د سودي بانک په داسې برخه او شعبه کې کار کول چې هلته سود نه وي

سوال : زه د بريطانيا د ” أتش أس بي سي ” بانک د ګروي د اتشاري (مشوره ورکولو ) په څانګه کې کار کوم ، کوم چې خلکو ته د غوره قرض ، او غوره ګروی طريقه بيانوي ، ما پوه کړه چې آيا دا کار حرام دی ؟ لکن دلته مې د جومات د امام څخه پوښتنه وکړه هغه ما ته وويل تر هغه پورې دلته دنده تر سره کوه څو پورې دې چې بله دنده نه وي پيدا کړې ، نو ايا داسې کول جايز دي او که نه دا عمل د ګناه او ظلم په کار کې مرسته او مدد کول دي ؟

ځواب :

الحمد لله

فتاوي المعاصر الاسلام سوال جواب ليکي :

ژباړه : سودي بانکونه هغه مؤسيسات دي چې پر معصيت او کبيره ګناهونو بنا شوې دي کوم چې سود او قمار دی د هيڅ مسلمان د پاره جايز نه ده چې د هغه په يو شکل کومک وکړي او هغه په خپل کار او عمل سره تقويه کړي او هيچا ته جايز نه ده چې په هغه کې کار وکړي ولو که په داسې څانګه کې کار کول هم وي چې هلته سود نه وي ځکه دا سودي بانک يا مؤسيسه يو سيستم دی چې د ټولو څانګو پر فعاليت ولاړه دی د هغه ټول اقسام او ټولې برخې د دغه مؤسسي د سودي معاملاتو په کومک او تقويت کې شاملې دي .

له علماء اللجنة الدائمة څخه داسې پوښتنه شوې ده چې :

سوال : د يو انسان د پاره په سودي بانک کې په داسې څانګه کې کار کول جايز دي او که نه په کومه څانګه کې چې سودي معاملات نه وي ؟

ځواب :

د مسلمان د پاره جايز نه دی چې په سودي بانک کې کار وکړي که څه هم دا کار کول په داسې کومه څانګه کې وي چې په هغه کې سودي معاملات نه وي ځکه سودي بانک ټولو څانګو ته محتاج دی او د بانک ټولې څانګې د سود په معاملاتو کې کومک او مساعدت کوونکي دي ، الله (جل جلا له) فرمايي : [ وَلَا تَعَاوَنُوا عَلَى الْإِثْمِ وَالْعُدْوَانِ ]” ( د ګناه او ظلم په کار کې يو له بله کومک او مدد مه کوئ ) .

” فتاوى اللجنة الدائمة ” ( 15 / 41 ) .

د علمي څيړنو او افتاء دايمي ټولنې د سودي بانک د ټولو برخو تحريم بيان کړی دی ولو که ناظم او چوکيدارې هم وي فرق نه کوي مسلمان هيواد وي يا کافر هيواد.

فتاوی اللجنة الدائمة (15/18 ) .

المعاملات المعاصرة ليکي :

إذا تقرر هذا التحريم القطعي للربا، فيجب أن يُعلم أنه يحرم على المسلم أن يكون طرفاً في أي عملية ربوية، ويحرم عليه أن يسهم في العملية الربوية بأي شكل من الأشكال، ويدخل في ذلك أن يأخذ قرضاً ربوياً، وإن لم يدفع هو الفائدة، بل دفعتها المؤسسة التي عمل فيها، كما ورد في السؤال، أو أي جهة أخرى، ولا شك أن من يفعل ذلك فإنه يكون مشاركاً في الربا، وقد سبق قول النبي صلى الله عليه وسلم:(لعن الله آكل الربا ومؤكله وكاتبه وشاهديه وقال: هم سواء) رواه مسلم.

ونلاحظ في هذا الحديث أن اللعن-ويعني الطرد من رحمة الله والعياذ بالله- شامل لآكل الربا، أي للآخذ له، ولمؤكله، أي المعطي للربا، وكذلك لكاتب المعاملات الربوية، كما هو الحال في موظفي البنوك الربوية، وكذلك للشاهد، أي الذي يشهد على المعاملات الربوية، ويلحق بذلك من يسهم أي إسهام في العمليات الربوية، كالكفيل،ومن يشتري بما يسمى التقسيط الميسر عن طريق البنوك الربوية،ومدقق الحسابات ومن يقدم برامج الحاسوب ويركب أنظمة الحاسوب أو يقوم بصيانتها أو يقدم أي خدمة تسهم في الربا وغير ذلك من الخدمات أو المشاركات في العمليات الربوية.

ژباړه : سود د شريعت په قطعي دلائلو حرام دی ، د مسلمان د پاره په دې باندې پوهيدل واجب دی چې د مسلمان د پاره په سودي معاملات کې په هر شکل چې وي برخه اخيستل حرام دي ، که څه هم هغه داسې برخه او يا داسې څانګه وي چې سود نه اخلي ځکه دی د همدغه ادارې کار کوونکی دی او په دغه اداره کې د ده هر قسم کار د سود په معامله شرکت دی په دليل د قول د نبی صلی الله عليه وسلم ::(لعن الله آكل الربا ومؤكله وكاتبه وشاهديه وقال: هم سواء) رواه مسلم.

په پورته حديث کې لعنت يعنې د الله د رحمت څخه رټل ( العياذ بالله ) سود خور ، سود ورکوونکي او همدارنګه د سودي معاملاتو ليکونکی چې په اوس عصر د سودي بانک مامور او کاتب دی او همدارنګه شاهد هر هغه کس چې دغه معاملات ويني او په کې موجود او دخيل وي نو دا ټول په سود کې شريک دي لکه : کفيل ، محاسب ، خزانه دار ، د پروګرام چلونکی ، د هغوی انتقالونکی او ناظم او بهره دار او نور ټول په سودي معامله کې شريک دي .

المعاملات المالية المعاصرة (الأستاذ الدكتور حسام الدين بن موسى عفانة ،قدس فلسطين )

همدارنګه د مرکز الفتاوي اسلام ويب څخه هم دا پوښتنه شوې چې پورته بيان ته ورته ځواب ليکي :

أنا أعمل في بنك ربوي ولكن في قسم التحويلات ولا يوجد بها أي نوع من أنواع الربا وذلك أكيد…. فهل عملي في هذا القسم حلال ام حرام … قد أجاز الشيخ القرضاوي العمل في الأقسام التي تخلو من الربا فهل عملي في ذلك البنك مشروع أم …

ولكم مني كل الاحترام.

زه په سودي بانک کې کار کوم مګر د تحويلاتو په برخه کې چې په دې څانګه کې هيڅ قسم سود نشته نو زما دنده په دغه برخه کې حرامه ده او که حلاله ، ماته شيخ القرضاوي اجازه کړې ده چې په هغه برخه کې کار کول چې د سود څخه خالي وي جايز دی .

خواب :

الإجابــة

الحمد لله والصلاة والسلام على رسول الله وعلى آله وصحبه، أما بعـد:

فإذا كان الأمر كما تقولين أختي السائلة من أن عملك في قسم التحويلات في البنك الربوي لكن لا بد من التنبيه في هذه المسألة إلى ثلاثة أمور: الأمر الأول: أن بعض الناس قد يظن في أعمال يقوم بها أنها مما لا علاقة له بالربا مع أن الأمر خلاف ذلك، ومن ذلك كتابة أو حمل ورقة لها تعلق بالربا، لأن ذلك من الإعانة على الربا والله تعالى يقول: وَتَعَاوَنُوا عَلَى الْبِرِّ وَالتَّقْوَى وَلا تَعَاوَنُوا عَلَى الْأِثْمِ وَالْعُدْوَانِ {المائدة: 2}، وقال صلى الله عليه وسلم: لعن الله الربا آكله وموكله وكاتبه وشاهديه، وقال هم سواء. رواه مسلم.  فلم يكن اللعن لآكل الربا وحده بل شمل الموكل والكاتب والشاهد ، أن التحويلات البنكية لا تخلو من الربا في الغالب لأنهم لا يلتزمون بالتقابض عند المصارفة، ومن المعلوم أن التقابض شرط في الصرف حتى يخلو من ربا النسيئة.والأمر الثالث:أن الأفضل والأحوط لدين المرء هو البعد عن العمل عند المرابين ولو كان العمل في ذاته مباحا.

که دا کار همداسې وي لکه تاسې چې واياست نو پوښتنه کوونکې خورې ! ستا کار په سودي بانک کې د تحويلاتو په برخه کې د دريو امورو څخه خالي نه دی :

اول : ځنې خلک ګمان کوي چې د سودي بانک په داسې برخه کې کار کول چې هلته سودي معاملات نه وي نو سود نه دی لکن داسې نه ده کتابت ، ماموريت او تحويلات په سود کې شامل دي ځکه دا د ګناه او ظلم په کار مدد دی الله تعالی فرمايي :وَتَعَاوَنُوا عَلَى الْبِرِّ وَالتَّقْوَى وَلا تَعَاوَنُوا عَلَى الْأِثْمِ وَالْعُدْوَانِ ، يعنې : مدد وکړئ يوله بله د خير او پرهيزکاری په کار او مدد مه کوئ تاسې يو له بله د ګناه او ظلم په کار کې .

دوهم : همدارنګه رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي :لعن الله الربا آكله وموكله وكاتبه وشاهديه، وقال هم سواء. يعنې : د الله تعالی لعنت دی په سود خوړونکی ، سود ورکونکي ، ليکونکي او شاهد او ويې ويل : چې دوی د سود په ګناه کې سره برابر دي .

نو څرګنده شوه چې سود په ګناه کې د سودخور او سود ورکوونکي څخه علاوه کاتب او شاهد هم شامل دي نو د بانک تحويلات په سود کې شامل دي .

دريم : غوره او احتياط د بنده په دين کې دا دی چې سړی د سود خورو څخه لرې ويکه څه هم هغه کار په اصل کې مباح وي .

والله سبحانه وتعالی أعلم

آن لاين اسلامي لارښود

(Visited 87 times, 1 visits today)

اترك تعليقاً