د نکاح په اړه څه ناڅه معلومات حاصول د هر مسلمان لپاره اړينه دي هغه که ځوانان وي او يا د هغوی سرپرستان او همداسې د طلاق په اړه معلومات ضروري دي ځنې کسان د ناپوهۍ له وجې کله د نکاح او په خاصه ټوګه د طلاق په مسائلو کې د داسې مشکل سره مخ شي چې بيا حل نلري .
په دغه لړۍ کې د نکاح او طلاق ټول ضروري أحکام او مسائل په آسانه او مفصله ټوله د شرعي دلائلو په رڼا کې خپريږي .
رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي : «مَنْ يُرِدِ اللَّهُ بِهِ خَيْرًا يُفَقِّهْهُ فِي الدِّينِ» (رواه البخاري ومسلم) .
ژباړه : الله تعالی چې چا ته د خير اراده وکړي نو هغه ته په دين کې پوهه ور په برخه کوي.
و بالله توفيق
آن لاين اسلامي لارښود
(Visited 58 times, 1 visits today)