ملل متحد او که د اسلام او مظلومانو پر ضد د کفري هيوادونو ټلواله

د ملل متحد را منځته کولو لوبه لومړی د امريکا له لورې تر سره شوه چې يو امريکايي ليکوال کتاب ورباندې ليکلی دی چې عربي ته ترجمه شوی دی د «لبعة امم المتحدة» په نوم يې مفصل کتاب ليکلی دی.

ملل متحد اصلاً د امريکې او نورو سترو کفري هيوادونو يو لوبه او نانځکه ده چې د خپلو اهدافو لپاره يې کاروي .

له پروني اقدام څخه يې هدف ښه څرګند شو، چې د پخواني پرځول شوي مفسد او غاصب رژيم نماينده يې په ملل متحد کې و منلو .

د ملل متحد يا د امنيت شوری تش په نوم ټلوالې دا ښه په ډاګه کړه چې دا متحده هيوادونه او د امنيت شوری اصلاً د کفري هيوادونو د انسجام او متحد کولو شوری ده په اسلامي هيوادونو او مسلمانانو پورې هيڅ اړه نه لري او نه د اسلامي هيوادونو څه غم لري، او کومې مرستې چې تر سره کوي د هغو څخه يې موخه استخباراتي او نور اهداف دي.

دا څنګه ملل متحد دی چې د ولسونو د اشغال، بمبارت او ناحقه وژلو قومانده او قانون جايري کولای شي، خو د کوم فرعوني حکومت لخوا که په بې طرفه مظلومو کسانو ظلم کيږي د هغوی د حقوقو نه د دفاع پر ځای نور هم د وخت د فرعون سره مرسته کوي .

نو ملل متحد اصلاً د اسلام د نابودی د پاره د کفري هيوادونو اتحاد دی چې موخه يې د کفر تسلط او د اسلام نابودول دي .

و ما أرسناک الا رحمة للعالمين

آن لاين اسلامي لارښود

(Visited 97 times, 1 visits today)