د رمضان د مياشتې د نيکمرغۍ او عظمت اسباب څه دي ؟

د رمضان المبارک مياشت د اسلام په مقدس دين کې يو معظمه او با برکته مياشت ده چې لاندې فضائل او ځانګړتياوي لري :

۱- الله تعالی په دغه مياشت کې پر مسلمانانو باندې روژه چې د اسلام څلورم رکن دی فرض کړې ده .

[يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ كُتِبَ عَلَيْكُمُ الصِّيَامُ كَمَا كُتِبَ عَلَى الَّذِينَ مِن قَبْلِكُمْ][1]

ژباړه : ای مؤمنانو ! پر تاسې (داسې ) روژه فرض کړ شوې ده لکه پر هغو کسانو چې فرض کړ شوې وه چې تر تاسې پخوا وو .

د ابن عمر رضی الله عنه نه روايت دی چې : رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي دي :

«بني الإسلام على خمس شهادة أن لا إله إلا الله , وأن محمدا عبد الله ورسوله , وإقام الصلاة , وإيتاء الزكاة ، وصوم رمضان , وحج البيت»[2]

ژباړه : اسلام پر پنځو بناوو ولاړ دی ، د شهادت کلمه ، د لمانځه ادا کول او زکات ورکول او د رمضان روژه نيول او د بيت الله شريف حج کول .

۲- الله تعالی په دغه مياشت کې قرآن نازل کړی دی:

[ شَهْرُ رَمَضَانَ الَّذِي أُنْزِلَ فِيهِ الْقُرْآنُ هُدىً لِلنَّاسِ وَبَيِّنَاتٍ مِنَ الْهُدَى وَالْفُرْقَانِ ][3]

ژباړه : د روژې مياشت هغه (مياشت ) ده چې قرآن په کې نازل شوی دی ، چې د خلکو د پاره هدايت دی او د هدايت لپاره روښانه دلايل او د (د حق او باطل ) تر منځ بېلوونکی دی.

۳- الله تعالی په دغه مياشت کې د ليلة القدر شپه ګرځولي ده چې غوره ده له زرو مياشتو څخه [ إِنَّا أَنْزَلْنَاهُ فِي لَيْلَةِ الْقَدْرِ . وَمَا أَدْرَاكَ مَا لَيْلَةُ الْقَدْرِ . لَيْلَةُ الْقَدْرِ خَيْرٌ مِنْ أَلْفِ شَهْرٍ . تَنَزَّلُ الْمَلائِكَةُ وَالرُّوحُ فِيهَا بِإِذْنِ رَبِّهِمْ مِنْ كُلِّ أَمْرٍ . سَلامٌ هِيَ حَتَّى مَطْلَعِ الْفَجْرِ ][4]

په فضيلت د دغه شپې کې مکمل سورة نازل شوی دی او ددې شپې په فضيلت کې زيات احاديث روايت شوي دي :

رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي : «أَتَاكُمْ رَمَضَانُ شَهْرٌ مُبَارَكٌ فَرَضَ اللَّهُ عَزَّ وَجَلَّ عَلَيْكُمْ صِيَامَهُ , تُفْتَحُ فِيهِ أَبْوَابُ السَّمَاءِ , وَتُغْلَقُ فِيهِ أَبْوَابُ الْجَحِيمِ , وَتُغَلُّ فِيهِ مَرَدَةُ الشَّيَاطِينِ , لِلَّهِ فِيهِ لَيْلَةٌ خَيْرٌ مِنْ أَلْفِ شَهْرٍ »[5]

ژباړه : پر تاسې د رمضان مبارکه مياشت راغله چې الله تعالی د دغه مياشتې روژه پر تاسې فرض کړې ده ، په دغه مياشت کې د جنت دروازې پرانيستل کيږي ، د دوزخ دروازې بنديږي ، په دې مياشت کې شيطانان تړل کيږي ، په دې مياشت الله تعالی لره يوه غوره شپه ده چې په دې شپه کې عبادت کول له زرو مياشتو غوره دی .

۴- الله تعالی د دغه مياشتې روژه نيول او په هغه کې قيام کول د بندګانو د ګناهونو د بخښنې ذريعه ګرځولې ده .

رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي :«من صام رمضان إيمانا واحتسابا غفر له ما تقدم من ذنبه »[6].

ژباړه: څوک چې د رمضان په مياشتې کې روژه  د ايمان په تقاضا او د ثواب لپاره ونيسي نو د هغه آينده ګناهونه بخښل کيږي.

قال صلى الله عليه وسلم : « ومن قام رمضان إيمانا واحتسابا غفر له ما تقدم من ذنبه»[7]

او همدارنګه فرمايي : څوک چې د رمضان په مياشت کې د شپی قيام وکړی (د تراويح لمونځ ) د ايمان په تقاضا او د ثواب لپاره نو د هغه آينده ګناهونه بخښل کيږي.

او امام مسلم روايت نقل کړی دی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي: « الصلوات الخمس , والجمعة إلى الجمعة , ورمضان إلى رمضان , مكفرات ما بينهن إذا اجتنبت الكبائر »

ژباړه : پنځه وخته لمونځونه ، د جمعې لمونځ تر بلې جُمعې پورې او يو رمضان تر بل رمضان پورې د ګناهونه له مينځه وړي کوم چې ددې تر منځ دي کله چې د لويو ګناهونو څخه پرهيز وشي.

۵- الله تعالی په دغه مياشت کې د جنت دروازې پرانېږي او د دوزخ دروازې بندوي ، شيطانان تړي لکه د بخاري او مسلم په حديث کې چې راځي : رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمايلي: « إذا جاء رمضان فتحت أبواب الجنة , وغلقت أبواب النار , وصُفِّدت الشياطين »[8]

يعنې : کله چې رمضان راشي د جنت دروازې خلاصيږي ، د دوزخ دروازې بنديږي او شيطانان پر ځنځيرونو تړل کيږي .

۶- الله تعالی د رمضان هره شپه د دوزخ څخه د خلاصون وسيله ګرځولې ده .

قال النبي صلى الله عليه وسلم : «لله عند كل فطر عتقاء »[9].

وروى البزار (كشف_ 962) من حديث أبي سعيد قال : قال رسول الله صلى الله عليه وسلم :« إن لله تبارك وتعالى عتقاء في كل يوم وليلة _ يعني في رمضان _ , وإن لكل مسلم في كل يوم وليلة دعوة مستجابة » .

او امام البزاز د ابی سعيد رضی الله عنه حديث نقل کړی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي : يقيناً د الله تعالی په نزد په رمضان المبارک کې هره شپه او ورځ کې نجات دی او د هر مسلمان د پاره د رمضان په هره شپه او ورځ کې يوه قبوله دعا ده (يوه دعا يې قبليږي ) .

۷- د رمضان د مياشتې روژه نيول د لسو مياشتو د روژې نيولو برابر ثواب لري ( ځکه بدله لس څلنده ده ) :

رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي: «من صام رمضان , ثم أتبعه ستا من شوال كان كصيام الدهر» [10] .

ژباړه: څوک چې د رمضان روژه ونيسي او بيا په هغه پسې د شوال شپږ روژې ونيسي داسې ده لکه ټول عمر يې چې روژه نيولې وي ( که هر کال داسې وکړي نو ټول عمر به ور ته حساب شي ) .

۸- په دې مياشت کې د تراويحو لمونځ په جماعت سره داسې ثواب لري لکه ټوله شپه يې چې په عبادت کولو رڼه کړی وي په دليل د دغه حديث شريف : عن أبي ذر رضي الله عنه قال : قال رسول الله صلى الله عليه وسلم : « إنه من قام مع الإمام حتى ينصرف كتب له قيام ليلة »[11]

د خويندو لپاره په کور ادا کول تر جومات هم غوره دي

«امام احمد په خپل مسند کې روايت نقل کړی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرماپيلي :«خير مساجد النساء قعر بيوتهن

ژباړه : د ښځو لپاره غوره جوماتونه د دوی کورونه دي .

۹ – په دې مياشت کې عمره د حج برابر ثواب لري په دليل د دغه حديث شريف :

له حضرت ابن عباس رضی الله عنه نه روايت دی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم و فرمايل: «عمرة فی رمضان تعدل حجة- أو حجة معي»[12]

ژباړه:: په رمضان کې عمره د حج سره برابره ده او يا داسې ثواب لري لکه چې د جناب نبی کريم صلی الله عليه وسلم سره يې يو ځای حج کړی وي.

۱۰- په دې مياشت کې اعتکاف سنت دی چې زيات فضيلت لري :

عَنْ عَائِشَةَ رَضِي اللَّه عَنْهَا زَوْجِ النَّبِيِّ صلی الله عليه وسلم : «أَنَّ النَّبِيَّ صلی الله عليه وسلم كَانَ يَعْتَكِفُ الْعَشْرَ الأَوَاخِرَ مِنْ رَمَضَانَ حَتَّى تَوَفَّاهُ اللَّهُ، ثُمَّ اعْتَكَفَ أَزْوَاجُهُ مِنْ بَعْدِهِ»[13]

ژباړه : عايشه رضي ‏الله‏ عنها د رسول  الله صلی الله علیه وسلم مبارکه بی بی وايي : رسول الله صلی الله عليه وسلم د مرګ تر وخته د رمضان په آخرو لسو وروځو کې په اعتکاف کې کيناستلو-وروسته له هغې دده مبارکی بيبيانی هم په اعتکاف کې کيناستلې .

۱۱- په رمضان المبارک کې د قرآنکريم ډير ډير تلاوت کول ثواب لري ځکه چې په هر شپه د رمضان المبارک کې به جبريل عليه سلام د رسول الله صلی الله عليه وسلم حضور ته تشريف راوړلو او د هغه سره به يې قرآن تکرارولو :

«فِي رَمَضَانَ حِينَ يَلْقَاهُ جِبْرِيلُ وَكَانَ يَلْقَاهُ فِي كُلِّ لَيْلَةٍ مِنْ رَمَضَانَ فَيُدَارِسُهُ الْقُرْآنَ»[14]

۱۲- روژه نيونکې ته د روژه ماتي برابرول د روژې نيولو ثواب لري :

 «من فطر صآئماً او جهز غازیاً فله مثل اجره»[15].

ژباړه: چا چې روژه دار ته روژه ماتي د پاره څه ورکړل او يا چا مجاهد ته د جهاد د پاره وسله يا نور تجهيزات ورکړل نو هغه ته به د روژه دار يا مجاهد په مثل ثواب وي .

۱۳- په رمضان المبارک کې دعا قبليږي:

رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي : «ثلاثة لا ترد دعوتهم: الإمام العادل. والصائم حتى يفطر. ودعوة المظلوم » [16]

ژباړه: د دريو کسان دعا نه رديږي – روژه دار د روژه ماتي تر وخت پورې د عادل امام او حق غوښتونکی مظلوم

آن لاين اسلامي لارښود

——————————————

[1] – سوره البقرة :۱۸۳ .

[2] – رواه البخاري و مسلم .

[3] – سوره البقره :۱۸۵ .

[4] – سوره القدر :۱-۵ .

[5] – رواه النسائي ( ۲۱۰۶ ) وأحمد (۸۷۶۹)

[6] – البخاري ( ۲۰۱۴ ) ، ومسلم ( ۷۶۰ )

[7] – البخاري ( ۲۰۰۸ ) ومسلم ( ۱۷۴ )

[8] البخاري ( ۱۸۹۸ ) ، ومسلم ( ۱۰۷۹ )

[9] – أحمد (۵/۲۵۶) ، صحيح الترغيب” (۹۸۷)

[10] – صحيح مسلم-۱۱۶۴

[11] – رواه أبي داود (۱۳۷۰)

[12] – متفق عليه

[13] – رواه البخاري .

[14] – رواه البخاري .

[15] –  رواه البيهقي – شرح السنه للبغوي .

[16] – رواه ابن ماجه :۱۷۵۲ .

Print Friendly, PDF & Email

2 تبصرې

  1. ya allah

  2. ماشاالله څمره په زړه پوري معلومات وړاندي کوئ الله پاک دي ستاسي د نيکيو بدله درکري.
    په درنښت
    ثنا