د موبايل کرېډيټ په قرض اخيستل څه حکم لري؟

السلام علیکم ورحمة الله : محترم زه یو پوښتنه لرم چې ایا  دا د سیمکارت قرضه سود ده که نه مثلن موږ ته ۴۰
کریدیت قرض راکوي اوبیا ۴۴ کریډيټ راڅخه کټ کوي
والسلام

زاهد الله ابراهيم خيل

اسلام علیکم ورحمت الله وبر کاته وبعد
محترمه! زه د روشن د تلیفوني شبکې په هکله یو سوال لرم هیله کوم چې راته یی ځواب کړئ
د روش شبکه خپلو مشتریانو ته دا سهولت برابر کړی چې کله ددوی په مبایل کې پیسې یا کاریډیټ خلاص شي نو ددوی د شبکې څخه د ۵۰ روپیوپه بدل د ۴۵ روپیو کاریډیټ په قرضه ورکوي کله چې بیا کارت خپل مبایل ته واچول شي نو شبکه یی ترې کټ کوي ایا دا سود کیږی او کنه بشپړ مالومات غواړم.

وکيل


ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

د کرېډيټ کارت په اړه د اسلامي نړی د معاصرو فقهاؤ ټولنه مجتمع الفقه اسلامية ليکي :

په کرېډيت ليږلو باندې چې څه مصرف راځي د هغه د اجرې اخيستل جايز د اجرت نه علاوه سود دي .

جاء في مجتمع الفقه الأسلامي :

ويجوز له أن يأخذ مبلغا مقطوعا في مقابل المصاريف الإدارية ، وهذه لا تزيد بزيادة المبلغ المستخدم عند شراء البضائع. أما فرض نسبة مئوية على المبلغ المستخدم عن طريق البطاقة فهو الربا بعينه ، سواء كان مقابل الإنظار في السداد ، أو كان باسم أجرة خدمة ومصاريف إدارية، لأن أيا منهما لايخرج في حقيقته عن كونه قرضا بفائدة ، وهو ربا الديون ، وهو أشهر أنواع ربا الجاهلية

(مجلس مجمع الفقه الإسلامي )

همدارنګه زمونږ د فقې استاد دوکتور

واضح خبره ده چې د شبکې سره د خلکو غم نشته بلکي په دې کار کې هغوی فائده ده ، داسې چې مثلاً که د کريډيټ په لېږلو يوه افغانۍ يا دوې افغانۍ مصرف راځي دوی يې په عوض کې څلور يا پنځه افغانۍ اخلي چې دا ښکاره سود دی او ددې معاملې څخه سخته ډډه کول په کار دي .

و الله سبحانه وتعالی اعلم

آن لاين اسلامي لارښود

(Visited 52 times, 1 visits today)

اترك تعليقاً