د مخدره موادو کار او بار

السلام علیکم، د خدای ج څخه روغ صحت درته غواړم.

زما یوه پوښتنه ده، هیله ده مکمل جواب راته ووایاست، زما یو ملګری دی چی د پیسو د نه شتون له امله د مخدره موادو په پلورلو کی د نورو قاچاقبرانو سره مرسته کوی او خپلی پیسی برابرو

تاسی راته ووایاست چی په اسلام کی ددی لپاره کومه سزا ده؟؟زما ملګری د کریستالو کار کوی په خارج هیواد کی محصل دی، او دا کار هم په خارج هیواد کی کوی.

هیله ده جواب راکی چی کول په کار دی، خدای ج به دده سره څنګه حساب وکړی ؟

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

د مخدره موادو لکه : شراب او د مخدره اهدافو لپاره  ترياک ، افيون او چرسو کار او بار يا تجارت کول حرام دی ځکه کوم شی چې حرام وي د هغه تجارت کول هم حرام دي .

« نهى رسول الله صلى الله عليه وسلم عن كل مسكر ومفتر» (احمد و ابوداؤد).

يعنې : رسول الله صلی الله عليه وسلم  د ټو لو نشه کوونکو او بې حسه او ضعیف کوونکو شيانو څخه منع فرمايې ده.

مکسر : هر هغه ماده چې نشه کوونکي وي.

مفتر : هغه ماده چې بې حسه ، سست او ضعيفه کوونکي وي.

علماء کرامو د مفتر مادې څخه په خاص ډول چرس او تر ياک استنباط کړي دي .

او د ترياکو او چرسو ضرر ښکاره ده ، د  اسلام عمومي قاعده ده چې (لا ضرر ولا ضرار‏) په اسلام کې ځان او بل ته ضرر رسول حرام دي.

او هر شی چې حرام وي د هغه تجارت او کاروبار هم حرام دی .

رسول الله صلی الله عليه وسلم  فرمايي:«إن الله إذا حرم شيئا حرم ثمنه»

ژباړه: يقيناً الله پاک چې د کوم شي د حرمت حکم کړی وي د هغې بيع او تجارت هم حرام دی.

نور تفصيل دلته ولولئ :

https://dawat610.com/archives/11036

https://dawat610.com/archives/11039

و الله سبحانه وتعالی اعلم

آن لاين اسلامي لارښود

(Visited 164 times, 1 visits today)