نوې مسلمانه شوې يهودۍ په ژړغوني آواز مسلمانان ته نصيخت کوي:

په اسلام باندې نوې مشرفه شوې يهودۍ نجلۍ مسلمانانو ته په ژړغوني آواز داسې نصيحت کوي:

زه څو خبرې لرم چې غواړم هغه مسلمانانو ته ووايم، هغو مسلمانانو ته چې په دين باندې مصرف نه کوي او د دين په خپرولو کې برخه نه اخلی.

دا لوی غفلت دی ځکه زمونږ دين پاک او رښتنی دين دی چې له نورو اديانو څخه ډير خلک پکې داخليږي.

داسې کسان شته چې په دين کې پيدا شوي ( له مسلمان مور او پلار څخه پيدا شوي) خو پخپل دين باندې نه پوهيږي او ډير خلک خپل دين نه زده کوي او دا لوی غفلت او ډيره بده خبره ده.

زه په دې باور يم چې پر مسلمان باندې ضروري ده چې هر سهار له خوبه پاڅيږي ووايي چې يا الله شکر دی چې زه د مسلمان پيدا کړی يم او ما ته د دغه دين را په برخه کړی دی داسې دين چې پاک او حق دين دی.

زه په دې باندې خفه يم چې مسلمانه نه یم پيدا شوې او کلونه مې په تيارو کې تير شوي دي، مګر الحمدلله چې اوس په يو روښانه دين کې ژوند کوم.

او زه مسلمانانو ته وايم چې دغه دين خپور کړئ، دفاع يې وکړئ او پيروي يې وکړئ.

مونږ الله تعالی له څه شي نه يو بې برخې کړي، رجوع به مو یوازې د هغه لوري ته وي او هغه هميشه زمونږ مدد کوونکی دی.

نو ولی لږ څه مصرف ونه کړو څو هغه خپور کړو، او د هغه پيروي وکړو،

زه هيله لرم او غوښتنه کوم چې هر مسلمان به انشاء الله د هغه په خپرولو کې يو څه هڅه کوي.

زه باور لرم چې زه کله نوې مسلمانه يم د دين د خپرولو په فکر کې يم نو هغه چې مسلمان پيدا شوی وی حتماً په څه نا څه دا کار تر سره کولی شي.

په پای کې غواړم له هغو کسانو مننه وکړم چې زما ملاتړ یې وکړ او زما سره يې دغه بهير تير کړ، او له تاسې مسلمانانو وروڼو او خويندو غوښتنه کوم چې د خپل دين ساتنه وکړئ، زمونږ دين يو پاک، سالم او حقيقي دين دی.

منبع : المسلمون الجدد

ژباړه : حمدالله شاکري

(Visited 80 times, 1 visits today)