د رباني علماوو ترور لوی مصيبت دی

د صليبي يرغلګرو د کرايي کړو ملعونو،خبيثو او بې وجدانه مزدورو کړيو لخوا د رباني او حق علماوو ترور له اسلام سره لويه دوښمني او د مسلمانانو لپاره لوی مصيبت دی.

ابي درداء رضی الله عنه وايي چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي: «وَمَوْتُ الْعَالِمِ مُصِيبَةٌ لَا تُجْبَرُ، وَثُلْمَةٌ لَا تُسَدُّ، وَهُوَ نَجْمٌ طُمِسَ، مَوْتُ قَبِيلَةٍ أَيْسَرُ مِنْ مَوْتِ عَالِمٍ» (رواه الطبراني و البزار و أبو يعلي و ابن عساکر ).

ژباړه: د عالم مرګ يو داسې مصيبت دی چې جبران نه لري، يو داسې تشه ده چې پوره والی نه لري، هغه يو روښانه ستوری دی، د يوې قبيلې مرګ د عالم له مرګ څخه آسانه دی.

عمر رضی الله عنه وايي: مَوتُ ألفِ عابِدٍ قائِمِ اللَّيلِ صائِمِ النَّهارِ أهوَنُ من مَوتِ عالِمٍ بَصيرٍ بِحَلالِ الله وحَرامِهِ (احياء علوم الدين).

ژباړه : د زرو عبادت کوونکو مرګ چې د شپي نفلي لمونځونه او د ورځې روژې نيسي د یو عالم چې په حلالو او حرامو باندې پوه وي له مرګ څخه آسانه دی.

دا ځکه چې علماء د پيغمبرانو وارثان دي، خلکو ته حق بيانوي او په نيکو کارونو امر کوي او له بدو او ناوړو کارونو څخه يې منع کوي،کچيرې ددې کار لپاره هيڅ څوک هم نه وي نو لرې نه ده چې الله تعالی داسې عذاب نازل کړي چې د ظالمان او فاسقان سربيره نيکو کار هم ټول پکې تباه کړي.

هغه کسان چې رباني علماء په شهادت رسوي، دا د یهودو شاګردان دي چې هغوی به خپل پيغمبران په شهادت رسول ،الله تعالی دغو کسانو ته د سخت عذاب خبرداری ورکړی دی:

وَيَقْتُلُونَ الِّذِينَ يَأْمُرُونَ بِالْقِسْطِ مِنَ النَّاسِ فَبَشِّرْهُم بِعَذَابٍ أَلِيمٍ (آل عمران :۲۱ ) .

ژباړه : او په خلقو كې هغه كسان وژني چې د انصاف كولو حكم كوي، نو هغوى ته د سخت دردونكي عذاب زېرى وركړه.

او څوک چې د الله تعالی د صالحو بنده ګانو سره دوښمني کوي الله تعالی د داسې کسانو پر وړاندې د جنګ اعلان کړی دی …. نو يوازې د خپل زوال د شيبو او د الله تعالی د سختو نيولو انتظار کوئ [انَّ بَطشَ ربَّک لَشَدِيد].

و ما علينا الا البلاغ

آن لاين اسلامي لارښود

(Visited 107 times, 1 visits today)