لومړی :
دا چې د مور د ورځې يا ښځې د ورځې ، معلم د ورځې ، کارکر د ورځې او حتی د خره د ورځې لمانځل په اسلام کې هيڅ اصل نلري .
«مَن أحدثَ في أمرِنا هذا ما لَيسَ فيهِ فَهُوَ رَدٌّ» (بخاری او مسلم ) .
(هر چا چې په امر (دين ) زمونږ کې داسې عمل پيدا کړ چې له هغه نه وي (په دين کې نه وي ) نو مردود دی
«إيّاكُم وَ مُحدَثاتِ الأُمورِ؛ فإنَّ كُلَّ مُحدَثَةٍ بِدعَةٌ، و كُلَّ بِدعَةٍ ضَلالَةٌ، وَ كُلَّ ضَلالَةٍ في النّارِ»: (ابوداود(4607) ، ترمذي(2676)
(په دين کې د نو پيدا شی نه پرهيز وکړﺉ چې هر نوی شی بدعت دی او هر بدعت ګمراهي ده او دهرې ګمراهی انجام اور دی )
دا د کفر تقليد دی چې ايماني مريضان ، د اسلام څخه نا خبره او خوبه وړي مسلمانان ورباندې ګرفتار شوي دي ، په دې اړه جناب رسول صلی الله عليه وسلم پخوا مونږ داسې خبر راکړئ دی:
لَتَتَّبِعُنَّ سَنَنَ مَن كانَ قَبلَكُم شِبراً شِبراً وَ ذِراعاً بِذِراعٍ؛ حتّي لَو دَخَلُوا جُحرَ ضَبِّ تَبِعتُمُوهُم. قُلنا: يا رَسُولَ اللهِ. اليَهُودُ وَ النَّصاري؟ قالَ: فَمَن؟!» (البخاري ) .
ژباړه : حتماً به دوی د هغوی لاره چې مخکې له تاسو ؤ (اهل کتاب ،يهود او نصارا) لويشت په لويشت او ګز په ګز تعقيب کړي تر دې چې که د کربوړې په غار ننوځي دوی به د هغوی څخه پيروي کوئ ، ومې ويل: ای رسول الله صلی الله عليه وسلم : هدف مو يهود او نصار دي ؟ ويې فرمايل نو څوک دي ؟
——————————————————————-
دوهم :
اسلام هر ورځ او ټول عمر د مور د احترام او د هغه سره د ښه سلوک کولو او همدارنګه هره ورځ او ټول ژوند يې د ښځې سره د ښه سلوک کولو ډير ټینګار کړی دی .
قوله تعلی : ووصينا الإنسان بوالديه حسناً (العنكبوت / 8 .)
ژباړه : او انسان ته مو د هغه د پلار او مور سره د ښه چلند په کولو سپارښت وکړ .
لا تَعْبُدُونَ إِلَّا اللَّهَ وَبِالْوَالِدَيْنِ إِحْسَاناً .. (البقرة:83) .
ژباړه : بې له الله د بل څه عبادت مه کوئ او له مور او پلار سره به ښېګڼه کوئ .
[وَعَاشِرُوهُنَّ بِالْمَعْرُوفِ فَإِن كَرِهْتُمُوهُنَّ فَعَسَى أَن تَكْرَهُواْ شَيْئًا وَيَجْعَلَ اللّهُ فِيهِ خَيْرًا كَثِيرًا] (النساء ۱۹)
ژباړه : (( اوله هغی (ښځو) سره په ښه طريقه ژوند تير کړی ، بيا که هغه ستاسی (په څه وجه ) خوښی نه وي نو کيدای شي چې يو شی ستا خوښ نه وي خو الله جل جلا له په هغه کی (ستاسو) لپاره ډيره څه ښيګڼه ايښی وي)) .
رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي : أكمل المؤمنين إيمانا أحسنهم خلقا . وخياركم خياركم لنسائهم (ترمذي ۱۱۶۲، مشکاة المصابيح ۳۲۰۰) .
ژباړه : د ايمان په اعتبار سره ستاسو کښې کامل ايمان والا هغه څوک دی چه د هغه اخلاق اوخوی ښه وي او تاسی کې بهترين اوغوره هغه دی چه د خپلی ښځی سره يی سلوک ښه وي .
عجيبه دا ده چې نن هغه کسان چې کله يې والدين زاړه او له ګټې ولويږي په اصطلاح د (مشرانو کور) ته ليږي او د ښځې نه فقط د شهوت رانی په توګه کار اخلي نن دغه کسان مونږ ته د ښځې د حقوقو خبرې کوي
نن مونږ ته د [[Girl friend & by friend اولادونه د ښځو د حقوقو خبرې کوي (أستغفرالله) .
——————————————————————-
دريم :
د ښځې د نمايشي ورځ لمانځنې په بهانه اصلاً د کفري ملت هدف په خاصه توګه په اسلامي هيوادونو کې دا دی تر څو د ښځې حجاب لرې او هغه په ټولو چارو کې ( روغتون ، دفتر ، علمي مراکزو ) ، تجارت ، سياحت او حتی مسافرت کې د بيګانه خلکو سره مخلوطې او ګډې کړي ، تر څو د فحشاء ، بې حيايی او بې دينی فضا را مينځته شي خلک په نفساني خواهشاتو کې ا
و فساد کې تر پوزې غرق کړ شي چې په دې سره خپل غيرت او ايماني احساس له لاسه ورکړي او بیا د خپلې خوښې حکومت پرې وکړي .
عجيبه داده څنګه مکې مکرمې ته خپلې ښځې پرته له محرمه نه ليږئ ؟ او هغه پاک ځای ته يې ليږل پرته له نامحرمه حرام دي
نو څنګه به يو فاسق دفتر ته چې ټول پکې بيګانه وي د ښځې ليږل جايز وي ؟
ولې مکې مکرمې ته خپلې ښځې بې محرمه نه لېږئ ؟ چې نن د بيګانو خلکو فاسدو او فاسقو دفترونو ته ښځې لېږئ !!
الله سبحانه وتعالی د ښځو او نارينه تر مينځ د دندو ويش د فطري جوښت موافق کړی دی
تفصيل دلته وګورئ
https://dawat610.com/archives/81
و ما توفيقي الا بالله عليه توکلت و اليه انيب
آن لاين اسلامي لارښود