د بانک په قرغه کشي يا بخت حساب کې کډون کول څه حکم لري ؟

ټولوکارکونکوته د زړه له اخلاصه مننه کوم چی زمونږستونځېحلوئ .

محترما : زما پوښتنه دا ده چې په بانکونوکې حساب خلاصول په دې نیت چی ماته په قرعه کشی کې جایزه را وځي داجواز لري اوکه نه ؟

همت “سباوون” دکندهارنه

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

د بانک په بخت حساب کې کډون کول حرام دی ځکه دا قمار دی چې د ډيرو کسانو پيسې جمع کيږي او بيا هغه د بخت يا قرغه کشي په ډول يو کس يا څو کسانو ته وځي .

د قمار پوره تفصيل مخکې تير شو

په دې اړه د فتاوي دارالعلوم ديوبند څخه داسې پوښتنه شوې ده :

پوښتنه : لاټري چې ديوې کمپنۍ لخواپه زرګونو ټکټونه خرڅ کړشي او دهرټکټ قيمت مثلاً يوه روپۍ وي اوپه ټولو ټکټونو مسلسل نمبر ليکل شوی وي چې دا نمبر کمپنۍ له ځانه سره ساتلی وي اودنمبر مطابق جايزه ټاکل شوې وي بيا په يوه ورځ داټول ټکټونه يوځای کوي په یوه منګي يا بل څه کې يې اچوي اوبيا په یوه وړوکي هلک يا بل کس باندې را اخلي نووروسته چې د هر چا نوم راووت د ټکټونوټولی پيسې به دهغه شخص وياوس کوم کس ته چې دا ټولی پيسې حواله کيږي دا رواه دي او کمپنۍ چې پدې کار سره کمشن اخلي هغې ته د کميشن اخستل رواه دي ؟

ځواب : دا قمار يا جواري ده شرعاً حرام دی دچاپه نوم چې دغه پیسې راوتلې وي هغه ته يې اخستل حرام دي او همدارنګه کمپنۍ ته د کميشن اخستل روا نه دي .

داټولې پیسې به خپلو مالکانو ته سپاري اوکه هغه نه وي د هغوی وارثانو ته به يې سپاري .

(فتاوي دارالعلوم ديوبند ج ۱ صفحه۶۳۳)

د فتاوي البلدالحرام څخه داسې پوښتنه شوې ده :

پوښتنه  : په بخت آزموينه کې کډون څه حکم لري ؟ پداسې شان چې يوڅوک دبخت آزموينې فورمې برابرې کړي که جانس ياري وکړي نو لوی دولت به په لاس راوړي اوبل داچې که څوک پدې نيت کډون پکې وکړي چه زه بيا دغه د بخت پیسې په اسلامي فعالتونو کې مصرف کوم نو ددې حکم څه دی ؟

ځواب : دا ډول معامله چې يوڅوک د بخت کارت يا فورم واخلي او بيا په جانس سره پیسې ورته ووځي دا په حکم د برد باخت او قمار دی الله تعالی فرمايي :

يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا إِنَّمَا الْخَمْرُ وَالْمَيْسِرُ وَالأنْصَابُ وَالأزْلامُ رِجْسٌ مِنْ عَمَلِ الشَّيْطَانِ فَاجْتَنِبُوهُ لَعَلَّكُمْ تُفْلِحُونَ (٩٠)إِنَّمَا يُرِيدُ الشَّيْطَانُ أَنْ يُوقِعَ بَيْنَكُمُ الْعَدَاوَةَ وَالْبَغْضَاءَ فِي الْخَمْرِ وَالْمَيْسِرِ وَيَصُدَّكُمْ عَنْ ذِكْرِ اللَّهِ وَعَنِ الصَّلاةِ فَهَلْ أَنْتُمْ مُنْتَهُونَ (٩١) (المائده ) .

ژباړه : ای مؤمنانو! داشراب ،قمار،انصاب (نصب کړشوی ډبری د عبادت لپاره ) اوغشي د بخت آزمينې پخاطر داټول ناولي او شيطاني کارونه دي له هغو نه ډډه وکړﺉ هيله ده چې تاسې ته به بری درپه برخه شي .

شيطان خو داغواړي چې دشرابو او قمار په وسيله ستاسې په مينځ کې عداوت او دوښمني واچوي اوتاسې د الله پاک له يادولو او لمانځه څخه منع کړﺉ  نوآیا تاسې له دې چارو لاس اخلئ ؟

د قمار وړونکی بدون له کوم مشقت اوزحمت څخه د لوی دولت خاوند ګرځي .

کبيره ګناه ده چې د بت پرستی سره مساوي بلل شوي ده .

او دا روانده چې انسان حرام مال په دې نيت په لاس راوړی چې بيا به يې د خير په کار کې ولګوم .

علماء البلدالحرام- فتاوی اسلامي(۴/۴۴۱-۴۴۲)

پوښتنه  : په بعضو هيوادوکې ځنې بانکونه د قرعه کشی لپاره ورقې صادروي دغه ورقې له بانک څخه اخستل کيږي اوهرکله چې مياشت يا کومه بله ټاکل شوی موده پوره شي قرعه کشي کيږي يوکس ته لوی دولت په لاس ورځي په دې اړه د شريعت څه حکم دی ؟

ځواب : دا کار قمار دی له کبيره ګناهونو څخه شميرل کيږي .

د علمي څيړنې او افتاء دايمي ټولنه (۴/۴۴۳)

پوښتنه  : ځنې تجارتي مؤسيسات اعلانونه کوي چې هرڅوک دغه اجناس واخلي د جائزې مستحق به وګرځي له دې لاری خلک ورماتوي ترڅود دوی د اجناسو د خريدارۍ سره علاقه مند شي چې ځنی خلک يې د جايزی په نيت اخلي ددی حکم څه دی ؟

ځواب : داکار حرام دی او دقمار يو ډول دی دوی د خلکو مال په ناحقه تر لاسه کوي دا کار يې د خلکو د غلولو لپاره يو سبب جوړ کړی وي.

مسلمان سوداګر بايد له دې کار څخه ځان وساتي (علماء البلد الحرام ) .

همدارنګه د سودي بانک د بخت حساب په اړه فتاوی الأسلام سوال جواب ليکي :

تلجأ بعض البنوك والمؤسسات الربوية إلى الحيلة ، ليروج أمرها على الناس ، فلا تعلن عن فوائد ربوية ، وإنما تضع جوائز أو تُوزع بالقرعة في نهاية السنة أو كل ستة أشهر ، ويكثر تداول هذه الطريقة فيما يسمى بشهادات الادخار أو الاستثمار ، وهذه الحيلة لا تجعل الحرام حلالا ، فإن البنك لا يوزع الجوائز من ماله ، وإنما هي فوائد الربا ، يوزعها بهذه الطريقة ، بدلا من توزيعها على جميع العملاء ، وهي طريقة تجمع بين الربا والميسر .( الأسلام سوال جواب رقم الفتاوي ۷۲۴۱۳ ) .

ژباړه : ځنو سودي بانکونو دا حيله په کار اچولې ده چې په خلکو کې يې داسې عمل رواج کړی چې سودي فائده نه ښيي بلکي د جائزې په شکل يې ويشي ، دا جوائز د کال په آخر يا هرو شپږو مياشتو کې ويشي (ددې لارې ډير کسان پيسې اچوي بانک ) يې د پس انداز او پانګې په شکل ساتي او خپل کار ورباندې کوي ، دا حليه هيڅکله هم حرام نشي حلالولی ځکه بانک د خپل مال څخه خلکو ته جوائز نه ويشي بلکي د سودي ګټې څخه يې په همدې طريقه خپلو مشتريانو باندې ويشي او دا طريقه د سود او قمار دواړو جمع ده .

و الله سبحانه وتعالی اعلم

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email

اترك تعليقاً