د شرابو څښلو خطرناکې پايلې او په دې ګناه کې د لسو ډلو شمول

اول – د شرابو حرمت :

شراب په قرآن ، سنتو او اجماع حرام دي ، د حرمت څخه منکر يې کافر او مرتد دی .

لقوله سبحانه وتعالی :[يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوآ إِنَّمَا الْخَمْرُ وَالْمَيْسِرُ وَالاَنصَابُ وَالاَزْلاَمُ رِجْسٌ مِّنْ عَمَلِ الشَّيْطَانِ فَاجْتَنِبُوهُ لَعَلَّكُمْ تُفْلِحُونَ] (سورة المائدة ۹۰).

ژباړه : ای مؤمنانو! يقيناْ چه شراب او قمار او بتان اوغشی (د فال ، دا څلور واړه ټول ) پليت دي له کاره د شيطان څخه دي نو ځان وساتئ تاسې له دې څخه لپاره ددې چه نجات ومومئ .

په پورته آیت شريف کې لاندې ټکو ته اشاره شوې ده :

الف : دې څيزونو ته رجس (ګنده ګي ) وفرمائل شوه چه ددې نه بايد هر سالم عقل خپله اجتناب وکړي .

ب : دا کار د شيطان عمل دی .

ج: دا چې د شرابو او جواري حرمت د بت پرستۍ سره جمع کړ شو .

شراب که هر قسم کمياوي تعامل ولري او په هر نوم ياد کړ شي خو چې نشه ولري د شرابو حکم لري .

ځکه رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي : «كل مسكر خمر، وكل خمر حرام» ( هر نشه کوونکی شی د خمرو حکم لري ، او هر خمر حرام دی ) (رواه المسلم ) .

رسول الله صلی الله عليه وسلم مونږ ته پخوا خبر راکړئ دی چې زما په امت کې به داسې کسان پيدا شي چې دوی به شراب حلال ګڼې او پر بل نامه به يې يادوي .

«لَيَكُونَنَّ مِنْ أُمَّتِي أَقْوَامٌ يَسْتَحِلُّونَ الْحِرَ، وَالْحَرِيرَ، وَالْخَمْرَ، وَالْمَعَازِفَ...» (بخارى: 5590)

ژباړه : يقيناً زما په امت کې به داسې کسان پيدا شي چې دوی به د زنا فاحش عمل ،ابريشم ،شراب،ساز او موسيقي حلال بولي .

او فرمايي :«يَشْرَبُ نَاسٌ مِنْ أُمَّتِي الْخَمْرَ، بِاسْمٍ يُسَمُّونَهَا إِيَّاهُ». (ابن ماجه 3385 )

ژباړه : زما د امت يوه ډله به شراب څکي حال دا چه پربل نامه به يی بولی .

دوهم – د شرابو حد :

په اسلامي شريعت کې په شراب څښونکي باندې شرعي حد دی چې د حد د ثبوت (اقرار او شهادت ) وروسته به اتيا دُرې وهل کيږي .

لقوله رسول الله صلی الله عليه وسلم :«من شرب الخمر فاجلدوه » (أخرجه أصحاب السنن إلا الترمذي).

د شرابو بيع او تجارت حرام دی :

د شرابو خرڅول، رانيول او بل ته سوغات کول حرام دي،قال النبي عليه الصلاة والسلام: «يا أهل المدينة،إن ا لله تبارك وتعالى قد أنزل تحريم الخمر، فمن كتب هذه الآية، وعنده شيء منها،فلا يشربها،ولايبيعها .

ژباړه: نبی صلی الله عليه وسلم فرمايي : ای د مدېنې خلکو ! يقيناً الله تعالی د شرابوحرمت نازل کړ،د چا سره که څه شراب پاتې وي هغه مه څښئ او همدارنګه دهغه تجارت مه کوئ(نقل من فقه الاسلامي وادله -بدائع الصنائع) .

رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي : إن الله ورسوله حرم بيع الخمر والميتة والخنزير والأصنام (رواه البخاري) .
ژباړه : يقيناً الله تعالی او د هغه رسول د شرابو ، مردارې ، خنزير او بتانو خرڅول او اخيستل حرام کړي دي .

او بل دا چې رسول الله صلی الله عليه وسلم  فرمايي : ( إن الله إذا حرم شيئا حرم ثمنه )
يقيناً الله جل جلا له  چې د کوم شي د حرمت حکم کړی وي د هغې بيع او تجارت هم حرام دي (رواه احمد)  .

د شرابو په ګناه کې د لسو ډلو شاملوالی :

د شرابو په لعنت او ګناه کې لس کسان شامل دي ، رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي:لَعَنَ اللَّهُ الْخَمْرَ وَشَارِبَهَا وَسَاقِيَهَا وَبَائِعَهَا وَمُبْتَاعَهَا وَعَاصِرَهَا وَمُعْتَصِرَهَا وَحَامِلَهَا وَالْمَحْمُولَةَ إِلَيْهِ (ابوداود او سلسلة صحيحة ۲۳۸) .

يعنې : الله تعالی لعنت کړی دی په شرابخور ، ساقي ( کوم چې د څښلو د پاره شراب برابروي ) ، د شرابو خرچونکی او اخيسونکی، د شرابو جوړونکی او د شرابو نقل کوونکی او حمل کوونکی .

د شرابو څښلو خطرناکی پايلې :

عَن ابنِ عَبَاسٍ قَالَ قَالَ رسُول الله صلي الله عليه وسلم مُدمِنُ الخَمرِ اِن مَاتَ لَفِیَ اللهُ تَعاَلی كَعاَبِدِ وَثن ٍ .(رواه احمد ).

له ابن عباس نه روايت دی چه رسول الله صلي الله عليه وسلم فرمايې : چه هميشه شرابو څښلو واله که په داسې حال کې مړشو ،نو د الله تعالی په حضور کې به دده حاضريدل د مشرک او بت پرست په شان کيږي .

په صحيح البخاري ( 2295 ) ا ومسلم ( 86 ) د ابی هريرة رضي اللَّه عنه نه روايت دی چې رسول الله صلّى اللَّه عَلَيْه وسلم فرمايلي « لا يَزْنِي الزَّانِي حِينَ يَزْنِي وَهُوَ مُؤْمِنٌ وَلا يَشْرَبُ الْخَمْرَ حِينَ يَشْرَبُ وَهُوَ مُؤْمِنٌ وَ لا يَسْرِقُ حِينَ يَسْرِقُ وَهُوَ مُؤْمِنٌ…» .

ژباړه : زنا کار زنا نه کوي دا چې دی د زنا پر مهال مؤمن وي ( د زنا پر مهال مؤمن نه دی ) ، او شرابخور د شرابو څښلو پر مهال مؤمن نه دی او غل د غلا کولو پر مهال مؤمن نه دی ، يعنې په دغه حالت کې مړ شي خاتمه يې سخطرناکه ده .

او رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي :«كل مسكر حرام، وإن على الله عهدا لمن يشرب المسكر أن يسقيه من طينة الخبال . قالوا : يا رسول الله صلى الله عليه وسلم وما طينة الخبال؟ قال : عرق أهل النار أو عصارة أهل النار»(أخرجه مسلم والنسائي) .

ژباړه : هر نشه کوونکی شی حرام دي ، او دا په الله تعالی عهد دی د هغه چا لپاره چې شراب څښي نو په هغه باندې به [طينة الخبال] څښي . هغوی وويل : يا رسول الله صلی الله عليه وسلم [طينة الخبال] څه شی دي ؟ ويې فرمايل : د دوزخيانو خولې .

همدارنګه رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي : «من شرب الخمر لم تقبل له صلاة أربعين صباحا، فإن تاب تاب الله عليه… » ( رواه ابی داود و النسائی ) .

ژباړه : څوک چې شراب وڅښي د څلويښتو ورځو لمونځ يې نه قبليږي ، پس که توبه وباسي الله تعالی به يې توبه قبوله کړي .

شراب د ټولو ګناهونو کلۍ ده :

په حديث شريف راغلي : اِجتَنِبُو الخَمرَ فَاِنّهَا مِفتاَحُ كُلّ َ شَرًّ (حاكم ).

ژباړه : د شرابو له څښلو لری اوسئ ! ځکه يقيناْ شراب د ټولو بديو کلۍ  ده .

و ما توفيقي الا بالله عليه توکلت واليه انيب

و ما علينا الا البلاغ المبين

آن لاين اسلامي لارښود (www.dawat610.com)

Print Friendly, PDF & Email

اترك تعليقاً