اسلام انسان ته په ډير ستر عزت او اکرام قايل دي ، الله سبحانه وتعالی فرمايي: [وَلَقَدْ كَرَّمْنَا بَنِي آَدَمَ وَحَمَلْنَاهُمْ فِي الْبَرِّ وَالْبَحْرِ وَرَزَقْنَاهُمْ مِنَ الطَّيِّبَاتِ وَفَضَّلْنَاهُمْ عَلَى كَثِيرٍ مِمَّنْ خَلَقْنَا تَفْضِيلًا ][1] .
ژباړه: {او یقینًا مونږ د آدم اولادې ته ډېر عزت وركړى دى، او مونږ دوى (په سورلیو باندې) په وچه كې او په سمندر كې سواره كړي دي او مونږ دوى ته خوندور پاكیزه شیان وركړي دي او مونږ دوى په خپل مخلوق كې په ډېرو زیاتو باندې غوره كړي دي، غوره كول}.
په اسلام کې چې کوم حقوق انسان ته ورکړل شوي دي نو هغه د انسانانو او ټولو مخلوقاتو د خالق (جل جلاله ) له لورې وړ کړ شوي دي چې د خپل مخلوق د دنيا او آخرت مصلحت پکې نغښتل شوی دی، مګر غرب او غربي ديموکراسۍ چې د بشر د حقوقو ورکولو ناري ډنګوي او بشر يا انسان ته يې کوم حقوق ورکړي دي د خپل ناقص فکر او شهواتو موافق دي چې نه پکې دیني اصول په نظر کې نيول شوي او نه هم د نورو زيان او ضرر .
په اسلام کې د عامو انسانانو ځنې حقونه دا دي :
۱– د ژوند حق :
د انسان ژوند خوندي دی هيچ څوک حق نه لري چې د حق پرته پر چا باندې تيری وکړي، الله سبحانه وتعالی فرمايي : [مَن قَتَلَ نَفْسًا بِغَيْرِ نَفْسٍ أَوْ فَسَادٍ فِي الأَرْضِ فَكَأَنَّمَا قَتَلَ النَّاسَ جَمِيعًا وَمَنْ أَحْيَاهَا فَكَأَنَّمَا أَحْيَا النَّاسَ جَمِيعًا][2].
ژباړه: چا چې یو نفس له بدلې نه بغیر(په ناحقه) ، یا په ځمكه كې له ورانكارۍ نه بغیر وواژه، نو ګویا كې هغه ټول خلق ووژل او چا چې د دغه نفس ژوند بچ كړ، نو ګویا كې هغه د ټولو خلقو ژوند بچ كړ.
لکه څنګه چې اسلامي شريعت په ژوند کې د انسان ظاهري او معنوي اکرام او عزت کړی دی همداسې د مرګ څخه وروسته يې هم د هغه د اکرام او عزت حکم کړی دی ، رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي دي : « إذا كفن أحدكم أخاه فليحسن كفنه »[3] .
ژباړه : کله چې يو له تاسې څخه خپل ورور ته کفن ورکوي نو هغه ته غوره کفن ور واغوندی.
او همدارنګه د هغه ستر او پرده کول او د عيبونو پټول واجب دي ، په حديث شريف کې راغلي:« لا تسبو الأموات فإنهم أفضوا إلى ما قدموا »[4]
ژباړه : په مړو پسې بد مه وايئ ځکه چې هغوی د خپلو اعمالو نتيجې ته رسيدلي
۲– د آزادۍ حق :
الله تعالی انسان آزاد پيدا کړی دی ، اسلام د بنده ګانو له بنده ګۍ څخه انسانان د خپل خالق د بنده ګۍ لوري ته بولي: [اللَّـهُ الَّذِي خَلَقَكُمْ ثُمَّ رَزَقَكُمْ ثُمَّ يُمِيتُكُمْ ثُمَّ يُحْيِيكُمْ ۖ هَلْ مِن شُرَكَائِكُم مَّن يَفْعَلُ مِن ذَٰلِكُم مِّن شَيْءٍ ۚ سُبْحَانَهُ وَتَعَالَىٰ عَمَّا يُشْرِكُونَ][5].
ژباړه: {الله هغه ذات دى چې تاسو يې پیدا كړئ، بیا هغه تاسو ته روزي دركړه، بیا به هغه تاسو مړه كوي، بیا به تاسو ژوندي كوي، ایا ستاسو په شریكانو كې كوم یو شته چې په دغو (كارونو) كې څه شى كولى شي؟ هغه (الله) ته پاكي ده او هغه ډېر اوچت دى له دې نه چې دوى ورسره شریك نیسي}.
انسان یې پخپل طبيعي فطرت سره پيدا کړی دی چې فطرتاً د خپل خالق (جل جلاله ) بنده ګۍ ته تسليم وي .
رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي:«ما من مولود إلا يولد على الفطرة[6] » .
ژباړه: هر نوی طفل د (اسلام) په سالم فطرت سره پيدا کيږي .
نن چې غربیان او نور کسان د بشر د آزادۍ ناري وهي مطلب يې له دين ، انساني فضائلو ، اخلاقو او انساني فطرت څخه آزادي او بغاوت دی .
د ښځې د آزادۍ څخه يې مطلب د ښځې ازادول دي له حجاب او لباس څخه .
او د ښځې ازادول يې مطلب دي له خپل کور او اصلي دندې څخه تر څو له نارينه وو يې کډې کړي او بې حيا او فاحش محيط را منځته کړي .
او د ښځې د مساواتو څخه يې مطلب د نفقې پيدا کولو په بهانه د ښځې شړل دي له خپل کور څخه څو د نارينه سره يو ځای کار وکړي او د نارينه په شان ځانته نفقه پيدا کړي ….
حال دا چې په اسلام کې د نفقې پيدا کولو مسئوليت د نارينه دی .
د کافرانو او فاسقانو عدل او منطق همدا دی چې هم اولاد وزږوه ، هم د هغه خدمت کوه او هم د باندې کار تر سره کوه او ددې ټولو په بدل کې به د ښځې حيثيث هغه څه وي کوم چې نن يې په غرب کې لري ..
۳– په اسلام کې د غوره والي معیار تقوی ده :
په اسلام کې د غوروالي معيار تقوی ده ، قوميت ، نسب ، رنګ لره اعتبار نشته ، عربي په عجمي باندې او سپين په تور باندې غوروالی نه لري بلکي سره برابر دي ځکه چې اصل او بنسټ يې یو دی ، الله سبحانه وتعالی فرمايي :[يَا أَيُّهَا النَّاسُ إِنَّا خَلَقْنَاكُم مِّن ذَكَرٍ وَأُنثَىٰ وَجَعَلْنَاكُمْ شُعُوبًا وَقَبَائِلَ لِتَعَارَفُوا ۚ إِنَّ أَكْرَمَكُمْ عِندَ اللَّـهِ أَتْقَاكُمْ][7].
ژباړه : اى خلقو! بېشكه مونږ تاسو له يوه سړي او له یوې ښځې پیدا كړي یئ او مونږ تاسو څانګې او قبیلې ګرځولي یئ، د دې لپاره چې تاسو یو بل سره وپېژنئ، بېشكه د الله په نیز په تاسو كې ډېر عزتمن، ستاسو زیات پرهېزګار دى.
د رسول الله صلی الله عليه وسلم د حجة الوداع په ورځ آخري وصيت دا وو چې : تاسې ټول د آدم څخه ياست او آدم د خاوری څخه دی ، عربي پر عجمي باندې هيڅ غوره والی نلري او نه هم عجمي پر عربي باندې غوره والی لري نه سپين په تور باندې او نه هم تور پر سپين باندې مګر غوره والی په تقوی دی.
۴– د ملکيت حق :
اسلام انسان ته د ملکيت حق ورکړی دی ځکه چې دا د انسان فطري غوښتنه ده مګر د دغه حق څخه د استفادې کولو لپاره يې څه قيدونه ټاکلي دي ددې لپاره څو نورو ته ضرر نه وي .
کمونستي نظام د ملکيت څخه انکار وکړ نو همدا وجه وه چې تر نن پورې يې خپله دغه باطله نظريه عملي نه کړله ،او د کمپيټلزم طاغوتي نظام خطر دا وو چې يوازې پر فردي مذهب ولاړ وو او ملکيت ته يې مطلقه آزادي ورکړې وه تر دې پورې چې د غلا او شکونې بڼه يې غوره کړې وه چې خلک يې لوټل او له هر څه څخه بې برخې کول او د هغوی خواري او د تندي خولې يې خوړلې او حتی د هغوی وينې يې خوړلې .
او د دغو طاغوتي نظامونو په پرتله د اسلام اقتصادي نظام پر ملکيت باندې اعتراف کړی مګر د دغه حق لپاره يې قيدونه لګولي دي څو نورو ته ضرر و نه رسيږي د اسلام په اقتصادي نظام کې سود ، احتکار ، غرر او نور حرام دي ځکه چې ددې په وجه تولنې ته ضرر رسیږي ، اسلام د ملکيت داسې آزادي ورکړې ده چې د فرد او ټولنې دواړو مصلحتونه پکې خوندې دي .
۵– د عدالت حق :
د شريعت تطبيق پر ټولو يو شان دی قوي ، ضعيف ، توانا او بې توانه ، حکمران او رعيت باندې يو شان د تطبيق وړ دی .
ځکه چې مصدر يې تر ټولو لوړ دی د چا خواهشاتو ، غوښتنې ، نظريات او ساختګې جوړ جاړی پکې ځای نلري : [فَاحْكُم بَيْنَهُم بِمَا أَنزَلَ اللّهُ وَلاَ تَتَّبِعْ أَهْوَاءهُمْ عَمَّا جَاءكَ مِنَ الْحَقِّ .…][8]
ژباړه: نو ته د دوى په مینځ كې فیصله وكړه په هغه څه سره چې الله نازل كړى دى او ته د دوى د خواهشاتو پیروي مه كوه، چې هغه حق پرېږدې چې تا ته راغلى دى.
رسول الله صلی الله عليه وسلم په يوه خطبه کې وفرمايل : «لو أن فاطمة بنت محمد سرقت لقطعت يدها»[9] .
ژباړه : کچيرې فاطمه د محمد (صلی الله عليه وسلم ) لور غلا وکړي نو زه به يې لاس پرې کړم (حد به ورباندې جاري کړم ).
۶– د کامل درناوي او احترام حق :
اسلام د انسان د ظاهري او معنوي احترام ساتلو حکم کړی او د هغه د هر ډول اهانت او سپکاوي څخه يې منع کړې ده :
د انسان د عزت او آبرو ساتلو لپاره يې جاسوسي او غيبت حرام کړي دي : (ولا تجسسوا ولا يغتب بعضكم بعضا) .
او يو د بل سپکاوی او اهانت حرام دی :[ يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا لاَ يَسْخَرْ قَومٌ مِّن قَوْم][10] .
ژباړه: مسلمانانو ! خپل مينځ کې يو بل پورئ ټوقې مه کوئ .
او يو پر بل باندې ناوړه لقبونه ايښودل حرام دي : [وَلَا تَنَابَزُوا بِالْأَلْقَابِ ..][11] .
ژباړه: او یو بل په بدو لقبو مه بولې .
او همدارنګه په اسلام کې د اجازې پرته د بل چا کور ته ننوتل حرام دي دا ددې لپاره چې بې اجازه د چا کور ته ننوتل د هغه د عزت بې احترامي ده .
او همدارنګه د انسان مال محترم دی په هغه باندې هيڅ ډول تيری جواز نلري .
“ولا تأكلوا أموالكم بينكم بالباطل“
و بالله توفیق
آن لاين اسلامي لارښود
[1] – سوره الاسراء :۷۰ .
[2] – سوره المائدة :۳۲.
[3] – رواه مسلم و ابؤداود و الترمذي.
[4] – رواه البخاري.
[5] – سوره روم :۴۰ .
[6] – رواه البخاري .
[7] – سوره الحجرات :۱۳ .
[8] – سوره المائده :۴۸.
[9] – رواه البخاري ومسلم وأبو داود والترمذي والنسائي.
[10] – الحجرات :۱۱.
[11] – الحجرات :۱۱ .