زه له افغانستانه راتلم په دوبۍ کې مې شپه وکړه او شنبې د سهار لمونځ مې په دوبۍ کې وکړ خو امریکا ته د اوه لس ساعته مزل وروسته بیا دلته د شنبې د ورځې په ماسپیښین را ورسیدم
نو ما خو د سهار د شنبې د ورځې لمونځ کړی او د ماسپښین به ادا کوم خو ځیني ملګري وايي چې نه دا لار چې اوږده ده باید لمونځ پکې وکړې
د اسلام او احادیثو په رڼا کې یې ځواب څه دی.
امريکا – کلیفورنیا
ځواب
بسم الله الرحمن الرحيم
کله چې مسافر ته د سهار د لمانځه وخت معلوم شي نو لمونځ به ادا کړي که څه هم دومره موده ووځي لکه د ماسختن او سهار تر منځ ځکه چې دی د غرب په لوري حرکت کوي او حرکت يې د لمر د حرکت له جهت سره موافق دی او کله چې لمر ولويږي نو د ماښام وخت داخليږي او کله چې سور شفق ورک شي د ماسختن وخت داخليږي د ماسپخين او مازديګر د لمانځه د وختونو په اړه به پوښتنه او اجتهاد کوي او لمونځ به ادا کوي چې دا لمونځ يې صحي دی او قضايي ته ضرورت نشته ، مګر که وروسته ورته معلومه شوه چې لمونځ يې بې وخته ادا کړی دی نو د هغه به قضايي وګرځوي .
او په اوس وخت کې په فضاء او ځمکه کې د لمانځه د وخت معلوملو وسائل شته .
په الوتکه کې د لمانځه د وخت معلومولو سافټوير (Sky Prayers) دی .
جاء في فتاوی الاسلام سوال جواب :
المسافر بالطائرة ، يصلي إذا دخل وقت الصلاة ، وهذا يمكن معرفته بالمشاهدة بالنسبة لوقت المغرب والعشاء والفجر ، فإذا غربت الشمس فقد دخل وقت المغرب ، وإذا غاب الشفق الأحمر فقد دخل وقت العشاء ، وإذا طلع الفجر فقد دخل وقت الفجر .
وأما الظهر والعصر ، فيمكنك أداؤهما بالاجتهاد والتحري . واعلم أن من خفي عليه الوقت ، فاجتهد قدر وسعه ، وصلى ، فصلاته صحيحة ، إلا إذا تبين له أنه صلى قبل الوقت ، فيعيد ، وأما إذا لم يتبين له شيء ، فلا شيء عليه .
وقد سئل الشيخ ابن عثيمين رحمه الله تعالى عن رجل سيسافر من الرياض إلى أمريكا الساعة الواحدة ليلاً، فكيف يقدر وقت صلاة الفجر؟ فأجاب الشيخ: يمشي فإذا طلع الفجر صلى ولو طالت المدة بين العشاء والفجر؛ لأنه إذا كان سيسافر غرباً فستطول المدة، المهم أنه لا يلزمه أن يصلي إلا إذا طلع الفجر، فإذا قال مضيف الطائرة: إنه طلع الفجر صلى. اهـ
و الله سبحانه وتعالی اعلم
آن لاين اسلامي لارښود