په کيوبا کې د اسلام چټک خپريدل :

د کيوبا مسلمانان : مونږ ته طالبان، ليونيان او بې دينان ويل کيږي .

قصه داسې ده :

د کيوبا د پخواني ښار هاوانا په ښکلو سړکونو باندې حجاب لرونکي ښځې ليدل کيږي.

خو دا له لرې ځايونو څخه د سيل لپاره نه دي راغلې بلکي د کيوبا مسلمانانې ښځې دي چې ورځ په ورځ يې شمير زياتيږي.

د دغو کسانو د اسلام راوړلو بيلابيل لاملونه دي چې ځنې د مذهبي پلټنې، ځنې د روحاني الهام او ځنې بيا د مسلمانان د دعوت او رابطې په وجه مسلمان شوي دي.

د «الين» په نوم کيوبايي مسلمان ښځه وايي: د لباس او خبرو کولو اصلاح هڅو ته ضرورت لري، ځکه د کيوبا ښځې په زوره او لوړ آواز خبرو کولو عادت لري او دلته ډير ادیان رواج دي، خو دا هر څه په حکمت، پوهه او الله تعالی ته په رجوع او دعا کولو سره اصلاح کيږي.

دلته په ښار کې د يوازې يوه جومات شتون او د حلال خوراک پيدا کيدل څه ستوزمن دي.

۲۷ کلنه کيوبايي خبرياله مريم چې اووه کاله مخکې مسلمانه شوې ده، د سيمه ييزې اسلامي ټولنې سره کار کوي او د هاوانا په جومات کې چې په ۲۰۱۵ کال کې جوړ شوی دی د عربي ژبې او قرآنکريم زده کړه کوي.

هغه وايي دلته مونږ په مختلفو نومونو يادوي لکه: طالبان، ليونيان او بې دينان.

رابطه اسلامي وايي: په کيوبا کې د مسلمانانو شمير ۶۰۰۰ کسانو ته رسيدلی چې ۱۲۰۰ پکې ښځې دي (او ورځ په ورځ زياتيږي).

منبع: المسلمون الجدد.

ژباړه : آن لاين اسلامي لارښود

https://youtu.be/vU4HrDhE-iM

(Visited 126 times, 1 visits today)