کرام الکاتبين ملائکې

كرام الكاتبين ملائكې څو دي ؟

عبدالقدير

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

الله سبحانه وتعالی کرام الکاتبين ملائيکې پيدا کړی دي چې د انسان نيت ، ويناوې او عملونه ليکي ، د ښي طرف ملائکه ښه کارونه ليکي او د چپ طرف ملائکه بد کارونه او اعمال ليکي :

لقوله سبحانه وتعالی :وَإِنَّ عَلَيْكُمْ لَحَافِظِينَ ، كِرَامًا كَاتِبِينَ ، يَعْلَمُونَ مَا تَفْعَلُونَ (الانفطار:10- 12) .

ژباړه : حال دا چې يقيناً پر تاسې باندې خامخا ساتونکې ملائکې ( د عمل مقرر دي) ، عزتمنې ليکونکی ( د اعمالو د تاسې) پوهيږي په هغه څه چې تاسې يې کوئ .

همدارنګه الله سبحانه وتعالی د انسان د حفاظت لپاره ملائيکې پيدا کړې دي چې يوه يې د مخې طرف او بله د شا طرف حفاظت کوي مګر دا چې انسان ته څه په تقدير کې وي هغه واقع کيږي (القرطبي ) .

لقوله سبحانه وتعالی :لَهُ مُعَقِّبَاتٌ مِنْ بَيْنِ يَدَيْهِ وَمِنْ خَلْفِهِ يَحْفَظُونَهُ مِنْ أَمْرِ اللَّهِ إِنَّ اللَّهَ لَا يُغَيِّرُ مَا بِقَوْمٍ حَتَّى يُغَيِّرُوا مَا بِأَنْفُسِهِمْ …. (الرعد:11) .

ژباړه : انسان لره (له جانبه د الله ملائکی دي) نوبت په نوبت راتولونکی يو په بل پسې د مخې له طرف او د شا له طرفه د دغه (انسان) چې ساتنه کوې دده په حکم د الله ، بيشکه الله تعالی نه بدلوي حالت د هيڅ قوم (عافيت او نعمت) تر هغه پورې چې بدل کړي دوی ځانونه خپل ( په بد حالت سره چې سرکشي او ګناه ده )

الله سبحانه وتعالی د انسان ټول اعمال څاري او ښه پرې خبر دی دا ملائيکې يې د حجت او دليل لپاره پر انسان مقررې کړې دي .

و الله سبحانه وتعالی اعلم

آن لاين اسلامي لارښود

 

(Visited 65 times, 1 visits today)

اترك تعليقاً