبِيلِ ….) (البقرة:215)

ژباړه : دوی له تا څخه پوښتنه کوي چې څه شی (خيرات ) ورکړئ ووايه : هر څه خير چې تاسې خيراتوئ نو مور ، پلار او خپلوانو او يتيمانو او مسکينانو او مسافرو ته يې ورکړئ .

وقال الله تعالى : (( وَاعْبُدُوا اللَّهَ وَلا تُشْرِكُوا بِهِ شَيْئاً وَبِالْوَالِدَيْنِ إِحْسَاناً وَبِذِي الْقُرْبَى وَالْيَتَامَى وَالْمَسَاكِينِ وَالْجَارِ ذِي الْقُرْبَى وَالْجَارِ الْجُنُبِ وَالصَّاحِبِ بِالْجَنْبِ وَابْنِ السَّبِيلِ وَمَا مَلَكَتْ أَيْمَانُكُمْ إِنَّ اللَّهَ لا يُحِبُّ مَنْ كَانَ مُخْتَالاً فَخُوراً )) (النساء:36) .

ژباړه : او د الله عبادت وکړئ او د هغه سره هيڅ شی مه شريکوئ او د خپل مور او پلار سره نيکي وکړئ او (هم) د خپلوانو او يتيمانو او اړو او نژدې ګاونډيانو او ليرې ګاونډيانو او د څنګ ملګرو او لارويانو او د هغو (وينځو او مريانو ) سره چې د هغوی مالکان ياست ښيګڼه وکړئ بې شکه چې الله ځان ستايونکی کبرجن نه خوښوي .

وقال الله تعالى : (( إِنَّ اللَّهَ يَأْمُرُ بِالْعَدْلِ وَالْأِحْسَانِ وَإِيتَاءِ ذِي الْقُرْبَى وَيَنْهَى عَنِ الْفَحْشَاءِ وَالْمُنْكَرِ وَالْبَغْيِ يَعِظُكُمْ لَعَلَّكُمْ تَذَكَّرُونَ)) (النحل:90).
ژباړه : يقيناً چې الله په عدل او ښيګڼې او خپلوانو ته په ورکړه حکم کوي او له بد کارنو او ناوړو کړنو او ظلم څخه منع کوي . تاسې ته پند درکوي ښايي چې تاسې پند واخلئ

.

الله جل جلا له  د صله رحم عظمت بيانوي او فرمايي : (( يَا أَيُّهَا النَّاسُ اتَّقُوا رَبَّكُمُ الَّذِي خَلَقَكُمْ مِنْ نَفْسٍ وَاحِدَةٍ وَخَلَقَ مِنْهَا زَوْجَهَا وَبَثَّ مِنْهُمَا رِجَالاً كَثِيراً وَنِسَاءً وَاتَّقُوا اللَّهَ الَّذِي تَسَاءَلُونَ بِهِ وَالْأَرْحَامَ إِنَّ اللَّهَ كَانَ عَلَيْكُمْ رَقِيباً )) (النساء:1) .

ژباړه : ای خلکو له خپل رب څخه ووېرېږئ ، هغه چې تاسې يې له يو نفس څخه پيدا کړي ياست او د هغه جوړه يې له هماغه څخه پيدا کړه او له هغو دواړو نه يې ډير نارينه او ښځې خواره کړل . او د هغه الله څخه ووېرېږئ چې (د هغه په نوم ) يو له بله سوال کوئ او له خپلوانو سره (د اړيکو له غوڅولو څخه ووېرېږئ ) بې شکه چې الله پر تاسې څارونکی دی .

په همدې شان نور ډير آيتونه د خپلوی د پاللو په ټيګار کې راغلی دی .

همدارنګه د خپلوي پاللو په باره کې د هغه د فضيلت په باره کې او د هغه د پرېکولو د وعيد په باره ډير احاديث راغلی دی چې ځنې په لاندې ډول بيانيږي :
عن أبي أيوب الأنصاري- رضي الله عنه – أن رجلاً قال للنبي صلى الله عليه وسلم : أخبرني بعمل يدخلني الجنة . فقال النبي صلى الله عليه وسلم : (( تعبد الله،ولا تشرك به شيئاً،وتقيم الصلاة،وتؤتي الزكاة،وتصل الرحم)) البخاري-الفتح3(1396) واللفظ له ، ومسلم (14) .
ابی ایوب انصاري رضی الله عنه وايي : يو سړی رسول الله صلی الله عليه وسلم ته وويل : ما ته داسې عمل و ښيه چې د هغه عمل په وجه جنت ته داخل شم . رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل : د الله عبادت کوه ، د هغه سره څوک مه شريکوه ، لمونځ ادا کوه ، زکات ورکوه او خپلولي پاله .

 

عن عائشة_ رضي الله عنها_ قالت : قال رسول الله صلى الله عليه وسلم: ((الرحم معلقة بالعرش تقول : من وصلني وصله الله،ومن قطعني قطعه الله )) البخاري- الفتح10(5989). ومسلم (2555) وهذا لفظه.
عايشه رضی الله عنها روايت کوي چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي : رحم په عرش پورې معلق دی چې وايي : چا چې زه وصل کړم هغه د الله سره وصل شو ، او چا چې زه پرې کړم الله به د هغه نه (خپل رحم ) پرې کړي .
عن أنس بن مالك_ رضي الله عنه_ قال : قال رسول الله صلى الله عليه وسلم : ((من سرهُ أن يبسط له في رزقه ، ويُنسأ له في أثرة فليصل رحمه)) البخاري الفتح10(5986) ومسلم (2557)
انس رضی الله عنه روايت کوي : رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي : څوک چه خپله روزي ډيره او عمر زيات غواړي نو هغه ته پکار دی چه خپلوي ښه و پالي.

 

عن أبي هريرة- رضي الله عنه- أنه قال : قال رسول الله صلى الله عليه وسلم (( من كان يؤمن بالله واليوم الآخر فليكرم ضيفه ، ومن كان يؤمن بالله واليوم الآخر فليصل رحمه،ومن كان يؤمن بالله واليوم الآخر فليقل خيراً أو ليصمت)) البخاري-الفتح 10(6138) واللفظ له ، ومسلم (47).

د ابی هريرة رضی الله عنه نه روايت دی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي : څوک چې پر الله او ورځ د آخرت ايمان لري نو هغه به د ميلمه اکرام کوي ، او څوک چې پر الله او ورځ د آخرت ايمان لري نو هغه به خپلولي پالي ، او څوک چې پر الله او ورځ د آخرت ايمان لري نو هغه به د خير خبرې کوي يا به څوپ وسي .

عن أبي هريرة ـ رضي الله عنه ـ أنه قال: قال رسول الله صلى الله عليه وسلم : (( إن أعمال بني آدم تعرض كل خميس ليلة الجمعة فلا يقبل عمل قاطع رحم )) رواه أحمد وإسناده صحيح .

يقيناً د بنی آدم عملونه هره پنجشبنه د جمعې په شپه پورته کيږي مګر د خپلوي پرې کوونکي اعمال نه قبليږي .

 

وعن جبير بن مطعم ـ رضي الله عنه ـ قال . قال رسول الله صلى الله عليه وسلم : (( لا يدخل الجنة قاطع)) أي قاطع رحم .

د جبير بن مطعم رضی الله عنه نه روايت دی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم  فرمايلي : نشي داخليدای جنت ته هغه کس چې خپلوي پرې کوي .

عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ رضی الله عنه عَنِ النَّبِيِّ صلی الله عليه وسلم قَالَ: «خَلَقَ اللَّهُ الْخَلْقَ، فَلَمَّا فَرَغَ مِنْهُ، قَامَتِ الرَّحِمُ فَأَخَذَتْ بِحَقْوِ الرَّحْمَنِ، فَقَالَ لَهُ: مَهْ، قَالَتْ: هَذَا مَقَامُ الْعَائِذِ بِكَ مِنَ الْقَطِيعَةِ، قَالَ: أَلا تَرْضَيْنَ أَنْ أَصِلَ مَنْ وَصَلَكِ، وَأَقْطَعَ مَنْ قَطَعَكِ؟ قَالَتْ: بَلَى، يَا رَبِّ، قَالَ: فَذَاكِ»..(بخارى:4830)

ژباړه :ابو هريرة رضی الله عنه وايي : نبی اکرم صلی الله عليه وسلم وفرمايل : الله جل جلا له  موجودات پيدا کړل ، او کله چې د هغې له پيداښت څخه فارغ شو (صله رحم ) پورته شو د مهربان خدای ملا يا ازار يې ونيو ، حق تعالی و فرمايل : څه غواړې ؟ ويې ويل : دا ځای د پنا دی تا ته له قطع صله رحمی .الله تعالی وفرمايل : ايا په دې باندې راضې کيږې چې هر څوک تا سره وصل شي زه هغه خپل ځان سره وصل کړم او هر څوک چې تا پرې کړي زه هغه له ځانه پرې کړم ؟ ويې ويل هو ای زما ربه . الله تعالی و فرمايل : پس همداسې به وکړم.

آن لاين اسلامې لارښود

Print Friendly, PDF & Email