د عدت په وخت کې نکاح څه حکم لري ؟

د اسلامي لارښود قدرمنو وروڼو السلام علیکم.

زما یوه پوښتنه ده هیله لرم چه جواب یه راکړی.

زما د مور ميره د پلار د تره زامنو د عدت د پيل نه دونیمې میاشتې بعد خرڅه کړه هغه څلور میاشتې او لس ورځې نوې تیره شوې..

ډیره لویه مهرباني به مو وي چه مکمل احوال را کړۍ.

حسين – کابل

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

د عدت په وخت کې نکاح کول څه حکم لري ؟

د ښځې عدت هغه که د طلاق يا وفات په قرآن سنتو او اجماع ثابت دی .

اول د وفات عدت : د وفات عدت دوه صورتونه لري :

۱- که چېرې ښځه د وفات شوي خاوند څخه حامله وي نو عدت د حمل تر وضع ( بچي پيدا ) کېدو پورې دی .

لقوله تعالى : وَأُولَاتُ الْأَحْمَالِ أَجَلُهُنَّ أَنْ يَضَعْنَ حَمْلَهُنَّ(الطلاق: 4)

۲- که ښځه حامله نه وي نو د خاوند د مرګ وروسته به څلور مياشتې او لس ورځې عدت تيروي .

لقوله سبحانه وتعالی : وَالَّذِينَ يُتَوَفَّوْنَ مِنْكُمْ وَيَذَرُونَ أَزْوَاجًا يَتَرَبَّصْنَ بِأَنْفُسِهِنَّ أَرْبَعَةَ أَشْهُرٍ وَعَشْرًا (البقره:234) .

ژباړه : د تاسې څخه چې څوک ومري او کونډې يې پاتې شي نو هغوی دې پر خپل ځان څلور مياشتې او لس ورځې عدت تير کړي .

د عدت په وخت کې له ښځې سره نکاح کول حرام دي ، لقوله سبحانه وتعالی : {ولا تعزموا عقدة النكاح حتى يبلغ الكتاب أجله } [البقرة :2/235]

که څوک د عدت په وخت کې له ښځې سره نکاح وکړي نکاح يې باطله ده او تفريق يې واجب دی

أوضح الحنفية ركن العدة بأنه التزام المرأة بحرمات ثابتة بسبب العدة يحرم عليها مخالفتها، كحرمة التزوج بزوج آخر، وحرمة الخروج من بيت الزوجية الذي طلِّقت فيه، وصحة الطلاق في العدة، وحرمة التزوج بأخت المطلقة ونحوها

( فقه الاسلامي وادله – درالمختار ۲/۸۲۵ ) .

و الله سبحانه وتعالی اعلم

آن لاين اسلامي لارښود

(Visited 62 times, 1 visits today)

اترك تعليقاً