اسلامي شريعت د مزدروانو سره د ښه سلوک کولو ډير ټينکار کړی دی رسول صلی الله عليه وسلم د دغه مظلومې طبقې دومره خيال کولو چه د وفات په مرض کې يې آخري وصيت دا وو چې :«الصَّلاَةَ الصَّلاَةَ وَمَا مَلَكَتْ أَيْمَانُكُمْ » (رواه ابوداود و سلسلة صحيحة ).
ژباړه : د لمانځه ، لمانځه اوخپلوماتحتو ډير خيال ساتئ .
د مزدورانو ځنې حقونه په لاندې ډول دي :
اول – پخپل وخت د مزدورۍ يا اجرت ورکول :
اسلامي شريعت حکم کړی دی چې مزدور ته په خپل وخت اجرت ورکړئ ، او په هغه کې ځنډ مه راولئ ځکه چې هغه دغه اجرت ته اړتيا لري کچيرې اجرت په وخت ور نه کړ شي له احتياج سره مخ کيږي .
جناب رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي دي :«أَعْط الأَجِيرَ أَجْرَهُ، قَبْلَ أَنْ يَجِفَّ عَرَقُهُ» (رواه ابن الماجه ) .
ژباړه : د مزدور مزدوري د هغه د خولو وچيدونه مخکې ورکړئ.
۲- مزدور ته د خپلې مزدورۍ پوره پوره ورکول :
نن عصر د غير اخلاقي او ظالمانه کړنو څخه يو هم دا ده چې ځنې کسان د مزدور حق پوره نه ورکوي ، يا هغه ځنډوي ، يا د هغه د کمولو لپاره ډول ډول بهاني جوړوي او يا هم د هغه اجرت خوري .
خو دغه کسان دې پوه شي چې د مزدور د حق خوړل خطرناکې پايلې لري :
الله سبحانه وتعالی : [ويل للمطففين].
ژباړه: هلاکت دی هغو کسانو د پاره چې د خلکو حقوق پوره نه ورکوي .
ابی هريرة رضی الله عنه وايي چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي :
«قال اللهُ : ثلاثةٌ أنا خصمهم يومَ القيامةِ : رجلٌ أعطى بي ثم غدرَ ، ورجلٌ باع حرًّا فأكل ثمنَه ، ورجلٌ استأجرَ أجيرًا فاستوفى منهُ ولم يُعْطِه أجرَه» ( رواه البخاری: ۲۲۲۷ ) .
ژباړه: الله سبحانه وتعالی فرمايي : دری کسان دي چې د قيامت په ورځ به د هغوی دوښمن وم ، اول : هغه کس چې زما په نوم تعهد وکړي او بيا خيانت وکړي ، دوهم : هغه څوک چې آزاد کس و پلوري او د هغه قيمت وخوري ، دريم : هغه څوک چې يو کس څخه کار واخلي خو مزدوري يې ور نه کړي .
يعنې : څوک چې د مزدور مزدوري خوري الله تعالی د هغه پر وړاندې د دوښمنۍ اعلان کړی دی .
۳- هغوی ته د ډوډۍ او جامې ورکول :
کچيرې د مزدور او نورو تر لاس لاندې کسانو ډوډۍ ، لباس او د استوګنې ځای چا پر خپله غاړه اخيسی وي نو هغوی ته په هغه شان ډوډوۍ او نور ضروريات برابروي لکه څنګه يې چې د خپل ځان او کورنۍ لپاره برابروي .
جناب رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي دي :
«إِخْوَانُكُمْ خَوَلُكُمْ، جَعَلَهُمُ اللَّهُ تَحْتَ أَيْدِيكُمْ، فَمَنْ كَانَ أَخُوهُ تَحْتَ يَدِهِ، فَلْيُطْعِمْهُ مِمَّا يَأْكُلُ، وَلْيُلْبِسْهُ مِمَّا يَلْبَسُ، وَلا تُكَلِّفُوهُمْ مَا يَغْلِبُهُمْ، فَإِنْ كَلَّفْتُمُوهُمْ فَأَعِينُوهُمْ(» (البخاری: ۳۰ ) .
ژباړه : دوی ستاسو وروڼه دي چې الله تعالی ستاسو ماتحت کړي دي نو چې د چا ورور د هغه ماتحت ( تر لاس لاندې) شي نو هغه لره پکار ده چې څه خوري هغه لره يې هم ورکړي چې څه اغوندې هغه لره يې هم واغندي او د هغه نه داسې کار مه اخلئ چه هغه باکل مغلوب او بې وسه شي که د هغه نه سخت يا زيات کار اخيستل وي نو په هغه کې ور سره مدد کوئ .
اوفرمايی :
«وَاَکرِمُوهُم کَکَرَامَةِ اَولاَدِکُم وَاَطعِمُوهُم مِمَّا تَاْکُلُون َ» (مشکوة) .
ژباړه : د دوی حفاظت او ساتنه داسې کوئ لکه د خپلو اولادونو اوڅه چې تاسې خورئ هغوی له هم هغه ورکوئ .
۴- د هغوی د خطاوو بښل :
کچيرې په کار کې څه خطاء او غلطي ورڅخه وشي او قصدي نه وي نو د هغه بښل پکار دي :
يو صحابي له رسول الله صلی الله عليه وسلم څخه پوښتنه وکړه چه که يو ملازم يا مزدور غلطي وکړي نو څو ځله د هغه معافی کول پکار دي هغوی (صلی الله عليه وسلم ) ددی څه ځواب ورنه کړو دوهم ځل يې بيا همدا پوښتنه وکړه هغوی (صلی الله عليه وسلم) بيا هم چوپ پاتې شو په دريم ځل يې پوښتنه وکړه نو رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل:«اعْفُوا عَنْهُ فِي كُلِّ يَوْمٍ سَبْعِينَ مَرَّةً» (أبو داود:۵۱۶۴ ) .
يعنې : كه د ورځې اويا ځله غلطي وکړي نو معاف کوه يې .
۵- د شوې معاهدې پر بنا به له مزدورانو يا کارګرو په میاشتني يا ورځني اجرت کار اخستيل کيږي .
۶- د مزدور د مجبورۍ نه په ګټه پورته کولو سره زيات کار اخستل په کم مزد نه دي پکار که څوک داسې وکړی نو اخلاقاً او ديانتاً به مجرم وي .
۷- که صاحب کار دامحسوس کړه چه مزدور وران کاري کوي يا کار ته زړه نه لګوي نو هغه ته دا حق شته چه له کاره يې لرې کړي ، خو مخکې بايد دوو خبرو ته پام وکړي لومړی دا چې: څه جسمی عذر (کومه ناروغي)ونه لري.
دوهم دا چې: دده د دلچسپی نه لرلو علت کم مزدي نه وي که چېرې د اجرت او مزد دا کمی له رواجي يا اجرت مثل نه کم وي نو بايد ور زيات شي او که دا دوه علتونه موجود نه وي نو بيا ناغيړي او ټګي کوي، د خپلې معاهدې موافق دې کار ورڅخه واخلي او يا دې هغه رخصت کړي.
۸- د کار مالک مزدورانو ته تنبيه ورکولی شي مګر کنځل ،بد رد يا وهل ټکول نشي ورکولای او هغه سپکاوی به نه کوي که داسې وکړي نو شرعاً مجرم ګڼل کيږي .
ابو مسعود رضی الله عنه وايي : زما يو غلام وو هغه مې په کمچينه وهلو چې د شا څخه مې آواز وارويد ابو مسعود ، نو ما د ډير قهر څخه آواز صحې نه اوريدو نو کله چې ماته نږدې شو ، نا چاپه مې وليد چې هغه رسول الله صلی الله عليه وسلم دی چې ويل يې : « اعلَمْ أبا مسْعُودٍ أنَّ اللَّه أقْدرُ علَيْكَ مِنْكَ عَلى هذا الغُلامِ » فَقُلْت: لا أضْربُ مملُوكاً بعْدَهُ أبدا (رواه مسلم ) .
ژباړه : پوه شه ابو مسعود ! ددې غلام په نسبت الله تعالی پر تا باندې ډير قوي او قدرتمند دی ، ومي ويل : هيڅکله بيا هغه ونه وهم .
۹- د هغه احترام او عزت به کوي :
ځکه چې هغوی هم ستاسې پشان انسانان دي او د مال لږوالی او ډيروالی د الله تعالی د جانبه پر خپلو بنده ګانو باندې يو امتحان دی ، نو ګارګر او تر لاس لاندې کس به خار نه ګڼل کيږي بلکي هغه ته به د احترام په سترګه کتل کيږي او دې ټکې ته بايد پام ولري چې په اسلام کې د غوروالي بنسټ تقوی ده نه مال او منصب او بل څه .
۱۰- په سخت او دروند کار کې د هغه سره مرسته کول :
ابی ذر الغفاري رضی الله عنه وايي چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي :
«إن الفقيرَ عند الغني فتنة، وإن الضعيف عند القوي فتنة، وإن المملوك عند المليك فتنة، فليتقِ اللهَ عز وجل، وليُكلِّفْه ما يستطيع، فإن أمره أن يعمل بما لا يستطيع فليُعِنْه عليه، فإن لم يفعل فلا يعذبه» (شعب الايمان ، حدیث نمبر :۸۱۹۹).
ژباړه : فقير د غني په وړاندې امتحان دی او ضعيف د قوي پر وړاندې امتحان دی او خادم د کار د څښتن پر وړاندې امتحان دی ، د هغوی په باره کې د الله تعالی نه وويريږه ، هغه کار ورسپاره چې توان يې لري او کچيرې کوم کار نشي کولای او توان يې نلري نو په هغه کې مرسته ورسره کوه او کچيرې د کار توان نلري هغه ته سزا مه ورکوه .
و بالله توفيق
آن لاين اسلامي لارښود