۱- مستحب به ده چې د نکاح تړون په حمد ، شهادتين ، درود شريف او څو لڼدو آيتونو پيل شي لکه ابن مسعود رضی الله عنه چې روايت کوي : «إنِ الْحَمْدَ لِلَّهِ نَحْمَدُهُ وَنَسْتَعِينُهُ وَنَسْتَغْفِرُهُ وَنَعُوذُ بِاللَّهِ مِنْ شُرُورِ أَنْفُسِنَا وَمِنْ سَيِّئَاتِ أَعْمَالِنَا مَنْ يَهْدِهِ اللَّهُ فَلا مُضِلَّ لَهُ وَمَنْ يُضْلِلْ فَلا هَادِيَ لَهُ وَأَشْهَدُ أَنْ لا إِلَهَ إِلا اللَّهُ وَحْدَهُ لا شَرِيكَ لَهُ وَأَنَّ مُحَمَّدًا عَبْدُهُ وَرَسُولُهُ »
او دری لڼد آيتونه :
{ يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا اتَّقُوا اللَّهَ حَقَّ تُقَاتِهِ وَلا تَمُوتُنَّ إِلا و أَنْنمْ مُسْلِمُونَ }[1] .
{ يَا أَيُّهَا النَّاسُ اتَّقُوا رَبَّكُمُ الَّذِي خَلَقَكُمْ مِنْ نَفْسٍ وَاحِدَةٍ وَخَلَقَ مِنْهَا زَوْجَهَا وَبَثَّ مِنْهُمَا رِجَالاً كَثِيرًا وَنِسَاءً وَاتَّقُوا اللَّهَ الَّذِي تَسَاءَلُونَ بِهِ وَالأرْحَامَ إِنَّ اللَّهَ كَانَ عَلَيْكُمْ رَقِيبًا }[2] .
{ يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا اتَّقُوا اللَّهَ وَقُولُوا قَوْلاً سَدِيدًا، يُصْلِحْ لَكُمْ أَعْمَالَكُمْ وَيَغْفِرْ لَكُمْ ذُنُوبَكُمْ وَمَنْ يُطِعِ اللَّهَ وَرَسُولَهُ فَقَدْ فَازَ فَوْزًا عَظِيمًا} [3].
او بيا به ووايي چې الله سبحانه وتعالی په نکاح کولو باندې امر کړی دی: { وَأَنكِحُوا الْأَيَامَىٰ مِنكُمْ وَالصَّالِحِينَ مِنْ عِبَادِكُمْ وَإِمَائِكُمْ..}[4] .
مستحبه ده چې يو خطبه په شروع کې ووايي ځکه د رسول الله صلی الله عليه وسلم څخه يو خطبه ثابته شوې ده[5] .
۲- د نکاح تړلو وروسته زوجينو او يا د هغوی واريثانو ته مبارکي ويل : بارک الله لک ( الله يې دې درته مبارک کړي ) او داسې نور ، د ابی هريرة رضی الله عنه روايت دی چې کله به نکاح وتړل شوه رسول الله صلی الله عليه وسلم به فرمايل : «بارك الله لك، وبارك عليك، وجمع بينكما في خير»[6]( الله يې دې درته مبارک کړې او تاته دې مبارک وي او الله مو په خير يو ځای کړه .
۳- مستحبه ده چې نکاح د جمعې په په ماښام وتړل شي ځکه د جمعې ورځ شريفه او د برکت ورځ ده او ماښام ځکه برکتي دی چې د جمعې ورځې په پای کې يو ساعت دی چې په هغه کې دعا قبليږي .
په دليل د دغه حديث شريف : أمسوا بالمِلاَك، فإنه أعظم بركة.
۴- د نکاح اعلان :د نکاح اعلان او دائره وهل ، په دليل د دغه حديث شريف : «أعلنوا النكاح»[7]
او د امام ترمذي په روايت کې د بې بې عايشې رضی الله عنها نه روايت دی: «أعلنوا النكاح، واضربوا عليه بالغِرْبال» (اعلان کړئ نکاح ، او په هغه کې ووهئ دائره ).
ټولې هغه سندرې او اشعار چې په هغه د بيګانه ښځو صفات بيانيږي ، شرابو او حرام پکې بيانيږي په اتفاق د فقهاء حرام دی[8] .
مګر د دائره پرته د موسیقۍ نور ټول اسباب حرام دي لکه : رباب ، تنبوره ، طبله ، ډهول او نور چې د اهل فساقو وسائل دي د اخلاف پرته حرام دي[9] .
۵- د مهر ټاکل : د نکاح په وخت کې به مهر ټاکل کيږي ځکه چې د مهر ټاکل د زړه اطمنان دی او په آينده کې د اختلاف سبب نه کيږي او همدانګه سنت ده چې مهر في حال ادا شي ځکه چې ځنډ او تأخير د بعض او کېنې سبب کيږي .
۶- وليمه سنت ده ، وليمه هغه خوراک دی چې د نکاح د ميلمنو د پاره تيار شوی وي .
آن لاين اسلامي لارښود
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
[1] – سوره آل عمران :۱۰۲ .
[2] – سوره النسآء :۱ .
[3] – سوره الاحزاب :۷۰-۷۱ .
[4] – سوره النور :۳۲ .
[5] – رواه الترمذي وصححه وأبو داود والنسائي والحاكم والبيهقي.
[6] – رواه أبو داود والترمذي وصححه وحسنه وابن ماجه.
[7] – رواه أحمد وصححه الحاكم.
[8] – ذَهَبَ الْفُقَهَاءُ إِلَى حُرْمَةِ الْغِنَاءِ إِذَا كَانَ بِشِعْرٍ يُشَبِّبُ فِيهِ بِذِكْرِ النِّسَاءِ وَوَصْفِ مَحَاسِنِهِنَّ وَذِكْرِ الْخُمُورِ وَالْمُحَرَّمَاتِ لأَنَّهُ اللَّهْوُ وَالْغِنَاءُ الْمَذْمُومُ بِالاتِّفَاقِ (الموسوعة الفقهية :۳۵/۳۳۸ ).
[9] – ذَهَبَ جُمْهُورُ الْفُقَهَاءِ إِلَى أَنَّ الضَّرْبَ بِآلاتِ اللَّهْوِ ذَوَاتِ الأَوْتَارِ – كَالرَّبَابَةِ وَالْعُودِ وَالْقَانُونِ – وَسَمَاعَهُ حَرَامٌ .
قَالَ ابْنُ حَجَرٍ الْهَيْتَمِيُّ : الأَوْتَارُ وَالْمَعَازِفُ كَالطُّنْبُورِ وَالْعُودِ وَالصَّنْجِ – أَيْ ذِي الأَوْتَارِ – وَالرَّبَابِ وَالْجُنْكِ وَالْكَمَنْجَةِ وَالسِّنْطِيرِ وَالدِّرِّيجِ وَغَيْرِ ذَلِكَ مِنَ الآلاتِ الْمَشْهُورَةِ عِنْدَ أَهْلِ اللَّهْوِ وَالسَّفَاهَةِ وَالْفُسُوقِ هَذِهِ كُلُّهَا مُحَرَّمَةٌ بِلا خِلافٍ (الموسوعة الفقهية :۳۵/۳۳۸ ).