په اسلام کې د بنديانو (اسيرانو ) حقونه

په اسلام کې د شرعي زندان مصلحت دا دی چې هغه مجرمين چې مسلمانانو ته ضرر رسوي ، د مسلمان په آبرو ، سر او مال تيری کوي او د جرم مرتکب ګرځي پر ځمکه کې فساد او فتنې جوړوي د هغوی د ناوړه اخلاقو له لاسه د خلکو امن او امان ته ضرر رسيږي ددې ډول کسان د ضرر څخه د خلاصون او د هغوی تربيت او اصلاح هدف وي .

په اسلام کې د بنديانو (اسيران ) ځنې حقونه په لاندې توګه دي :

۱- د بندي د بنديتوب د اسبابو ژر تر ژره څيړل :

د بندې لومړي حق دا دی چې پر هغه باندې د شوي اتهام او د بنديتوب اسبابو ژر تر ژره و څيړل شي او په هغه باندې د لګول شوي اتهام دوسيه ژر تر ژره يو طرفه شي څو د هغه بند و نه ځنډييږي[1] .

۲- د بندي د نفس ساتل :

اسلام په ناحقه د کوم بشر وژل حرام کړي دي او د داسې جرم لپاره سخت وعيد راغلی دی ، الله سبحانه وتعالی فرمايي : [وَلاَ تَقْتُلُواْ النَّفْسَ الَّتِي حَرَّمَ اللّهُ إِلاَّ بِالحَقِّ] (سوره الاسراء :۳۳ ).

ژباړه : او مه وژنئ تاسې هغه څوک چې الله تعالی يې وژل حرام کړی دي مګر په حقه سره ( د ارتداد ، قصاص او رجم په وجه ).

او فرمايي :[وَمَن يَقْتُلْ مُؤْمِنًا مُّتَعَمِّدًا فَجَزَآؤُهُ جَهَنَّمُ خَالِدًا فِيهَا وَغَضِبَ اللّهُ عَلَيْهِ وَلَعَنَهُ وَأَعَدَّ لَهُ عَذَابًا عَظِيمًا] (سوره انسآء :۹۳ ).

ژباړه : او هر څوک چې مړ کړي کوم مؤمن په قصد سره نو جزا د ده دوزخ دی چې تل به وي دی په (دوزخ) کې او غضب کړی الله په ده باندې او لرې کړی دی الله دا (قاتل ) له خپل رحمت څخه او تيار کړی دی ده عذاب ډير لوی .

جمهور فقهاء وايي کچيرې بندي له خوراک او څښاک څخه منع کړ شي ، يا په ډير ګرم يا يخ ځای کې پريښودل شي ، او يا هغه ته سختې سګنجې ورکړل شي او يا يې د ناروغۍ درملنه نه کيږي او مړ شي نو قصدي وژل شميرل د امام ابوحنيفه رحمه الله په نزد د قتل شبه عمد ديت به ورکوي او د جمهورو په نزد په هغه باندې قصاص دی [2].

۳- د بندې د کرامت او عزت ساتل:

پر بندې باندې بې ځايه اتهام او بهتان لګول حرام دي ، کچيرې د شرعي ثبوت پرته د زنا بهتان ورباندې ولګول شي نو پر بهتان لګوونکي باندې د قذف حد جاري کيږي .

او همدارنګه بندي ته ښګنځل او بد رد ويل جواز نه لري او هغه ته هر ډول ظاهري او معنوي سپکاوی او اهانت حرام دی .

رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي دي :«ان الله يعذب الذين يعذبون الناس في الدنيا » (روا مسلم ).

ژباړه : الله تعالی هغو کسانو ته عذاب ورکوي کوم کسان چې په دنيا کې يې خلکو ته عذاب ورکړی وي .

خو پوه شئ چې د الله تعالی نيول ، انتقام او عذاب ډير سخت دی .

۴- د بندې د مال ساتل :

اسلام په ناحق سره د بل په مال د تيری کول حرام کړي دي ، الله سبحانه وتعالی فرمايي : [يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ لاَ تَأْكُلُواْ أَمْوَالَكُمْ بَيْنَكُمْ بِالْبَاطِلِ.….] (سوره النسأء :۳۰ ).

ژباړه : ای مؤمنانو! په خپلو منځونو کې يو د بل مالونه په ناحقه سره مه خورئ .

قاضي امام ابويوسف رحمه الله د مسلمانانو خليفه هارون رشيد رحمه الله ته دا وصيت وليکلو چې د بنديانو خوراک ته خاصه پاملرنه کوه او د هغوی لپاره يوه اندازه مال ځانګړی کړه او هغوی ته يې پر خپل لاس هره مياست تسليم کړه تر څو د هغو کسانو لاسونو ته ونه لويږي کوم چې د بند (زندان ) محافظين دي [3].

۵- د اختلاط څخه ساتل :

د بند په ټولو چارو کې به نارينه له ښځينه بنديانو څخه جلا ساتل کيږي ځکه چې د بيګانه نارينه او ښځو اختلاط په اسلام کې حرام او عظيم فساد دی .

۶- ځنې بنديان به له ځنو نورو څخه جلا ساتل کيږي :

د بنديانو له حقونو څخه بل حق دا دی چې د هغوی جرايمو ته په کتلو سره به سره جلا کيږي ، مثلاً په د قرض او پور په وجه بندي شوی کس به د جنايي بندي سره نه يو ځای کيږي ځکه چې په دوی کې اخلاقي فرق دی ، همداسې سياسي ، او فکري کس به د جنايي مجرم سره نه يو ځای کيږي .

عمر بن العزيز رحمه الله خپلو واليانو ته ليکلي وو چې تاسې به په پور او دَين سره بندي شوی کس د جنايي بندي سره يو ځای مه بندي کوئ [4].

فقهاء رحمه الله وايي چې : د قرض او پور په وجه بندي شوي کس يو ځای بندي کول له جنايي مجرم او غله سره منع دي ځکه چې په دې کار کې د دوښتمۍ پيدا کيدو او تيري کولو ويره ده [5].

همدارنګه ځنې فقهاء وايي چې د پوخ عمر مجرمين به د ځوانانو څخه جلا کيږي ځکه چې ځوان په جرمونو کې زياته تجربه نه لري کچيرې د پوخ عمر له مجرم سره يو ځای شي ددې ويره شته چې هغه د خپلو جرمونو تجربې ورسره شريکې کړي [6].

۷- د بنديانو د اوستوګنې ځای ، خوراک او نظافت ته پاملرنه :

د بنديانو له حقوقو څخه د هغوی بل حق دا دی چې د دوی د استوګنې ځای به د ژوند لپاره برابر وي ، ډير بنديان په يو اتاق او يو تنګ ځای کې نه وي تر څو هغوی په تنګ شي ، خوراک به يې پاک او صحي وي ، استوګن ځای به يې مناسب پاک وي ، زيات يخ او زيات ګرم به نه وي کچيرې يخنۍ يا ګرمولو ته ضرورت ولري د هغه اسبابو ورته برابروي او د فرش او ضروري ظرفونو لرونکی به وي، تشنابونه په مناسب شمير کې موجود وي تر څو دوی ته تکليف او ضرر نه وي ځکه د اسلامي زندان هدف تکليف او زجر نه دی بلکي د شخصي تصرف څخه منع کول او تربيت دی .

همداسې د هغوی روغتيا ته پاملرنه کول کچيرې د بند په منځ درملنه کول ممکن وي نو هلته د طبيب ور ورستل او کچيرې ممکن نه وي نو روغتون ته د درملنې لپاره د بندي انتقالول د بندي حق دی [7].

۸- د ديني شعائرو پر ځای کول:

د بندي له حقوقو څخه بل حق دا دی چې هغه ته به د ديني شعايرو د پر ځای کولو پوره حق او امکانات ورکول کيږي ځکه چې د انسان د پيدايښت اصلي هدف عبادت کول دی : الله سبحانه وتعالی فرمايي: :[وَمَا خَلَقْتُ الْجِنَّ وَالْإِنسَ إِلَّا لِيَعْبُدُونِ] (الذاريات: ۵۶) .

ژباړه: او نه مو دي پيدا کړي پيريان او انسانان مګر دا چې عبادت وکړي زما .

رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي: «حق الله علی العباد أن يعبدوه و لا يشر کوا به شيئا» (متفق عليه)

ژباړه: د الله تعالی حق پر بنده ګانو دا دی چې د هغه عبادت وکړي او له هغه سره څوک شريک نه کړي .

د شعائرو پر ځای کول لکه: اودس ، غسل ، لمونځ ادا کول ، د روژې نيول ، د قرآنکريم زده کول ، د شرعي علم حاصول ، د ږېرې پريښودل او هغوی د عبادت او تعليم لپاره د لازمو امکاناتو او وسائلو برابرول د دوی حق دی .

۹- د کار په بدل کې د اجرت ورکول :

کچيرې بندي د بند پر مهال کار او مهنت کوي او خپل ځان ته نفقه پيدا کوي او يا د خپلو قرضونو د ادا کولو لپاره هلې ځلي کوي نو هغوی ته د زندان په داخل کې د کار اجازت ورکول او اجرت ور سپارل د هغوی حق دی [8].

۱۰- د بندي د زيارت لپاره د هغه خپلوانو او ملګرو ته اجازت ورکول :

د بندي له حقونو څخه بل حق دا دی چې د بندې د ليدلو لپاره به د هغه خپلوانو او ملګرو ته اجازت ورکول کيږي ځکه چې دا کار د هغه د آرام او روغتيا لپاره ډير ګټور دی او همداسې د نورو بنديانو ليدلو او يا که په زندان کې يې کوم خپل او ملګری وي د هغه د ليدلو لپاره اجازت ورکول د بندي حق دی او همداسې د ټولنې د احوالو او اخبارو څخه ځان خبرول د بندي حق دی ځکه چې انسان د ټولنې سره تړلی دی [9].

۱۱- د بنديانو تأديب :

د بند او زندان هدف دا دی تر څو مجرمين له جرمونو ، فساد او فحشاء څخه منع او صحي او سالم تربيه کړل شي ، هغوی ته د جرمونو ، ګناهونو ، فساد او فحشاء په اړه شرعي ترهيب ورکړ شي ، هغوی ته اسلامي احکام وړاندې شي په اسلام کې د فساد ، جرم او ګناهونو خطرناکي پايلې ورته بيان شي … بې لمانځه کس ته په لمانځه باندې ترغيب او ترهيب ورکړل شي او هغه د بې لمانځی څخه منع شي ، پوډري او شرابي د پوډرو او شرابو له خطرناکو پايلو څخه خبر کړ شي او هغوی د دغو عملونو څخه منع شي نو ددې ټولو په سر کې عقيدتي تربيت مهم دی ځکه کله چې عقيده جوړه شي نو سړی د عمل کولو لپاره جوړيدلای شي [10].

۱۲- د بند څخه د خلاصون پر مهال هغه ته د خپل مال ور سپارل :

د بند څخه د خلاصون پر مهال هغه ته د خپل مال او اجناسو سپارل ، د لارې خرچه ورکول او څه نور مالي کومک او هغه په احترام رخصتول او دا هر څه په سنتو او اسلامي فقه او تاريخ کې ثابت دي [11].

و بالله توفيق .

آن لاين اسلامي لارښود


[1] – و يکاد يجمع الفقعاء غل ان اول عمل يبدؤه القاضي حين تولیه القضاء ، هو النظر في السجون ، والبحث في أحوال المبوسين و التحقق من اتهامهم و أسباب حبسهم ، بل ذهب بعضهم الی وجوب ذلک لأن الحبس عذاب ، فيقدم علی ما سواه – الدرالمختار : ۵/۳۷۰ ، هدایه ۳/۸۲ ، أحکام المسجون فی الشريعة الاسلامية / دوکتور حسن عبدالغني ص ۲۷ .

[2] – أحکام المسجون ص ۳۰ ، بدائع الصنايع ۷/۲۳۴ ، قوانين الفقهية ص ۲۲۶ ، حاشيه ابن عابدين ۷/۵۴۴ .

[3] – أحکام المسجون ص ۳۴ ، الخراج لأبي يوسف ص ۱۶۲ .

[4] – أحکام المسجون ص ۴۴ ، و الخراج لابی يوسف ص ۱۶۳ و ۱۹۰ ،

[5] – أحکام المسجون ص ۴۴ ، تبصرة الحکام ۲/۱۴۱-۱۴۲ ، و الاحکام السطانية للماوردي ص ۲۱۹-۲۲۰ .

[6] – أحکام المسجون ص ۴۶ .

[7] – أحکام المسجون ص ۵۷ ، حاشيه ابن عابدين: ۵/۳۷۸ و فتح القدير :۵/۴۷۱ .

[8] – أحکام المسجون في الشريعية الاسلامية ص ۹۸ .

[9] – أحکام المسجون ص ۱۱۰ ،المبسود ۲۰/۹۰ و بدائع الصنائع ۷/۱۷۴ .

[10] – أحکام المسجون ص ۱۲۰ ، هدايه :۲ /۹۹ .

[11] – أحکام المسجون ص ۱۴۹ ، السيرة النبوية ۴/۲۲۵ و تاريخ الطبري ۲/۱۸۷ .

(Visited 148 times, 1 visits today)