دیدارالحق دیدار یم د ننګرهار ولایت د بټی کوټ ولسوالی اوسیدونکی . اول خو د هر څه تر مخه د دغه اسلامي سايټ کار کوونکو ته سلامونه وایم .
زما پوښتنه داده چې په اوس وخت کې په بانکونو کې کار کول څنګه دي ؟ معاش يې حلال دی که حرام ؟، که حرام دی نو په کوم دلیل سره ؟که معلومات مو په تفصیل سره راکړ نو ډیر به خوشحاله شم .
ځواب
بسم الله الرحمن الرحيم
هغه بانکونه کوم چې معاملات يې سودي وي لکه د پس انداز حساب په مقابل کې ګټه ورکول ، اجاره او مرابحه د اسلامي شريعت خلاف په سودي ډول تر سره کول او داسې نور ، يعنې هغه بانکونه چې سودي وي په هغه کې کار کول حرام دي ، ځکه چې د بانک کارکونکي د کاتبانو (ليکونکو ) او شاهدانو حيثيت لري او رسول الله صلی الله عليه وسلم د سودي معاملې کاتب او شاهد دواړه د سود په ګناه کې مساوي او يو شان ګڼلی دی .
[لَعَنَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَآلِهِ وَسَلَّمَ آكِلَ الرِّبَا وَمُؤْكِلَهُ وَكَاتِبَهُ وَشَاهِدَيْهِ وَ قَالَ: هُمْ سَوَاءٌ] (المسلم ۱۵۹۸) .
ژباړه : رسول الله صلی الله عليه وسلم د سود خوړونکي ،ورکوونکي ،ليکونکي او شاهدان لعنت کړي دی ،اوويې فرمايل چه دوی ټول په اصل د ګناه کې سره برابر دي .
په دې اړه د نړي ډيرو معتبرو مراجعو فتاواوې ور کړی دي چې دلته مو څو را نقل کړی دي :
” فتاوى إسلامية –اللجنة الدائمة” ( 2 / 401 ، 402 ) ليکي :
پوښتنه : زه په يوه هيواد کې په مرکزي بانک کې دنده تر سره کوم چې عملاً د سود په معاملات کې لاس نه لري خو د ګټې اخستنې تعامل تر سره کوي (ماليات او نور اخلي ) په دې بانک کې کار کول څه حکم لري ؟
ځواب – الحمدلله
په دې بانک کې کار کول حرام دي ، که څه هم په داسې برخه کې وي چې هلته د سود معاملات نه تر سره کيږي ، دا کفايت کوي چې مرکزي بانک دی ، مرکزي بانک د سود رأس او مور بلل کيږي او د ټولو سودي مؤسيساتو انسجامونکی بلل کيږي .
علماء حتی د ناظم او چوکيدار د پاره هم په داسې بانکونو کې کار کول نا رواه ګرځولي دي وار خو د کاتب شو .
د اهل علم د فائدې د پاره عربي متن دلته را نقلوو :
العمل في البنك الربوي بغير مباشرة للربا وإيداع الأموال فيه .
أعمل في البنك في إحدى الدول في قسم لا يتعامل بالمعاملات الربوية علماً بان البنك المركزي يتعامل بالفوائد وهو مؤسسه حكومية فما هو حكم العمل في البنك المذكور أرجو إفادتي ؟.
الحمد لله
عملك في البنك حرام ، حتى لو كنت في قسم لا يتعامل بالمعاملات الربويَّة ، ويكفي أن ” البنك المركزي ” هو أم البنوك ورأسها ، والعمل في الأقسام الأخرى إنما هو متمم ومكمل لأقسام الربا ، ومن كلِّ الأقسام يتكون البنك بل كل المؤسسات الربوية .
بل إن العلماء أفتوا بعدم جواز العمل حارساً أو سائقاً في مثل هذه المؤسسات فكيف بالكاتب ؟
لا يجوز العمل بالمؤسسات الربويَّة ولو كان الإنسان سائقاً أو حارساً ؛ وذلك لأن دخوله في وظيفة عند مؤسسات ربويَّة يستلزم الرضى بها ؛ لأن من أنكر شيئاً لا يمكن أن يعمل لمصلحته ، فإذا عمل لمصلحته كان راضياً به ، والراضي بالشيء المحرم يناله من إثمه .
أما من كان يباشر القيد والكتابة والإرسال والإيداع وما أشبه ذلك : فهو لا شك أنه مباشر للحرام ، وقد ثبت عن النبي صلى الله عليه وسلم من حديث جابر رضي الله عنه أن النبي صلى الله عليه وسلم لعن آكل الربا وموكله وشاهديه وكاتبه ، وقال : هم سواء . ” فتاوى إسلامية ” ( 2 / 401 ) .
همدارنګه موسوعة الفقه الاسلامية ليکي :
يحرم على المسلم العمل في أي بنك أو مؤسسة تأخذ أو تعطي الربا؛ لأنه من التعاون على الإثم والعدوان، والمال الذي يأخذه العامل من البنك أو المؤسسة الذي يعمل فيه سحت وحرام يعاقب عليه إن لم يتب منه.
عَنْ جَابِرٍ رَضِيَ اللهُ عَنْهُ قَالَ: لَعَنَ رَسُولُ الله صلى الله عليه وسلم آكِلَ الرّبَا، وَمُوكِلَهُ، وَكَاتِبَهُ، وَشَاهِدَيْهِ، وَقَالَ: «هُمْ سَوَاءٌ». أخرجه مسلم.
يعنې : د مسلمان د پاره په هر هغه بانک او مؤسسه کې کار کول حرام دي کوم سود خوري او يا سود اخلي ځکه چې دا د ګناه او ظلم په کار کې مدد کول دي او داسې بانک او مؤسسې څخه ګتلی مال حرام دی کچېرې توبه ونه باسي په هغه باندې نيول کيږي .
حضرت جابر رضی الله عنه وايي :رسول الله صلی الله عليه وسلم د سود خوړونکي ،ورکوونکي ،ليکونکي او شاهدان لعنت کړي دی ،اوويی فرمايل چه دوی ټول په اصل د ګناه کی سره برابر دی .
اللجنة الدائمة ليکي :
وسُئلت اللجنة الدائمة عن رجل يعمل حارساً ليليّاً في أحد البنوك ، وليس له علاقة في المعاملات ، هل يستمر في عمله أو يتركه ؟
فأجابت :
البنوك التي تتعامل بالربا لا يجوز للمسلم أن يكون حارساً لها ؛ لأن هذا من التعاون على الإثم والعدوان ، وقد نهى الله عنه بقوله : ( ولا تعاونوا على الإثم والعدوان ) .
وأغلب أحوال البنوك التعامل بالربا ، وينبغي لك أن تبحث عن طريق حلال من طرق طلب الرزق غير هذا الطريق .
وبالله التوفيق ، وصلى الله وسلم على نبينا محمد وآله وصحبه .
( د افتاء د دايمي ټولنې څخه د يو سړي په اړه پوښتنه شوې ده چې په يو بانک کې د چوکيدار او بهره دار په حيث دنده تر سره کوي او د معاملاتو سره هيڅ علاقه نه لري نو هغه خپلې دندې ته ادامه ورکړي او که ترک يې کړي ؟
په ځواب کې ليکي : مسلمان ته جايزه نه چې په داسې بانک کې چې سود کار کوي دنده تر سره کړي که څه هم چوکيداري يا بهره داري وي ځکه دا عمل د ګناه په کار کې مرسته ده او الله تعالی ددې کار څخه منع فرمايلي ( و لا تعاونوا علی الأثم و العدوان ) ، يعنې د ګناه او ظلم په کار يو له بله مرسته او مدد مه کوئ .
په غالب ګمان بانکونه د سود کار کوي تاسې ته ښايي چې د حلالې لارې رزق په لاس راوړی ) .
آن لاين اسلامي لارښود