روژه د انسان بدن ته څومره ګټه لري ؟

روژه د منعوي، فردي او ټولنيزو ګټو سبيره د انسان روغتيا هم زياته ګټه لري، رسول الله صلی الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي:«صوموا تصِحوا» (روژه ونيسئ څو صحتمند شئ)

دا څرګند حقيقت دی چې روژه د انسان بدن ته زياته ګټه رسوي او د ځنو مزمنو نارغيو درملنه ورباندې کيږي چې پر بل څه سره نه کيږي چې په لاندې مقاله کې ځنو ته لنډه اشاره شوې ده :

♣♣♣

۱- دماغ

روژه بدن مجبوروي تر څو په هغه کې د زيرمه شويو غوړو يوه برخه مصرف کړي ، چې په نتيجه کې په وينه کې د «کوليسترول» مادې کچه ښکته کيږي کوم چې د دماغي سکتې سبب ګرځي او د روژې پر مهال يې تر ډيره حده پورې مخنيوی کيږي .

♣♣♣

۲- پوست

په روژه کې د بدن د اوبو نسبت کميږي نو ځکه په پوست کې د اوبو نسبت کميږي چې په نتيجه کې د لاندې ناروغيو مخنيوی ورباندې کيږي :

– د پوست مقاومت د جراثمو او ميکروبي ناروغيو پر وړاندې غښتلی کوي .

– د پوستګي د ناروغيو شدت کموي کوم چې د بدن ډيرو برخو ته رسيږي لکه د « psoriasis » په نوم جلدي ناروغي .

– د حساسيت ناروغی کموي او تر ډيره حده پورې د غوړ پوست ستونزې کموي.

♣♣♣

۳- زړه :

زړه د خوړو د هضم لپاره ۱۰٪ وينه جهاز هضمي ته لږدوي مګر د روژې پر مهال دغه نسبت کميږي چې په نتيجه کې زړه څه نا څه استراحت کوي، همدارنګه د زيرمه شويو غوړو د استهلاک (مصرف) په نتيجه کې په وينه کې د «کوليسترول» مادې نسبت کميږي هغه ماده کومه چې د وينې د رګونو په ديوالونو باندې ځای پر ځای کيږي چې په نتيجه کې د وينې رګونه تنګوي او يا کله هم د رګونو د بندوالي سبب ګرځي نو په روژه کې تر ډيره حده پورې د دغه صحي مشکل مخنوی کيږي .

♣♣♣

۴- وينه

روژه د وينې په کروياتو او يا د هموګلوبين پر نسبت باندې تأثير نه کوي او همدارنګه د پروتين په نسبت باندې هم تأثير نه کوي کوم د بدن په فعاليت او ژوند کې بنسټيز رول لوبوي نو د روژې پر مهال د بدن د فعاليت ساتنه کوي .

او همدارنګه د اوبو نه څښل د وينې په رګونو کې د ننه د وينې مقدار کموي چې د «پروسټاکلاډين» په نوم افراز زياتوي کوم چې د رګونو په فعاليت او د وينې په حجرو کې مهم رول لري او د کولمو د زخمونو په جوړولو کې مهم فعاليت کوي او په زيږتون (ولادت) کې آساني راولي .

♣♣♣

۵- په جهاز هضمي باندې د روژې تأثير :

د روژې پر مهال د معدې ګيس کميږي ځکه چې د هعه افرازول په هاضمې سيستم کې د خوړو په شتون پورې اړه لري ، نو په دې سره د کولمو خوځښت يا حرکت ورو کيږي او د خپل فعاليت د نوي کولو لپاره دمه او استراحت کوي .

همدارنګه تجربو ښودلی چې د روژې په وسيله د معدې اسيد يا د معدې سوزش کوم چې ډير خلک ورڅخه ځوريږي کنتروليږي او تر ډيره حده پورې د معدې د زخم مخنوی کوي.

♣♣♣

۶- د روژې تأثير پر پانقراس باندې :

روژه د پانقراس  د راحت او آرام کولو لپاره يو ښه فرصت دی ، پانقراس « انسولين» افرازوي کوم چې په نسجونو کې زيرمه شوی قند (خواږه) پر نشايسته او غوړو بدلوي ، کچيرې خواړه د «انسولين » له مقدار څخه زيات شي نو پر پانقراس بوج ور ولي او خپله دنده سمه نشي تر سره کولای چې بلاخره په وينه کې قند زياتيږي او په تدريجي توګه د شکر ناروغی منځته راځي .

♣♣♣

7- په جګر باندې د روژې تأثير :

د روژې پر مهال جګر فعال وي ځکه چې بدن پر زيرمه شويو غوړو باندې تکيه کوي او د هغه زياته برخه په جګر کې زيرمه شوي وي تر څو هغه اکسيد کړي او بدن ور څخه ګټه واخلي نو ځکه جګر خپل زيرمه شوي غوړ د بولي سیستم ليارې لرې کوي او د دغه غوړو څخه ځان خلاصوي او د جګر سلولونه ښه فعال کيږي .

♣♣♣

۸- پر پوښتورګو باندې د روژې تأثیر :

د ورځې له ۱۰ څخه تر ۱۲ ساعته پورې د اوبو نه څښل ډير وخت د پښتورګو لپاره ګټور وي، کله چي د بدن د مايعاتو غلظت ډيريږي نو د يو څه وچوالي لامل کيږي چې بدن يې د تحمل توان لري ځکه کافي زيرمه لري نو دعه مهال پښتورګي د فاضله موادو څخه د خلاصون يو لنډ مهاله استراحت کوي، او دا ددې سبب کيږي چې د يو عادي کس د وينې فشار لږ کم شي او د هغو کسانو لپاره چې د وينې لوړ فشار لري ګټور دی ځکه چې د روژې پر مهال د مالګو غلظت لکه : سديم ، پتاشيم زياتيږي او کلسيم د غوړو په مصرفولو سره کميږي چې په پښتورګو کې د ډبرو جوړيدو مخنيوی کوي او همدارنګه د غوړو د کڅوړو او تومورونو د رامنځته کيدو مخنيوی کوي.

♣♣♣

۹- پر مفاصلو (بندونو ) باندې د روژې تأثير :

د روژې په جريان کې د هغو زهرجنو موادو او ميکروبونو څخه د خلاصون وړتيا زياتيږي کوم چې د بندونو د درد لامل کيږي، چې په عصري طب کې د هغه لپاره تر اوسه پورې کومه درملنه وجود نلري، او دغه مهال د تخريب سرعت کميږي او التهاب جوړيږي او همدارنګه روژه نيول د بندونو د التهابي مرض «Gout » نسبت کموي کوم چې په بندونو کې د يوريک اسيد « Uric acid» د ډيريدو سبب کيږي چې د ډيرو غوښو او غير صحي خوړو په نتيجه کې را منځته کيږي.

♣♣♣

۱۰- د وزن کموالی

په نن عصر کې ډير کسان د وزن د زياتوالی څخه ځوريږي چې ځنې وخت د ناروغی لامل ګرځي، روژه نيول په ډير ښه شان سره د بدن وزن کوي.

غربي ډاکتر «ماک فادون» وايي : هر انسان روژې نيولو ته احتياج دی که څه هم ناروغ نه وي ځکه چې د خوړو غوړي د انسان په بدن کې جمع کيږي او وزن يې زياتيږي او فعاليت يې کميږي چې داسې وي لکه: ناروغ ، نو کله چې روژه ونيسي په بدن کې زيرمه شوي غوړي حليږي او وزن يې کميږي .

و بالله توفيق

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email