د نکاح تعريف :
نکاح په لغت کې جوړه کولو او يو ځای کولو ته وايي.
د شريعت په اصطلاح کې د شرعې کورواله ، صالحې کورنۍ او سالمې ټولنې جوړولو لپاره د نارينه او ښځې تر منځ تړون ته نکاح وايي .
د نکاح حکم :
نکاح په قرآن سنتو او اجماع سره ثابته ده .
الله سبحانه وتعالی فرمايي : [فَانكِحُواْ مَا طَابَ لَكُم مِّنَ النِّسَاء][1].
ژباړه: بيا نو د هغو ښځو سره نکاح وکړئ چې ستاسې خوښې وي .
رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي : « يَا مَعْشَرَ الشَّبَابِ ، مَنِ اسْتَطَاعَ مِنْكُمُ الْبَاءَةَ فَلْيَتَزَوَّجْ »[2].
او همدارنګه د نکاح په مشروعيت باندې د امت اجماع ده.
نکاح د حکم او صفت له مخې د فقهاء کرامو په نزد په څلور ډوله ده :
اول : سنت مؤکد :
نکاح په عادي حالت کې سنت مؤکد ده ، رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي :«النِّكَاحُ مِنْ سُنَّتِي فَمَنْ رَغِبَ عَنْ سُنَّتِي فَلَيْسَ مِنِّي»[3]
ژباړه: نکاح زما سنت دی که چا زما د سنتو څخه سر غړونه وکړه هغه زما څخه نه دی .
او فرمايي: «يَا مَعْشَرَ الشَّبَابِ مَنِ اسْتَطَاعَ مِنْكُمُ الْبَاءَةَ فَلْيَتَزَوَّجْ؛ فَإِنَّهُ أَغَضُّ لِلْبَصَرِ وَأَحْصَنُ لِلْفَرْجِ »[4] .
ژباړه:ای د ځوانانو ډلې! د تاسې نه چه هر څوک د نکاح توان لري نکاح دې وکړي، ځکه چې نکاح د سترګو او عورت د حفاظت سبب ګرځي .
نکاح کول له نفلي عبادت څخه غوره عمل دی ، دليل دا دی چې دری کسان د رسول الله صلی الله عليه وسلم کور ته راغلي وو، يو يې وويل : زه ټوله شپه نفلي لمونځ کوم ، بل وويل : زه ټول عمر روژه نيسم او دريم یې وويل : زه له ښځو څخه لرېوالی اختياروم او هيڅ کله نکاح نه کوم .
رسول الله صلی الله عليه وسلم د هغوی په ځواب کې وفرمايل : «أَما واللَّهِ إِنِّي لأَخْشَاكُمْ للَّهِ وَأَتْقَاكُم له لكِني أَصُومُ وَأُفْطِر، وَأُصلِّي وَأَرْقُد، وَأَتَزَوّجُ النِّسَاءَ، فمنْ رغِب عن سُنَّتِي فَلَيسَ مِنِّى»[5] .
ژباړه: مګر پر الله تعالی قسم دی چې زه تر تاسې ټولو نه زيات له الله تعالی څخه ويريږم او تر تاسو ټولو پرهيزګاره يم . او هم روژه نيسم او هم يې نه نیسم او لمونځ هم کوم او خوب هم کوم او ښځې په نکاح اخلم او هر څوک چې زما له سنتو څخه مخ واړوي زما څخه نه دی .
عبدالله بن مسعود رضی الله عنه وايي : “لَوْ لَمْ يَبْقَ مِنْ أَجْلِي إِلا عَشَرَةُ أَيَّامٍ، وَأَعْلَمُ أَنِّي أَمُوتُ فِي آخِرِهَا يَوْمًا، لِي فِيهِنَّ طَوْلُ النِّكَاحِ، لَتَزَوَّجْتُ مَخَافَةَ الْفِتْنَةِ“[6].
ژباړه : که زما د اجل يوازې لس ورځې پاتې وي او زه پوه شم چې د هغه په آخري ورځ وفات کيږم او زه د نکاح کولو توان ولرم نو د فتنې د ويرې څخه به واده کوم .
دوهم : واجب :
کچيرې په حرامو کې د اخته کيدو ويره وي نو نکاح کول واجب دي ځکه چې د حرامو څخه ځان ساتل واجب دي.
ابن عابدِين رحمه الله وايي : کچيرې څوک خپل ځان د حرام نظر ، استمناء (خپله انزال) او يا په زنا او فاحش عمل باندې له اخته کيدو څخه نشي منع کولای نو په هغه باندې نکاح کول واجب دي[7].
دوکتور وهبة زحيلي رحمه الله وايي : د عامو فقهاوو په نزد څوک چې د ښځې د مهر او نفقې توان ولري ، شهوت يې زيات او په زنا باندې د اخته کيدو وېره وي په هغه باندې نکاح کول فرض دي[8] .
دريم مکروه :
په هغه صورت کې چې د ظلم او بې عدالتۍ ويره وي نو نکاح کول مکروه تحريمي دي[9].
څلورم حرام :
کچيرې څوک یقين ولري چې که واده وکړي نو ميرمنې سره د ظلم او هغې ته په ضرر رسولو به اخته شي لکه : د نفقې په برابرولو کې عاجزي او يا کچيرې بل واده وکړې د بې عدالتي یقين راتلل ځکه څه شی چې د حرامو سبب ګرځي هغه حرام دي .
او که حلال او حرام په ټکر کې واقع شي نو فقهې قاعده ده چې حرامو ته به ترجح ورکوو ، مثلاً په هغه صورت کې چې د زنا وېره وي نو نکاح کول فرض او يا واجب دي او همدارنګه که څوک دا یقين ولري چې که واده وکړي نو د ميرمنې سره به په ظلم کولو اخته شي نو په دې صورت کې نکاح کول حرام دي[10] ، په دليل د غه قول د الله تعالی چې فرمايي : [وَلْيَسْتَعْفِفِ الَّذِينَ لاَ يَجِدُونَ نِكَاحًا حَتَّى يُغْنِيَهُمْ اللَّهُ مِن فَضْلِهِ][11] .
ژباړه: او هغه كسان دې خپل عفت وساتي چې د نکاح اسباب نه مومي تر هغه پورې چې الله دوى له خپله فضله غنیان كړي.
په اسلام کې د نکاح ترغيب :
د اسلام سپيڅلی دين په بېلابېلو شکلونو خلک نکاح او واده کولو ته تشويق او ترغيب کړی دي لکه چې وايي : نکاح د پيغمبرانو عليهم السلام سنت او لاره ده واضح ده چې پيغمبران عليهم السلام د بشر د پاره لارښودونکي ګرځول شوي دي د هغوی اطاعت او پيروي کول یې پر خلکو واجب کړی دی ، الله سبحانه وتعالی فرمايي :[وَلَقَدْ أَرْسَلْنَا رُسُلا مِنْ قَبْلِكَ وَجَعَلْنَا لَهُمْ أَزْوَاجًا وَذُرِّيَّةً...][12].
ژباړه : او يقيناً ليږلي وو مونږ ډير رسولان پخوا له تانه ( لکه چې راليږلی مو يې ته ) او ورکړي وو مونږ دوی ته ښځې او اولادونه .
ابو ايوب انصاري رضی الله عنه وايي چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي :« أربع من سنن المرسلين: الحياء والتعطر والسواك و النکاح»[13].
يعنې: څلور شيان د پيغمبرانو سنت دي : نکريزې ، عطر او خوشبويي ، مسواک او نکاح .
الله سبحانه وتعالی واده کول پر بندګانو باندې د منت په توګه داسې بيانوي :
[وَاللَّهُ جَعَلَ لَكُمْ مِنْ أَنْفُسِكُمْ أَزْوَاجًا وَجَعَلَ لَكُمْ مِنْ أَزْوَاجِكُمْ بَنِينَ وَحَفَدَةً وَرَزَقَكُمْ مِنَ الطَّيِّبَاتِ][14].
ژباړه : او الله پيدا کړی دي تاسې ته د ستاسې د جنس څخه ښځې ( جوړه جوړه يې ګرځولې ياست چې زړه مو ورسره آرام شي ) او پيدا کړي يې دي تاسې ته له ښځو ستاسې ځامن او لمسي او رزق يې درکړی تاسې ته له پاکو شيانو .
آن لاين اسلامي لارښود
[1] – سوره النسآء :۳
[2] – رواه البخاري ومسلم .
[3] – حديث متفق عليه .
[4] – حديث متفق عليه
[5] – حديث متفق عليه .
[6] سنن سعيد بن منصور.
[7] – والدر المختار ورد المحتار ۲ / ۲۶۰ ـ ۲۶۱ و الموسوعة الفقهية :۴۱/۲۱۰.
[8] – يكون الزواج عند عامة الفقهاء فرضاً إذا تيقن الإنسان الوقوع في الزنا لو لم يتزوج، وكان قادراً على نفقات الزواج من مهر ونفقة الزوجة (فقه الاسلامي وادلته ) .
[9] – الموسوعة الفقهية ۴۱/۲۱۵ ، والدر المختار ورد المحتار 2 / 260 ـ 261 ، بدائع الصنائع ۲/۲۲۹ .
[10] – يحرم الزواج إذا تيقن الشخص ظلم المرأة والإضرار بها إذا تزوج، بأن كان عاجزاً عن تكاليف الزواج، أو لا يعدل إن تزوج بزوجة أخرى؛ لأن ما أدى إلى الحرام فهو حرام.
وإذا تعارض ما يجعل الزواج فرضاً وما يجعله حراماً بأن تيقن أنه سيقع في الزنا إن لم يتزوج، وتيقن أيضاً أنه سيظلم زوجته، كان الزواج حراماً؛ لأنه إذا اجتمع الحلال والحرام، غلب الحرام الحلال، ولقوله تعالى: {وليستعفف الذين لايجدون نكاحاً حتى يغنيهم الله من فضله} [النور:33/24] (فقه الاسلامي وادلته / دوکتور وهبة الزحيلي رحمه الله ).
[11] – سوره النور : ۳۳.
[12] – سوره الرعد :۳۸.
[13] – رواه الترمذي.
[14] – سوره النحل : ۷۳ .