په اسلام کې د استاذ حقونه

اول : د استاذ په غیابت کې هغه ته دعا کول:

 خپل استاذ ته د هغه په غيابت او يا د هغه د وفات وروسته دعا کول ، ابي درداء رضی الله عنه وايي چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي : «ما من عبد مسلم يدعو لأخيه بظهر الغيب، إلاَّ قال الملك: ولك بمثل» (رواه مسلم :۲۷۳۲) .

ژباړه : کله چې یو مسلمان د بل مسلمان ورور لپاره د هغه په غياب کې دعا کوي ، ملائکه ورته وايي ستا لپاره د هغه په شان وي ( بل مسلمان ته چې کوم څوک دعا کوي نو ملائکه د هغه د دعا پشان ده ته دعا کوي) .

هيڅ زده کوونکی دې د خپل استاذ او شيخ په دعا باندې بخل نه کوي ځکه چې د احسان بدله احسان دی (فما جزاء الإحسان إلاَّ الإحسان) .

او دا د امت د کبارو امامانو عادت وو لکه : ابی حنيفه او احمد او نور رحمهم الله .

امام ابی حنيفه رحمه الله وايي : زه د خپلو والدينو سره يو ځای د خپل استاد حماد لپاره دعا او بښنه غواړم (تهذيب الأسماء واللغات للنووي جـ2/218).
امام ابی يوسف وايي : چې زه د خپلو والدينو څخه مخکې د خپل استاذ ابی حنيفه لپاره دعا کوم (مصدر سابق ۲/ ۲۱۹).

دوهم : د غږ پورته کولو او مناقشې څخه پرهيز کول :

د غږ  په پورته کولو ، جدل او مناقشه کولو کې هيڅ خير نشته نه له خپل استاذ سره او نه هم له بل چا سره او ددې کار څخه اسلامي شريعت منع کړې ده  « ما ضل قوم بعد هدي إلاَّ أوتوا الجدل » (رواه الترمذي و ابن ماجه ) .

ژباړه : هيڅ قوم د هدايت وروسته ګمراه او بې لارې شوی نه دی مګر د ناروا بحثونو او مجادلې په وجه .

او رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي : «أنا زعيم ببيت في ربض الجنة، لمن ترك المراء ولو كان محقاً» (رواه أَبُو داود بإِسنادٍ صحيح).

ژباړه : زه د هغه کور ضامن يم چې د جنت په منځ کې دی ( د هغه چا لپاره يې ضمانت کوم چې ) : هغه بې ګټې بحث او بې ګټې مجادله نه کوي که څه هم له حق سره وي .
او لقمان حکيم پخپلو وصيتونو کې خپل زوی ته ويلي وو چې : له علماوو سره کينه او د هغوی سره مجادله مه کوه او د هغوی نه په مهربانۍ سره پوښتنه کوه هغوی ته ازار مه رسوه او که تاته کوچنی زيان ورسوي نو هغه به ستا لپاره لويه ګټه وي (تهذيب الأسماء واللغات للنووي جـ2/71-72).

دريم : د استاذ پر خطاوو باندې صبر کول :

کچيرې د خپل استاذ څخه څه خطاء او غلطي يا غصه او نور وليدل شي نو په هغه باندې صبر کول ځکه چې هيڅ انسان د سهوې او خطاء څخه خالی نه دی نو د هغه د خطاوو او عيبونو پرده به کوي او نورو ته به يې نه بيانوي .

کچيرې د استاذ څخه څه خطاء او يا څه غصه او نور وليدل شي نو زده کوونکی بايد هغه ترک نه کړي بلکي په هغه باندې صبر وکړي او د هغه د علم څخه استفاده وکړي .

عبد الملک رحمه الله وايي : څوک د يو ساعت درس زده کولو توان او صبر ونه لري نو ټول عمر به په جهل او ناپوهۍ اخته وي .

څلور : د استاذ احترام

په اسلام کې د استاذ احترام واجب دی ، جناب رسول اکرم صلی الله عليه وسلم فرمايلي : «ليس منَّا مَنْ لم يُجِلَّ كبيرَنا ، ويرحمْ صغيرَنا ! ويَعْرِفْ لعالِمِنا حقَّهُ» .

ژباړه : زمونږ څخه نه دی هغه څوک چې زمونږ د لويانو احترام نه کوي او زمونږ په کوچنيانو رحم او شفقت نه کوي او زمونږ د علماوو حق نه پيژني .

د استاذ داسې احترام کول چې د افراط او تفريط څخه پاک وي يعنې اعتدال پکې وي د حد څخه زيات انکسار او ټيټيدل او د حد څخه زيات صفت کول زمونږ په دين کې جواز نلري : جناب رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي :

«لاَ تُطْرُونِي كَمَا أَطْرَتِ النَّصَارَى ابْنَ مَرْيَمَ، فَإِنَّمَا أَنَا عَبْدُهُ فَقُولُوا: عَبْدُ اللَّهِ وَرَسُولُهُ». (بخارى:3445).

ژباړه : زما په صفت کولو کې افراط مه کوئ لکه څنګه چې نصارا د عيسی بن مريم په باره کې افراد وکړ ، پس ووايي : د الله تعالی بنده او رسول .

دا د ټولو پيغمبرانو عليهم السلام د افضل پيغمبر خبره او وصيت دی نو د پير ، شيخ او استاد لپاره په احترام او صفت کې افراط کول به جايز وي ؟

 پنځم : د ډيرو پوښتنو څخه پرهيز کول :

ډير بې ګټې پوښتنې په اسلام کې منع دي ، رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي دي : «إن الله كره لكم ثلاثا : قيل وقال ، وإضاعة المال ، وكثرة السؤال» (رواه البخاري و مسلم).

ژباړه : الله تعالی د تاسې دری شيان نه خوښوي : بې کټې خبرې ، د مال ضایع کول او ډير سوال کول .

کوم زده کوونکی چې له خپل استاذ څخه پوښتنه کوي نو مطلب به يې د ځان او يا نورو پوهول وي او مطلب به يې د ځان ښکاره کول نه وي او کچيرې يې د پوښتنې څخه مطلب د استاذ بندول او مناقشه وي نو دا بيا د استاذ پر وړاندې لويه ګوستاخي ده .

شپږم : د هغه خبرو ته غوږ نيول :

د معلم او متعلم او د استاذ او زده کوونکي تر منځ ارتباط د درس د زده کړې لپاره دی نو زده کوونکی به د خپل استاذ خبرو ته پوره غوږ او متوجه وي ، کچيرې زده کوونکی د استاذ خبرو ته متوجه نه وي نو له يوې خوا به د درس له زده کړې څخه محروم وي او له بلې اړخ څخه به يې د استاذ بې احترامي کړي وي ځکه چې استاذ په دې باندې زيات ځوريږي چې زده کوونکي يې د هغه درس ته متوجه نه وي .

اووم : په استاذ باندې له جرح کولو څخه پرهيز کول :

په نن عصر کې د ډيرو زده کوونکو دا عادت جوړ شوی دی چې پر خپل استاد باندې ډول ډول نيوکي کوي او د خپلې ناپوهۍ پړه پر استاذ اچوي ، دوی د درس د زده کړې او په خپلو منځونو کې د درسي مسائلو د بحث پر ځای د خپل استاذ غیبت او بدي بيانوي …

و بالله توفيق

آن لاين اسلامي لارښود

(Visited 58 times, 1 visits today)