په اسلام کې د حيوان حقونه

اسلام داسې شامل او کامل دين دی چې د هر شي لپاره ټاکلې پولې لري د حيوان سره يې د تعامل کولو پولې او حدود هم ټاکلي دي او د حيوان سره يې د مهربانۍ او نرمۍ حکم کړی دی ، په اسلام کې د حيوان حقونه په لاندې ډول دي :

۱- حيوان ته د نفقې برابرول :

سهل رضی الله عنه وايي : جناب رسول الله صلی الله عليه وسلم يو اوښ وليد چې ګيډه يې له شاه سره نښتې وه نو د هغه مالک ته يې وويل : « اتّقوا الله في هذه البهائم المُعْجَمة، فاركَبُوها صالحةً، وكُلُوها صالحةً» (رواه ابؤداود ) .

ژباړه : د دغه بې خولې او ژبې حيوان په باره کې له الله تعالی څخه وويريږه ! په ښه شان د سورلۍ کار ورڅخه اخله او په ښه شان خوراک ورکوه .

او په حيوان باندې د نفقې بندولو په باره کې سخت وعيد راغلی دی : رسول اللَّه صلى اللَّه عليه وسلم فرمايلي: «عُذِّبَتْ امْرَأَةٌ فِي هِرَّةٍ سَجَنَتْهَا حَتَّى مَاتَتْ فَدَخَلَتْ فِيهَا النَّارَ لا هِيَ أَطْعَمَتْهَا وَسَقَتْهَا إِذْ حَبَسَتْهَا وَلا هِيَ تَرَكَتْهَا تَأْكُلُ مِنْ خَشَاشِ الأَرْضِ »(رواه البخاري).

ژباړه : يوې ښځې ته په دې وجه عذاب ورکول کيده چې هغې پشی بندي کړي وه چې نه يې هغه ته د خوراک شی ورکول او نه د څښاک او نه يې خوشي کوله چې د ځمکې له ورشو څخه څه و خوري ، هغه پشی بلاخره له لوږې څخه مړه شوه ، (ددې ظلم په وجه ) هغه ښځه دوزخ ته لاړه .

۲- د حيوان سره د نرمۍ کولو معامله :

ابی هريره رضی الله عنه وايي چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي : «إذا سافَرْتُم في الخِصْب فأَعْطُوا الإبلَ حظَّها من الأرض، وإذا سافرْتُم في السَّنَةِ فأَسْرِعوا عليها السَّيرَ…» (رواه مسلم ) .

ژباړه : کله چې په نرمه ځمکه سفر کوئ نو اوښ ته د ځمکې له ورشو څخه څه حصه ورکړئ تر څو وڅري او که کله په سخته ځمکه کې سفر کوئ نو تيز تګ کوئ تر څو ژر خپل مقصد ته ورسيږئ او په هغه کې قوت پاتې شي او په سستۍ سره مه ځئ ځکه دا ضرر دی د څرودلو لپاره څه نشي مودلای نو ضعيفيږي .

پر حيوان باندې د رحم کولو اجر :

ابی هريره رضی الله عنه وايي چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي دي : يو ورځ يو کس په لاره باندې د تګ پر مهال ډير تږی شوی وو . په يوه چاه کې ښکته شو او اوبه يې وڅښلې او له چاه څخه را ووتلو ، نا ببره يې يو سپی وليد چې د سختې تندې له امله يې ژبه له خولې څخه ايستلی او خاورې خوري . ( له ځانه سره يې ) وويل : دا سپی زما په شان سخت تږی شوی دی ، نو په چا کې ښکته شو په موزه کې يې اوبه را وخستلې او موزه يې پر خپله خوله کې ونيوله او له چاه څخه را ووتلو او سپي ته يې ورکړې ، الله تعالی له هغه څخه راضي شو او هغه ته يې بښنه وکړه ، صحابه وويل : ای رسول الله ! آیا الله تعالی مونږ ته د حيواناتو سره په نيکۍ کولو سره هم اجر را کوي و يې فرمايل : د هر ژوندې شي سره نيکي کول اجر او ثواب لري ( رواه البخاري :۲۳۶۳ ).

۳- د حيوان له جنګولو او په هغه باندې له ظلم کولو څخه پرهیز کول :

اسلامې شريعت پر حيواناتو باندې ظلم کول ، د هغه په جنګ اچول او د هغه نښه او هدف ګرځول حرام کړي دي .

فقه السُنه ليکي : جناب رسول الله صلی الله عليه وسلم د حيواناتو جنګول يو بل ته د هغوی تحريکول منع کړي دي ، د ابن عباس رضی الله عنه نه روايت دی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم د حيواناتو يو بل ته تحريکول او د هغه جنګول داسې منع کړی دي لکه د حيواناتو په نښه کول يې چې منع او حرام کړی دي .

عَنِ ابْنِ عُمَرَ رَضِيَ الله عَنْهُمَا: أنَّهُ مَرّ بِنَفَرٍ نَصَبُوا دَجَاجَةً يَرْمُونَهَا. فَلَمَّا رَأَوْهُ تَفَرَّقُوا عَنْهَا، فَقَالَ ابْنُ عُمَرَ: مَنْ فَعَلَ هَذَا؟ إِنَّ النَّبِيَّ صلی الله عليه وسلم لَعَنَ مَنْ فَعَلَ هَذَا ([3] ).

ژباړه : له ابن عمر رضی الله عنهما نه روايت دی چې هغه د يوې ډلې څخه تيردلو چې

هغوی چرګ هدف او نښه کړی وو او د هغه په طرف يې غیشي ويشتل ، کله چې هغوی ابن عمر وليد تيت شول . ابن عمر وويل : دا کار چا تر سره کړی دی ؟ څوک چې دا کار وکړي رسول الله صلی الله عليه وسلم په هغوی باندې لعنت ويلی دی .

لعنت د سختو ګناهونو د پاره استعمال شوی دی مطلب يې دا دی چې څوک له دغه ګناه څخه توبه و نه باسي رسول الله صلی الله عليه وسلم هغوی ته ښیرا کړی ده چې د الله جل جلا له د رحمت څخه دې لرې وي .

د حيواناتو په نښه کول او جنګول حرام او ظالمانه عمل دی او کچيرې په دغو لوبو کې شرط او پيسې ايښودل شوي نو قمار دی .

د حيواناتو جنګول د کافر قوم ميراث دی :

دا ظالمانه عمل چې بې خولې او ژبې حيوانات يو د بل په مقابل کې تحريک او جنګوي ، دغه حيوانات په سرو وينو ککړ ، زخمې بدن څخه دوی خوند اخلي د کافر قوم ميراث دی چې وروسته د دين څخه نا خبره مسلمانانو کې رواج شوی دی .

نن ډير د افسوس ځای دی چې په دې ظالمانه عمل باندې ځنې مسلمانان ګرفتار دي ، هغوی ته بيا په سلګونو او زرګونو مسلمانان ولاړ وي او د دغه ظالمانه شيطاني عمل سيل کوي ، لکه : د سپيو جنګول ، د مرغانو جنګول او نور.

ای افسوس !!!

په دې ګناه کې سيل کوونکي هم شامل دي :

ځکه چې دوی پر دغه ظالمانه عمل باندې راضی او خوښ دي نو ځکه په دې شيطاني عمل کې ټول له يوه سره شامل دي ، په دليل د لاندې حديث شريف :

« إِذَا عُمِلَتِ الْخَطِيئَةُ فِي الْأَرْضِ كَانَ مَنْ شَهِدَهَا فَكَرِهَهَا ، وَقَالَ : مَرَّةً أَنْكَرَهَا كَانَ كَمَنْ غَابَ عَنْهَا وَمَنْ غَابَ عَنْهَا فَرَضِيَهَا كَانَ كَمَنْ شَهِدَهَا » ([6]).

 ژباړه: کله چې په یوه ځمکه کې ګناه تر سره شي نو کوم خلک چې هلته موجود وي او په ګناه خفه شي دوی د هغه خلکو په شان دي چه هلته موجود نه وي ( يعنی د دوی څخه د دغه ګناه په اړه پوښتنه نه کيږي ) او چې کوم خلک په دغه ځمکه کې نه وي او پدې ګناه راضي وي نو هغوی د هغې خلکو په شان دي کوم چې دغه ځای کې اوسي (دوی په هغه کناه کې شريک وي) .

دا يو څو ټکې وو که نه د «رفق بالحيوان » ( د حيوان سره مهرباني ) کولو په باره کې ځانګړې کتابونه ليکل شوي دي .

 الله أکبر دا دی د اسلام شامل او کامل دين .

و بالله توفيق

آن لاين اسلامي لارښود

(Visited 77 times, 1 visits today)