په روژه کې زيات آرام او خوب کول څه نقصان لري ؟

روژه د خير موسم د رحمت د نزول او د بښنې يو لوی چانس دی ، خو دغه خير او رحمت به د چا په برخه وي ؟

کچيرې باران وريږي نو هغه لوښي ورڅخه ډکيږي چې د ډکولو لپاره اماده وي مګر هغه لوښي چې نسکور وي باران هيڅ ګټه ورته نه رسوي .

په روژه کې ځنې کسان داسې وي چې يوازې خپله خوله يې له خوراک او څښاک څخه بنده کړې وي خو د هيڅ ګناه او حرام کار هيڅ خيال نه ساتي حال چې د روژې اصلي مقصد د تقوی حاصلول دي ، د داسې کسانو د غاړې څخه د روژې فرضيت ساقطيږي خو د روژې د فضيلت څخه بې برخې دي .

رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي :«ليس الصيام عن الطعام والشراب وإنما الصيام من اللغو والرفث » (الحاکم ۱۶۰۴و ابن خزيمه ۱۹۹۵ ) .

ژباړه: د خوړلو او څښلو پرېښودل روژه نه ده بلکي روژه د لهو ، لعبو او بدو کارونو څخه ځان ساتل دي .

همدارنګه رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي :«مَن لّم يَدَع قَولَ الزُّور وَالعَمَلَ بِه فَليسَ لِلهِ حَاجَةُ ُاَن يَّدَع َطَعاَمَه وَشَرَابَه » (رواه بخاري) .

ژباړه : کوم سړی چه بد کارونه فضولي خبرې نه پريږدي نو الله تعالی ته د ده د خوړلو او څښلو پريښودو ته څه ضرورت نشته .

او ځنې کسان بيا روژه په نفلي عباداتو ، تلاوت ، ذکر ، دعا ، صدقه ، ديني فکر ، د دين زده کړه او د کور د ضرورياتو په رفع کولو سره تيروي او له حرامو کارونو څخه ځان ساتي د دغه کسان لپاره به ان شاء الله د روژې پوره اجر وي ..

او ځنې بيا داسې کسان دي چې له ګناه څخه تر ډيره حده پورې ځان ساتي مګر نور څه فعاليت نه کوي ، زمونږ د موضوع هدف همدا ډله ده .

 ځنې کسان ددې ويرې څخه چې زه وږی يا تږي نشم ، ډير خوب کوي ، په نفلي عباداتو ، تلاوت ، ذکر ، دعا کې سستي کوي يا دا چې اصلاً سست وي او يا ددې ويرې څخه چې که څه فعالیت او حرکت وکړم نو وږی يا تږی به شم .

آیا په روژه کې حرکت او فعاليت تاوان او څه نقصان لري ؟

د ماليكيولى بيو فزيک او طب استاذ دوکتور عبد الباسط محمد سيد وايي :

طبي حوالي څرګندوي چې د روژې پر مهال د غذايي موادو د جزب څخه وروسته د عضلاتو د فعاليت او حرکت په وسيله د «لوسين ، ايزولوسين او والين » په نوم د امينو اسيدونه اکسايډ کيږي چې د دغه اکسيډيشن په نتيجه کې انرژي آزاديږي .

او همدارنګه د روژې پر مهال حرکت کول د جيګر او عضلاتو د فعاليت لپاره مثبت او حياتي بلل کيږي چې د انسان بدن له اضافي غوړو او نورو زهرجنو موادو څخه نجات مومي .

مګر اسلام د افراط او تفريط څخه پاک دين دی ، هر څه په به اندازه وي ، عبادت ، حرکت او فعاليت او هر څه به د توان موافق تر سره کيږي .

و بالله توفیق

آن لاين اسلامي لارښود

(Visited 127 times, 1 visits today)